د مارانو جزيره؛ په برازيل کې ممنوعه سيمه

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 05, 2020
5 years ago
2,662 views
د مارانو جزيره؛ په برازيل کې ممنوعه سيمه

په برازيل کې د مارانو حېرانونکې جزيره (وچه) په نړۍ کې يو له رازونو او خطرونو ډکه سيمه ده، چې د عادي کسانو ورتګ ورته منع دي.

تر اوسه مو له رازونو د ډکو جزيرو په اړه ډېر څه اورېدلي دي، چې اکثره يې خيالي کيسې وې؛ مګر نن غواړو چې له يوې ځانګړې جزيرې سره آشنا شو. هغه جزيره، چې ماران پرې حکومت کوي، په دې وچه کې له مارانو ور هاخوا، ډېر لږ حېوانات، حشرات او مرغان ليدلای شو. له همدې امله ورته د “مارانو جزيره” نوم کاروي.

د مارانو جزيره په جنوبي امريکا کې د نورو تفريحي جزيرو په څېر ده. دا وچه له لرې ډېره ښکلې او زړه راښکونکې ښکاري. توريستان (ګرځندويان) ډېره علاقه لري، چې دا سيمه وګوري مګر دې سيمې ته د انسانانو ورتګ منع دي. يا په بل عبارت ويلی شو، دا وچه په نړۍ کې يو له هغو ۱۸ سيمو څخه ده، چې ګرځېدل په کې ممنوع دي. دا چې ډول – ډول ماران ګرځندويانو ته کوم زيان و نه رسوي، ګرځېدل او سيمې ته پر ورتګ بنديز لګول شوی دی.

د مارانو جزيرې په برازيل هېواد کې د “سائوپائولو” خليج “۳۰” کيلومتره سيمه نيولې ده. دا مرګونې وچه تقريبا ۴۳۰ کيلومتر مربع پراخوالی لري، د بحر له سطحې ۲۰۶ متره لوړه ده. د اوبو شتون، معتدله هوا او شنه سيمه د مارانو د ډېروالي او استوګن کېدو لپاره زمينه برابره کړې ده، تر دې چې د څېړونکو په وينا په هر متر مربع ساحه کې له ۱ څخه تر ۵ ماران لېدل کېږي؛ پر دې اساس کولای شئ، ددې وچې خطر او وېره په اسانۍ درک کړئ، چې څومره وژونکې ده.

د سيمې اوسېدونکي د هغو خلکو وېرونکي کيسې کوي، چې د مارانو د حملې له امله وژل شوي دي، چې همدا کړنه د انسان په وجود کې له وړاندې وېره خپروي. دا کيسې له واقعيته لرې نه دي. د شته بنديزونو سره – سره بيا هم يو شمېر خلک په غير قانوني توګه ددې سيمې ليدو ته ورځي، چې ډېری يې له خطرناکو پېښو سره مخ کېږي. په همدې وجه د برازيل حکومت ډېر بنديزونه وضع کړي دي. د عادي کسانو ورتګ منع دي، خو څېړونکي کولای شي، د پوليسو له اجازې او همکارۍ وروسته، چې ځانګړي وسايل هم ولري، دې سيمې ته ورشي. 

څېړنو ښودلې ده، چې ددې وچې د مارانو زهر د برازيل د نورو سيمو له مارانو ۵ برابره قوي دي.  تر اوسه د مارانو د او زهرو د ډولونو په اړه کره معلومات نشته، خو څېړنې روانې دي.

Related Articles

Oct 14, 2021
2,194 views

ګلابو - لومړۍ برخه

ګلابو - لومړۍ برخه ۲۰۱۹ میلادي کال - کابل  د پسرلني سمسټر د پیل لومړۍ ورځ ده، غالب د ښوونځي څخه د فراغت څلور کاله وروسته پوهنتون پیل کړی له لمانځه وروسته یې د ځان تیارولو باندې پیل وکړ ۶:۳۰ کیدونکې وې غالب یې د مور خونې ته ورغی ویې ویل:- ادې! زه ځم...

Nov 05, 2020
2,597 views

د غوزانو (چهارمغز) خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

نوې څېړنې ښيي، چې په ورځني ډول د (۵۶) ګرامه چهارمغزو خوړل مو په شکر ناروغې د اخته کېدو ګواښ په بې سارې توګه کموي. روغتيايي څېړونکي وايي: هغوی چې په خپلو کورنيو کې د شکر ناروغۍ تاریخچه لري، تر نورو ډېر پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي نو دوی...

Aug 02, 2021
2,983 views

اورلګېدنه ولې رامنځته کېږي؟

اور لګـــېدنه اور لګېدنه کومه نوې پديده يا کومه نوې اصطلاح نده بلکې د( چاپېريال ساتنې علم) يوه لويه برخه تشکيلوي. په اکثره هيوادونو لکه اسټراليا یا ترکیه کې د ځنګلونو اور لګېدنه د ونو او نورو نباتاتو لپاره د  ژوند د دوران يا Life Cycle  يوه اړينه بر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,994 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,207 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,204 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...