To start downloading books

Please sign in or create an account.

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟

ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې سره د بېلګو در وپېژنو.

۱ -  ټکی، نقطه يا Full stop (.) : د بشپړ درېدلو نښه ده. د خبري جملو په پای کې راوړل کېږي، چې د جملې پای او مستقل والی ښايي. د کارونې ځايونه يې په لاندې ډول دي:

الف – د هرې بشپړې جملې په پای کې د پوره توقف او درېدنې لپاره راځي، لکه:

- د ظالم کاسه نسکوره ده.

ب – په ليکنه کې د مخففاتو تر منځ هم راځي، لکه:

- م.م.م (د ملګرو ملتونو مؤسسه)

د – په زياترو اروپايي ژبو کې د حسابي رقمونو په منځ کې د عشاريې په توګه هم استعمالېږي؛ خو په پښتو ليک کې د (.) پر ځای د (،) نښه کاروو.

۲ – چپه پېښ، ويرګول يا Comma (،): دا ليک نښه په متن کې د لنډ ځنډ په موخه راوړل کېږي، همدارنګه د يوې غونډلې (جملې) مختلف واحدونه سره بېلوي. د کارونې ځايونه يې په دې ډول دي:

الف: په جمله کې د نومونو، فعلونو او صفتونو د بېلولو لپاره کارول کېږي، لګه:

- نومونـه: احمد، ولي، زړګی او عابد سره ټولګيوال دي.

- فعلونــه: تفکر، حرکت، کار او زيار د بريالي انسان نښې دي.

- صفتونه: د دوی ټولګی تل پاک، ښکلی او منظم وي.

ب: د هغو فقرو تر منځ هم راځي، چې د (خو، لاکن) او يا (ځکه، چې) کلمو په واسطه سره جلا شي. (فقره هغه نحوي عنصر دی، چې جمله بشپړوي.) بېلګې:

- احمد په ازموينه کې بريالی شو، ځکه پوره تياری يې ورته نيولی و.

- کمال که څه هم ښه سړی دی، خو ټولګيوال ترې خوښ نه دي.

۳ – دوه ټکي، شارحه يا Colon (:): په ځينو ځايونه کې ورته د (دوه ټکي سر په سر) نوم هم کارول شوی دی. د استعمال ځايونه يې په لاندې توګه دي:

الف: کله چې د په متن کې له يوې فقرې وروسته ځينې مهم نومونه او مفهومونه راځي، لکه:

- د افغانستان مشهور ولايتونه دا دي: کابل، کندهار، ننګرهار او ...

ب: له مستقيم نقل قول څخه د مخه هم راځي، لکه:

- رسول الله (ص) فرمايي: ((د علم زده کړه، په هر مسلمان (نارينه او ښځينه) فرض ده)).

ج: د ساعت او دقيقې د بېلولو لپاره هم کارول کېږي، لکه:

- ۳۵ : ۱۱.

۴ – ږغ نښه، ندايه يا Exclamation (!): د حيرانتيا نښه هم بلل کېږي.که څه هم په ډېرو ځايونو کې کارول کېږي، خو د استعمال په وخت کې يې زيات غور په کار دی. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د ارمان، افسوس او حيرانتيا په وخت کې، لکه:

- چې زه هم مالداره وای! ، ارمان چې تللی وای!

ب: د غږ او بلنې په وخت کې، لکه:

-ای! ، احمده! دلته راشه!

ج: د خطاب په وخت کې، لکه:

- درنو حاضرينو!

د: د امر په وخت کې، لکه:

- ودرېږه! ، لاړ شه!

هـ: د هيلې او خواهش د څرګندونې په وخت کې، لکه:

- کاشکې! احمد مې ليدلای وای!

و : د تحسين او افرين په وخت کې، لکه:

- آفرين! ستا په همت.

ی: د تمسخر په وخت کې هم کارول کېږي، لکه:

- کوم ناپوه شخص ته څوک ووايي: نابغه (!).

۵ -  د پوښتنې نښه، سواليه يا Question mark (؟(: دا نښه د سوال او پوښتنې علامه ده، د هرې جملې په اخر کې چې دغه نښه وي، هغه جمله به استفهامي وي. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د پوښتنې په وخت کې، لکه:

- احمد سبق وايي؟

  ب: د شک ښکاره کولو په وخت کې هم کارول کېږي، لکه: کله چې د چا د زېږېدنې يا مړينې په نېټه کې شک موجود وي نو تر داسې نېټې وروسته هم کارول کېږي، لکه:

- د رحمان بابا د مړينې کال (۱۱۲۸ هـ.ق) (؟) دی.

ج: کله چې يوه جمله کې دننه پوښتنه راغلې وې، لکه:

- درې کاله پخوا دې په ياد دي؟ مونږ چې تاسې کره درغلي وو.

۶ -  ځنډ نښه، وير ګول با نقطه يا Semi column (؛): ځنډ نښه، چې په عمومي توګه د يو کمزوري ټکي او يا قوي کامې وظيفه ترسره کوي، لکه:

- زه له چا سره بد نه کوم؛ بدي مې نه ده خوښه.

۷ – ليندۍ، قوسين يا Small brackets (): ليندۍ هم د تنقيط علامو له جملې څخه ده، په ليندۍ کې (فرعي او تشريحي) عبارتونه راځي. ليندۍ او کرښۍ کابو يو ډول دنده لري، خو دومره توپير سره لري، چې کرښۍ پر توضيحاتو ټينګار کوي او هغه ته نظم او انسجام ورکوي. لاندې بېلګه کې دواړه ډوله ښودل شوي دي:

- ليلا – (د شهلا خور) – په ښوونځي کې اول نمره شوه.

- ليلا (د شهلا خور) په ښوونځي کې اول نمره شوه.

په لومړۍ جمله کې (د شهلا خور) عبارت چې په کرښيو کې راغلی، دا ښيي: هغه ليلا چې د شهلا خور ده، په ښوونځي کې اول نمره شوې ده، خو په دويمه جمله کې چې (د شهلا خور) عبارت په لينديو کې راغلی دی، د ليلا د پېژندنې لپاره کوم تاکيدي عبارت نه دی، يوازې دا ښايي، چې ليلا او شهلا سره خويندې دي.

همدارنګه د اشخاصو د ژوند نېټې هم په لينديو کې ليکل کېږي، لکه:

- احمد شاه بابا (۱۷۲۳ م – ۱۷۷۲ م) د پانې پت په جګړه کې بريالی شو.

هغه تورې او اعداد، چې په ليکنه کې د شمېرنې په منظور راځي، بايد په وړو لينديو کې ونيسو، لکه:

- په پوهنتون کې د محصل دندې: (۱) په خپل وخت ټولګي ته تګ (۲) د استاد درس ته غوږ نيول او ...

هېره دې نه وي، چې ځينې نورې ليک نښې هم شته.

Related Articles

څنګه په یوې دقیقې کې د خپل ورمېږ درد او شخي له منځه یوسو؟

لیکنه: شکېبا نادري څنګه په یوې دقیقې کې د خپل ورمېږ درد او شخي له منځه یوسو؟   ډېری وخت کله چې د ویده کېږو د لوړ بالښت، یا د ویده کېدو د ناسم حالت په له امله او یا د یوې اوږدې مودې لپاره پر څوکۍ کې د کېناستلو له امله مو ورمېږ درد کوي، یا احساس کوئ چې ورمېږ مو شخ پاتې شوئ دی او د حرکت پر مهال درد احساسوئ. موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو د ورمېږ د درد...

معجزات المصطفى ﷺ

https://www.arabicdawateislami.net/blog/552 قال الله سبحانه وتعالى: يَٰأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدۡ جَآءَكُم بُرۡهَٰنٞ مِّن رَّبِّكُمۡ وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكُمۡ نُورٗا مُّبِينٗا ١٧٤    التفسير: قوله تعالى:   قَدۡ جَآءَكُم بُرۡهَٰنٞ مِّن رَّبِّكُمۡ في "البرهان" أقوال غير أننا نكتفي هنا بذكر قولين: أحدها: أنه القرآن. والثاني: أنه النبي محمد ﷺ، ق...

شهباز شریف څوک دی؟

۷۰ کلن میا محمد شهباز شریف د پاکستان له قامي جرګې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. په دې ليکنه کې د نوموړي سیاسي فعالیتونو ته لنډه کتنه شوې ده.  میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړاو لري. د نوموړي مشر ورور میا محمد نواز شریف درې ځله د پاکستان لومړی وزیر و، چې وروستی ځل یې له ۲۰۱۳...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...