د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 27, 2022
3 years ago
2,187 views
د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

ژباړه - ریاض مقامزی 

شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري‌. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې پر مهمو روغتیايي ګټو يې وغږېږو. 

لومړی| سرطان ضد
شفتالو د آنتی اکسیدان او ويټامين سي C یوه ښه منبع ده. له همدې امله کولای شي چې د آزادو راډیکالونو د جوړېدو پر وړاندې مبارزه او مقاومت وکړي. دا هغه راډیکالونه دي چې د سرطاني غدو/حجرو د جوړېدو سبب ګرځي؛ خو د شفتالو خوړل کولای شي تر یوه بریده يې مخنیوی وکړي. همدرانګه هغو وګړو ته هم د شفتالو خوړل ګټه لري چې له وړاندې پر دې وژونکې ناروغۍ (سرطان) اخته وي. 

دویم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي! 
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، شفتالو د ويټامين سي یوه ښه منبع ده.‌ دا ماده کولای شي چې د انسان دفاعي ځواک ته پیاوړتیا ورکړي او د ناروغیو په مقابل کې د مبارزې وړتيا يې لوړه کړي؛ نو که تاسو هم غواړئ پیاوړی ایمني سیسټم ولرئ شفتالو ته حتماً پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. 

درېيم| د معدې روغتیا
که د معدې ناروغي لرئ او د یوې مناسبې حللارې په لټه کې یئ موږ تاسو ته د شفتالو د خوړلو توصیه کوو. دا چې شفتالو د خوړو په ښه هضم کې مرسته کوي؛ نو کولای شي د معدې درد، سوځېدل او هغه زړه بدوالی هم ختم کړي چې د معدې له امله پیدا کېږي. که د معدې درد لرئ، تر خوړو وړاندې حتما یو شفتالو خورئ.
 
څلورم| قبضیت ختموي! 
د پورته یادوو شوو ګټو ترڅنګ د شفتالو خوړل هغو کسانو ته هم توصیه کېږي چې قبضیت لري. دا ځکه چې دا مېوه کولای شي د خوړو د ښه هضم تر څنګ د کولمو د فعالیت په ښه والي او د اضافي موادو په دفع کې انعطاف رامنځته کړي.

پنځم| د پوستکي ښکلا
په شفتالو کې موجود ویټامینونه او مغذي مواد ددې سبب ګرځي چې د انسان بدن له داغونو، سپوروالي او زړېدو/غونجېدو مخه ونيسي؛ نو که غواړئ د مخ او بدن پوستکی مو تازه او سالم پاتې شي حتماً شفتالو خورئ.

په یاد ولرئ!
دا ټولې ګټې په دې معنا نه دي، چې تاسو دې بېخي ډېر شفتالو وخورئ. دا هم مه هېروئ چې د مېوو په خوراک کې افراط کولای شي د ګټې پر ځای تاوان ډېر ورسوي او د ناروغۍ سبب مو شي. همدارنګه هر ډول مېوې باید تر خوړو وړاندې پاک ومینځئ او بیا یې نوش جان کړئ. 

Related Articles

Jul 24, 2021
3,099 views

د لیکوالۍ ارزښت

ارشاد رغاند   موږ ټولو انسانانو دا منلې چې انسان د ټولو ژوندیو ژوو ترمنځ عالي دی، او دا ځکه چې انسان فکر کولی شي او د خپل فکر په واسطه د خپل ژوند حالات، محیط، شرایط او اسباب د ځان په ګټه تغیرولی شي.   انسانانو د کمون اولیه په دوران کې په سختو محی...

Feb 11, 2021
1,838 views

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس...

Jan 15, 2022
1,899 views

کابریکا - دوهمه برخه

کابریکا - دوهمه برخه لیکوال: نعمت الله رحیمي   کابریکا - #دوهمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انډریو د شاه دو شمشیره جومات څو انځورونه وباسل بیرته له سلیمان سره موټر ته پورته شول سلیمان وویل:- باید یوې خیاطۍ ته لاړ شو چې درته افغاني کالي جوړ کړي، ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,684 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...