د کېلې روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 07, 2020
5 years ago
2,330 views
د کېلې روغتيايي ګټې

کېله په نړۍ کې یو له ډېرو مصرفېدونکو مېوو څخه ده. لوی صادروونکي هېوادونه یې هندوستان او چین دي. د کېلې د ګټو په اړه زیاتې څېړنې شوي دي. ددې مېوې د روغتيايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې هره ورځ د یوې کیلې خوړل د وينې د کمښت، فشار (سټريس) او بې خوبۍ ستونزه په کافي اندازه را کموي او یا یې هم له منځه وړي.
 که تاسو د ډېر وزن ستونزه ولرئ بیا هم کولای شئ په مناسبه اندازه کېله وخورئ، د کېلې خوړل مو نه یوازې وزن نه ډېروي بلکې نور هم راکموي.
 کېله د بې خوبۍ لپاره هم ښه درمل دي. د کېلې دا خاصيت د Tryptophan له کبله دی. ترېپتوپان د ملاتونين هورمون په جوړولو کې مرسته کوي، چې دا د آرامۍ سبب کېږي او خوب منظموي. نو کولای شئ له خوب وړاندې د بې خوبۍ د ګولې پر ځای یوه کېله وخورئ.
 که له ورزش سره ـ سره بیا هم د بدن د غړو وده مو سمه نه ده او یا هم د بدن په بندونو کې د درد احساس کوئ نو تاسو به کافي اندازه مګنېزیم نه دي ترلاسه کړي. ددې ستونزې د حل لپاره خپل غذايي رژيم کې کېلې ته خاص ځای ورکړئ، ځکه چې کېله د مګنېزیم له بډايه سرچينو څخه ده.
 که تاسو ليدلي وي د ورزش ډېری لوبغاړي کېله خوري. د ځغاستې د سیالۍ لوبغاړي آن د ځغاستې پر مهال هم دغه مېوه خوري. دا مېوه په کافي اندازه ګلوکوز لري چې انسان ته ډېره انرژي ورکوي. نو که تاسو د سستۍ او لټۍ احساس کوئ ممکن انرژي و نه لرئ. د فعال او چالاک اوسېدو لپاره د کيلې خوړل ګټور دي.
 کېله مو د بدن دفاعي ځواک پياوړی کوي. دا مېوه د بېلابېلو وېټامينونو، کاروتنوئيد carotenoids، بېتاکاروټين beta-caroten او آلفا کاروټين څخه ډکه ده. که تاسو غواړئ ژر ناروغ نه شئ او د بدن دفاعي سیستم مو پياوړی وي نو د کېلې خوړل مه هېروئ. 
 همدارنګه دلفینیدین Delphinidin د تومور ضد هغه انتي اکسیدان دی، چې په کېله کې شته. ډیلفینیدین په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخه نيسي. نو د سرطان پر وړاندې د وقايې لپاره هم کولای شئ له کېلې ګټه پوره کړئ.
 هېره دې نه وي، چې د کيلې ترڅنګ ددې مېوې پوټکی بې ګټې نه دی. د غاښونو د سپين والي او د پوستکي د صفا والي لپاره ترې ګټه اخیستلی شئ. 

Related Articles

Apr 16, 2022
1,908 views

عدلي طب وپېژنئ

ژباړه ـ وړانـــګه اکـــبر عدلي طب:د طب یوه برخه ده داسې چې د طب علم او قواعد د قانون او عدالت په موخه کارول کېږي.د forensicنوم د لاتینې کلمې څخه اخیستل شوی دی دا لاتینه کلمهforensis ده چې د محکمې مانا لري. په روم کې forensic هغه ځای ته ویل کېده چې...

Sep 06, 2023
1,447 views

حسن خاتمه ښه پایله

داښکاره خبره ده چی انسان د نورو مخلوقاتو په څنګ کی یو مخلوق دى جى الله جل جلاله ورته عقل ور کړی دی نوددی لوی نعمت ) عقل ( په مقابل کی مکلف کرخول شوی دی . انسان مكلفول ددی تقاضاکوی چی دده دعمل اوکار په بدل کی باید دینه بدله وركړى شى جى داعقلی دلیل د م...

Nov 17, 2021
2,021 views

د هاضمې ځینې ستونزې او د درملنې طبیعي لارې يي

د هاضمې خرابوالی یو له ډیرو عامو ناروغیو څخه دی چې د مختلفو لاملونو له امله پیښیدی شي.دلته مو د هاضمې له ځینو عامو ناروغیو او د هغوي د درملنې طبیعي لارو سره اشنا کوو: اسهالهغه کسان چې د اسهال په ناروغۍ اخته وي باید د پروټین (Protein) استعمال زیات کړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...