کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 17, 2022
3 years ago
2,778 views
کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟


هغه سوداګري يا کاروبار چې په کوچنۍ او ټاکلې کچه فعالیت کوي؛ کمه اندازه پانګونه په کې کېږي؛ د انساني ځواک شمېر يې لږ او مادي ځواک يې ټاکلی او يوازې يو څو ماشيونونه او نور تجهيزات ولري، کوچنۍ سوداګري ورته وايي او انګلېسي کې دا ډول بوختياوې د Small Scale Industries يا small business په نوم ياديږي. 

دا ډول کوچني شرکتونه هم د توليداتو او هم د خدماتو برخه کې فعاليت کوي. ځيني يې توليد کوي، د بېلګې په ډول د کاغذ توليد، د غاښونو بورس او کريم توليد، د خواږو (شيرينۍ) توليد او بسته بندي؛ ځيني يې بيا يوازې خدمات وړاندې کوي- د سوداګريزو خبرتياوو د نصب لپاره بېل بورډونه لګول، د مخابراتو برخه کې د ISP انټرنېټ خدمات ورکول او داسې نور. 

د کوچنی کارو بار يا سوداګرۍ شرکتونه په هغه هېوادونو کې ښه پايله ورکوي، چې د پراختيا په حال کې وي او يا هم د پرمختګ او پراختيا لاندې وي. هغه هېوادونه چې اوس مهال پراختيا کې دي؛ لکه هندوستان او پاکستان په ګڼ شمېر د کوچينو سوداګريزو شرکتونو بېلګې لري. افغانستان چې وروسته پاتې او د پرمختګ لاندې هېواد دی، د کوچنی کارو بار يا سوداګرۍ شرکتونه په کې ښه وده کولی شي. په دې ډول شرکتونو کې د وروستي حد ترټولو ډېره پانګونه لس مېليونه افغانۍ کېږي، خو شونې ده، چې د يو مېليون يا لس لکه افغانيو په پانګونې سره هم، د کوچني کارو بار يا سوداګرۍ لومړنۍ پيل وکړی شئ. 

د کوچني کارو بار يا سوداګرۍ ځينې بېلونکې ځانګړنې 
- دا ډول کارو بار کوچنی وي او يو مالک لري؛ د منځنيو او سترو شرکتونو په ډول نه وي چې بېلا بېل ونډه وال او نور کسان په کې سره شریک وي. دا چې يو مالک لري نو ورته sole proprietorship يا یوازیني ملکیت کارو بار هم وايي. 

- د منجمنټ او ادارې برخه يې: په کوچنيو سوداګريو کې د کنټرول او ادارې ټول مسووليت د مالک او يا هم  د هغې د کورنۍ د کوم غړي په غاړه وي. دې ډول سوداګريو کې بيوکراسي او پيچلي ادارې سېسټمونه شتون نه لري. 

- يوې ځانګړې سيمې پورې ټاکلې وي: کوچنۍ سوداګرۍ د يو ولايت لپاره هم توليدات او خدمات نه کوي؛ بلکې په لويو ښارونو کې په يوې ځانګړې سيمې پورې محدود وي او فعاليت کوي. 

- پر ټېکنالوژۍ او ماشين يې اتکا کمه وي؛ ډېرۍ چارې په کې د انساني ځواک پر مټ وړاندې ځي. دې ډول سوداګرۍ کې د ټېکنالوژۍ او ماشينرۍ د لوړ بيو له امله انساني ځواک څخه ډېر کار اخېستل کېږي. 

- دا ډول کارو بار د خپلې ګټې لپاره ژر ژر بدلون رامنځته کولی شي؛ د سترو شرکتونو په څېر يې پالېسۍ او اصول ډېر پچيده او سخت نه وي.

میرویس ویال

Related Articles

Aug 05, 2021
3,167 views

د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.    لومړی ـ د...

Aug 05, 2020
3,124 views

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛...

Jun 18, 2023
2,309 views

د کمپیوټر لنډمهاله ذخیره یا ریم RAM

اوله برخه: د کمپيوټر د لنډمهاله ذخيرې (RAM)  په اړه په زړه پورې مالومات    رَم - RAM د کمپيوټر لومړنۍ حافظه او لنډمهاله ذخيره ده. د انګلېسي ژبې RAM کلمې بشپړ حالت Random access memory ده. رَم - RAM د کمپيوټر پر اصلي دړه يا مادر بورډ باندې وي. د ما...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,680 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,991 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...