To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کتابونو پېژندل  

د کتابونو پېژندل  

د کتابونو پېژندل  

په دې لړ کې، غواړم چې د کتابونو بېلګي وڅیړم، د پوهنتون کتابونه په څو بېلګو وېشل کېږي، د کتابونو د بېلګو پیژندل او له هغو څخه ګټه تر لاسه کول،  د ګټې پورته کوونې کړنلاره په ګټه وره بڼه ستاسو په وړاندې ، وړاندې کوم،

:دکتابونو بېلګې 

لومړی :-  TEXT کتابونه ( درسي کتابونه )

د   TEXT  وییکی ، وۍ یا لغات  له   TEXTURE  څخه اخیستل شوی چې د اوبدل شوي  ( اوبدل شوی) په مانا سره دی. د  TEXT اصطیلاح د هغه کتابونو لپاره په کار وړل کېږي، چې په هغه کې ټولې کوچنۍ ( جزئې ) ټکي په کې د نظر لاندې نیولي وي، او د بېلا بېلو معلوماتو د رسولو او څرګندولو لپاره ترې ګټه پورته کېږي.  

دویم :-  مرجع کتابونه) ماخذ کتابونه ، اخذلیکي، ورګرځوني   REFERENCES ( 

 د   REFERENCES   وییکی یا وۍ له  REFEREE    څخه اخیستل شوی دی چې د حواله ورکړونکي، نفري، ښوونکي په مانا سره دی، ماخذ کتابونه هغه  دي چې ښوونکی صیب یې د ازموینې لپاره د منلو او نه منلو ( تائید او رد) لپاره جوړ کړي وي.  

پرته له دې څخه چې کوم بېلابېل نظریې چې پر دو کې روښانه شوي وي ښوونکی صیب  یې د منلو وړ بولي.

 دریم :-  اړین کتابونه) د ضرورت کتابونه، اصلي کتابونه، اساسي کتابونه   ESSENTIALS ( 

هغه بنیادي کتابونه دي چې د هغه څخه د نورو کتابونو د جوړښت لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي، یا هغه کتابونه دي چې استعمال د موضوعاتو په کې واضع شوی وي ( د موخو کړنلاره په کې روښانه شوي وي). په دغه بڼه کتابونو کې جزئیات ( کوچنۍ برخې) روښانه شوي نه وي، بلکې هغه موضعات تر څیړنې لاندې نیسې ، چې د هغه پوهیدل لازمي او ضروري وي. له دې نه پرته داکتابونه د ډله ایزه موخې او اړتیاوي ځانګړي کوي یا اسانه کوي ( څو تنه چې په ټولی ډول سره یوه موضع روښانه کوي)

 

څلورم :- جیبي کتابونه  POCKET BOOKS    

دا کتابونه اکثراً په قیمتي جواهرو، غمی  یا جیبي کتابونو باندې یادیږي 

 BOOKS  GEM POCKET 

هغه کتابونه دي چې لنډ پرې شوي وي او د جیب لپاره جوړ شوي وي، په داسې کتابونو کې ځانګړی مطلب تر څیړني لاندې نیسې او په دې کتابونو کې اساسي برخوته نغوته نوي شوي. ( په داسې کتابونو کې خاص مطلب تر مطالعی لاندې نیسې، په هغه کې اساسي جزیعاتو ته اشاره نوي شوي.) 

کتاب : د یونسکو تعریف له مخې کتاب یوه منبع ده چې څه نه څه ۴۸ چوپړي ( پاڼې، صفحې) بېل شوی وي. لیکونکي او لیکونکو پورې تړلی وي، او په هغه کې مطلب چې لا پخوا خلکو ځانګړی کړی وي لیکلړ کېږي او د نورو  خلکو په واسطه راټولیږي او ځینګرکېږي ( ګڼکېږي ). 

 SHEPHERD JF. COLLAGE STUDY SKILLS. 6TH ED BOSTON : HOUGHTON MIFFLIN COMPANY  1996:163- 184

د ژباړې منبع انجینر صفی الله فردوس  ۰۸/ ۰۱/ ۱۳۸۵ لېږدیز لمریز کال. 

کله چې له کتاب څخه ګټه پورته ( استفاده) کوئ،  دې ته ځېر شئ ( توجع وکړئ ) چې لیکوونکي د چاپ لپاره ډیر وخت ورکړی ؤ، له دې پرته ځینې معلومات لومړی له دې څخه چې دا کتابتون ته را ورسیږي. تاریخ پرې ټاپن کېږي. 

دا ټکې ډیر غوره دې چې هغه تخصصي موضعات چې د هغه معلومات په څڅبېکي( تیز، رټ) ډول د ادب داړه مارانو له لورې غلا کېږي ( اضافه کېږي) ډیر اړین دي. 

له دې پرته د کتاب د چاپ پیخلیک ( تاریخ ) ته نظر ( توجع ) وکړئ، مخکې له دې چې هر کتاب له ځان سره وساتۍ د هغه کتاب ارځښت له ځان سره  و ارزوئ. او ځینې نور معیارونه دې چې تاسو ته په کتاب باندې د قضاوت کولو پرېکړه په لاس در کوي هغه په لاندې ډول دي:- 

د عنوان پاڼه :-

د عنوان چوپړی ( پاڼه، مخ) شاید څه نه څه  څوهټ ( عبث) وي ولی په پوهیدلو د کتاب د اصلي موضع کې له تاسو سره مرسته کوي. 


لیکلړ:- 
کله چې د یو ځانګړي مطلب ( خاص مطلب ) لپاره سرګران یو غښتلي ده چې د کتاب لیکلړ INDEX   څخه استفاده وکړو، لیکلړ څحبېکی ( ګړندی)  بڼه د معلوماتو د پیداکولو سطحه  څوونه ( په زړه پوري) کوي. څو تر څو  ( ترځوپورې)  د تصنیف حق  COPYRIGHT  کېږي. او هره منتحا د چوپړو په ګڼونو سره را په ګوته کوي ( هر پاینی مطلب د پاڼو د شمار سره را په ګوته کوي). 

ننه توزي ( مخکې وینا ، سریزه، پیلیزه، یا مقدمه ) :-

په دې برخه کې لیکونکی علت د لیکو د کتاب، د زده کړې کچه ، د خلکو نوع چې د هغو لپاره لیکل شوی ، ورسره   د ګټې اخستنې کړنلاره ( استفاده ) او ګټې پورته کولو  کړنلاره (  استعمال)  د کتاب باندې رڼا اچولی وي. 

 لیکونکي نوم:-  

د لیکونکي له نوم څخه کولی شو ، وپوهېږو لیکونکی په دې ځانګړې برخه کې برابره ( زمینه کې کافی ) تجربه لري او کنه ؟ 

او که لیکونکی نه پیژنۍ نو د هغه تجربو ته خاص نظر وکړئ او دا تجربه کېدای شي دې مفهوم  ته ورسیږي چې دغه لیکونکی په لیکلو د دغه کتاب لپاره اماده ګی در لودله او کنه ؟ 

داسې تجربې اکثر ډول د عنوان ورقی کې د لیکونکي د نوم لاندې یا دکتاب په ننه توزي ( سریزه) کې ورته پام یا توجع شوي وي. 

خپرندو نوم ( نشره ونکي نوم ) :- 

ځینې خپرندوی ( نشره ونکي ) په بېلابېلو برخو ( مختلفو ډولونو ) کې د کتاب د چاپولو تخصص لري، نو د دې لپاره د خپرندوی نوم یو غوره (مهم) معلومات د کتاب د څه رنګوالي (کیفیت) لپاره دی. 

د مؤلف حق :- 

اکثراً پر سټ یا شاه د عنوان په پاڼې چاپ کېږي، او دا را په ګوته کوي چې کتاب تېریږي او کنه؟ د بېلګې په بڼه  C 1998  یعنی دا کتاب  په  1998  کال کې له چاپ څخه سلامت راوتلی دی، 

په ډیرو موضعاتو کې اړینه او غوره ده چې  پاینۍ ( اخیرنۍ ) چوپړی ( پاڼه ، مخ، صفحه) د کتاب ولولو، سر بېره پردې د کتاپ د وار ګڼه هم راغلي وي چې څو واري له چاپه رمټ راوتلی دی،  پاینۍ چوپړی د یو کتاب دا راڅرګندوي چې دا کتاب یو  ښکاروندی (سټنډارډ ، معیاري) 

 منبع لري. او برابر د باور وړ خاوند دی، او همدارنګه د کتاب د بیا چاپ کیدو پیخلیک کې کوی شو خپلي  ټنټي  ته لاس پورته کړو او د ورستي لرلید ( راتلونکي بڼه) یې له څو کاله ورسته بازار ته بیا راوځي ،  

د بېلګې په بڼه که چېرې د کتاب نه لومړی  © بیا ګڼه ( عداد، شمېر) ۱۳۶۸، ۱۳۷۲،۱۳۷۷، ۱۳۸۱  لیکل شوی وي ، ځېر کېږو چې دا کتاب نږدې په هرو څلورو کلو کې یو ځل له چاپ څخه را وتی  او  اټکل ( احتمال) لري چې په کال ۱۳۸۵ کې یو ځل بیا له چاپ څخه را ووځي. 

 

دریم نوم د قران چې دی  هغه الکتاب یا کتاب دی : - 

الکتاب ۶۸ ځایه په قران کې راغلی دی ، سورت بقرا کې ۲ ایت:- ژباړه؛  دا کتاب چې دی په دې کې شک نشته دی ( چې د رب العلمین له لوري دي نه وي راغلی).

 العمران ۷ نمبر ایت:-  ژباړه ؛ الله دی چې لیږلی یې دی تا ته کتاب چه ځینې له ده نه آیتونه دې چې مانا یې ښکاره ده( محکمات)، دا ایاتونه اصل د کتاب دی ( چې د شریعت احکامو بنسټ دی) او نور یې هغه ایاتونه دي چې مانایې معلومه او څرګنده نه ده ( متشها بهات)،
سورت عنکبوت کې نمبر۴۵ ایت:- ژباړه؛ ولوله ( ای محمده) هغه چې وحی شوي ده تاته له کتاب نه ، او کلک کوه لمونځ ( سم کوه له ټولو حقوقو سره )، بیشکه لمونځ منع کوي له بی حیایۍ او ناوړه کارو څخه، او اړین دي یادول د لوی  الله او الله ته معلوم دي هر هغه عمل چې کوئ یې تاسو.

په همدې ایاتونو باندې الله عظیم د قران نوم په الکتاب  باندې اخستی دی (کتاب، الکتاب، چې انګلېسې ژباړه یې   (  THE BOOK ده.

 داچې کتاب له څلورو ابیثو ( الفابا ) څخه جوړ دی ک – ت – ا- ب  ، او  څلور مانا لري  لومړی: کتاب په مانا د لیکل شوي، دویم  یوځی کولو، دریم په مانا د فرض شوي څلورم په مانا د حکم باندې. نو کتاب په مانا د لیکلو باندې ، کتاب په مانا د جمع والي باندې، کتاب په مانا د فرض شوي باندې ، کتاب په مانا د حکم باندې.

 

:- کتاب په مانا د لیکل شوي باندې ده؛  

اوس دا چې الکتاب ورته ولې وایي، کتاب مصدر دی د کاتبه، یکتوبو، نه ، نصر ، ینصر باندې قیاس دی ،مصدر یې راځي کتاب، خو په مساجدو کې د عربو قانون دا دی، چې دا مصدر کله مسنیدالمفعود جوړیږي، نو کتاب په مانا د مکتوب باندې یاني لیکل شوی، 

قران کریم ته کتاب ولي وایي؟. ځکه دا ثابته خبره ده چې قران کریم له راتلو نه وړاندې همدغه مرتب شکل باندې په لوح محفوظ کې لیکل شوی وو، نو په دې خاطر ور ته کتاب وایي. او بل د نزول نه ورسته د رسول الله ص په شتون او لارښونه کې د کاتبینو د وحي په واسطه باندې لیکل شوی وو، ځکه ورته کتاب وایې ، 

:- کتاب په مانا د یوځی کولو باندې ده؛  

 له دې خاطره عربي ژبه کې لښکر ته کتیبه ویل کېږي ، خطیب انصار هغه وخت سره په مدینه منوره کې چې د خلافت مسله را پیدا شوله او داچې خلیفه به دې چا نه وي،  دې کې لږ لږ غوندې خبرې راپیدا شوي. نو خطیب انصار را پاسیده او وویل : نحنو کتیبه اسلامی، ( موږ د اسلام لښکر یو) لښکر ته په دې خاطر کتیبه وویل کېږي چې د هغې وکړي هم یوځی روان وي او یوځی هستوګنه هم کوي، قران کریم ته په همدې خاطر هم کتاب وایې چې سورتونه یې سره یوځای شوي دي، ایاتونه یې یو بل سره یو کړل شوي دي، په دې خاطر ورته الکتاب وایي. 

بله دا ده چې قران کریم ته د دې خاطره کتاب وایي ( فلیجمع انواع العلوم ) د دې خاطره قران مختلف علوم راجمع کړي دي، قصص دې اخبار دې، په بهترینه بڼه  طریقه باندې . امام جوهري وایي چې قران کریم ته په دې خاطر کتاب وایي چې لیکلی هم دی او جمع شوی هم دی،

 

 :- کتاب په مانا د فرضو باندې ده ؛ 

لکه څنګه چې الله تعالی په خپله په قران کریم کې وایي : ( کتب علیکم الصیام کما کتیب علی الذین من قبلکم ) دلته په مانا د فرض باندې. بل ( کتاب الله علیکم )  فرض شوی حکم د الله دی په تاسو باندې،

:- کتاب په مانا د حکم باندې ده؛

 یو حدیث کې راځي چې رسول الله ص ته دوه کسان راغلي دي او رسول الله ص ورته وایي ( له اقضین بینکم بی کتاب الله) : رسول الله هغو ته وویل چې زه به ستاسو په منځ  کې د الله په حکم پرېکړه کوم.

د انسانانو او پیریانو د بریالیتوب ، بریا ، خوښۍ او سرلوړۍ کتاب پر دنیا او اخیرت کتاب د الله دی، غوږ ورته ونیسئ، وایي ورئ،  یاد یې کړي او ځان پرې وپوهوئ [ پښتو ژباړه او  تفسیر  ( ژباړنه، شرحې) سره. ]

Related Articles

ګلابو - درېیمه برخه

ګلابو (ناول) - #درېیمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي غالب کتابچه ترې واخیسته خپل پر ځای کښیناست او شوکت یې پهٔ څټ ووهلو ویې ویل:- ستا د لاسه یې دومره لیکچر راکړ پوهنتون رخصت شو غالب کورته راغی… کورته ورسید بې سلامه دننه شو مور یې وویل:- عجیبه وخت شو، خلک سبق وايي عقل یې ډېر شي ستا خو ورځ پهٔ ورځ کمیږي- ولې څهٔ مې کړي؟- دې بوډۍ مور ته یو سلام نه اچ...

اوبو دکمښت وجي او علتونه

د اوبو دکمښت وجي او علتونه:دا چي په نړيواله سطحه داوبو کچه په کمېدو ده دکمېدو ځيني وجي يې لاندي ډول ذکر کوو. 1. په غير فني ډول دژورو کوهيانو کيندل.2. د مختلفو سرچينو څخه داوبو استحصال.3. دنفوسو تراکم . 4. دمختلفو سرچينو څخه داوبو ککړتيا رامنځته کېدل.5. داوبو عدم مديريتMiss management of water 6. د اوبو بې ځايه استعمال. په ټوله نړۍ کي د اوبو دکمښت ا...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی په دې ليکنه کې به د انګلستان د نوموتي ليکوال او د رنسان دورې د وروستۍ دورې استازي جان ميلټن (John Milton) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.   “ذهن پر خپل تخت ناست دی او کولای شي د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه جنت جوړ کړي.” خوښي او خفګان کوم ځای او څيز نه دی، چې ورشو او يا يې وپيرو. بلکې يو ذهني حالت دی، چې جوړول...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...