بې اسرې (افسانه) ليک:- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

M
Muhammad ilyas
Author
Jan 17, 2023
3 years ago
1,383 views
بې اسرې (افسانه)   ليک:- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

بې اسرې

ګل زاده چې نن کورته راننوتو نو مور يې ورته اووې چې بس بچے د ژوند او مرګ هېڅ پته نۀ لګي سبا درله د پروين په مور تپوس کوم چې ستاسو د دواړو ـ  ـ  ـ 

" ګل زاده پرې رااودانګل "خو مورې زۀ لا اوس ـ  ـ  ـ  ـ "

بس بچے چې مخکښې يو لفظ هم اونۀ وائې ستا ډولۍ خو زمونږه هم ارمان دے- د خېره سره چې پلار دې راشي نو هم نن درله خبره کوؤم ـ 

ګل زاده او مور يې لا دا خبرې کولې چې په دې کښې د ګل زاده پلار زمانے راننوتو  ـ "خېر خو دے دا بيا مور او ځوي څه جرګه شورع کړې ده" ميمونۍ ورته اووې "يه سړيه ښۀ ده چې راغلے، ما وې چې نن د دې هلک د رشتې دپاره لاړ شو" ـ  "دا خو ډېره ښۀ خبره ده"زماني اووې ـ "تۀ ځان تياروه د بهر مېلمانه رخصتوؤم نو بيا به ورشو" ـ 

 ميمونه خپلې لور ګل څانګې ته لګيا وه لوري يه لوري هله منډه کړه "زما څادر راواخله او هن دا تور سينډل راله هم پالش کړه" ـ زماني چې مېلمانه رخصت کړه نو کورته راغے  ـ د کټ بر سر ته کښېناستو او اواز يې اوکړۀ "يه ګل څانګې لورې! يو ګلاس اوبۀ خو راوړه او مور ته دې اووايه چې لږه زر تياره شي" ـ ميمونې رامنډه کړه "زۀ خو تياره يم ځه چې ځو" ميمونه او زمانے چې د زروري ترور کره راغله نو دواړۀ خوېندې د نغري په غاړه ناستې وې زر راپاسېدې ـ "کاکا جي السلام اعليکم،ښکلې ببو السلام اعليکم!" دواړه خوېندو ورته په يو اواز اووې "راځئ کښېنئ" ـ 

پروين بچے مور دې څه شوه؟" ميمونۍ ترې تپوس اوکړو "اوس به راشي" لږه شېبه پس زروري ترور کور ته راغله د راتلو سره يې په کور کېښ کښې ميمونه او زمانے اوليدل ـ "ستړې مۀ شې خورو،څنګه يې ،ښۀ يې ،واړۀ ځاږه مو څنګه دي"زروري په يوه ساه د ميمونۍ نه د حال احوال پوښتنه اوکړه ـ "ښۀ يو خداے دې اوبخښه،تاسو څنګه يئ؟" ميمونۍ ورته په جواب کښې اووې ـ "ماما السلام اعليکم!" ـ زروري بيا زمان ته سلام اوکړو ـ "وعليکم السلام څنګه حال دے؟" ـ زماني ورته اووې

او بيا زروري خپلې لور نسرين ته اووې چې "بچے ماما او ترور له دې څه چائے شربت راوړه کنه" ـ زروري لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې ميمونې پرې راودانګل ـ "خداے دې يې شته کړي خورې هر څه يې راله کړي دي" ـ  هم دغه شان د لږو خبرو اترو نه پس ميمونې زروري ته اووې  ـ "خورې! ما وې چې نن زۀ تا سره د پروين او د عمل زاده د کوېژدنې خبره اوکړم ـ 

زروري چې دا خبره واورېده نو ډېره خوشحاله شوه او ولې به نه خوشحاليده ځکه چې د هغۀ دوه پېغلې لوڼه په کور ناستې وې او په کور کېښ يې نارينه اولاد نۀ وو او بيا يو کال پس د ګل زاده او د پروين د وادۀ نېټه هم مقرره شوله ـ  او ښۀ په ډول سره د دواړو واده اوشو ـ د خداے کړو ته ګوره چې د وادۀ په نهمه ورځ د ګل زاده رور شيرزاده مړ شو او هم د دغې ورځې نه پس د خواښې په کور کښې د پروين ژوند تېرول ګران شو ځکه چې هر چا به هغې ته سپېره وئيل چې ګوره تۀ داسې يې او تۀ داسې ـ  ـ  ـ 

او بيا هغه ورځ هم راغله کله چې د پروين د مشرې خور نسرين وادۀ نېزدې شو پروين د وادۀ نه وړاندې د خواښې سخر او د خاوند په اجازت د پلار کره لاړه چې د خپلې خور په وادۀ کښې ځان سياله کړي ـ د زروري ترور په مخ د خندا کرښې پرتې وې ټول خپل خپلوان يې هم خوشحاله وو چې ځه د خېره سره غم مې د ډډې لاندې شو  ـ 

بل اړخ ته په يو ګوټ کښې د نسرين همزولې راغونډې شوې وې هر چا په نکريزو لاسونه سرۀ کړي وو او د تمبل سره يې د وادۀ سندرې وئيلې ـ پروين هم په منډه منډه او خندا خندا د جينکو خواله راغله  ـ هغۀ لا ناسته نۀ وه چې د پروين خواښې د پروين مور ته په غوږ کښې اووې "يه خورې!هله منډه کړه دا سپېره ترې راپاڅوه سبا به درله د لور کور وران کړي څنګ چې د دې سپېرې په راتګ زما د ګل په شانې ځوے خاورې ايرې شو ـ کۀ خداے چېرته د دې دا سپېره وربوز خاورې کړي چې خاورې شي" ـ 

مور يې دا خبره واورېده نو نسرين يې د جينکو د خوا نه راپاڅوله او  په ښېرو سر شوه چې " ورکه شه د دې ځاے نه چې دا تور مخ   د رله اونۀ وينم" ـ  د پروين سترګې د اوښکو نه ډکې شوې ځکه چې نن د خندا او خوشحالۍ په ورځ هم پروين د مور په کور کېښ بې اسرې پاتې شوه  ـ وادۀ تېر شو او پروين خپل کور ته لاړه ـ 

ګل زاده چې نن کور ته راننوتو نو پروين ورته اووې چې"يه سړيه! زما خو هډو د حيا جامې شته دې هم نۀ  ـ هغۀ بله ورځ مې د خور په وادۀ کښې د بريښنا جامې اغوستې وې ما وې چې چېرته يو ښائسته جوړه خو راله واخلې" ـ ګل زاده ورته لاښه هم نۀ وو کړې چې په دې کښې يې پرې مور راغله او بيا په چغو يې خوله رابرڅېره کړه ـ "يه بچيه خېر دے کۀ مونږ لغړ شو خو دې د نواب لور له هر څۀ واخله چې مړه شي ـ دې دومره ګرانو خرچونو ته اوګوره او د دې دې مستۍ ته" ـ  پروين غلې ولاړه وه چې په دې کښې يې پرې خواښې سترګې راوويستې ـ "بټ سترګې څه له راته بټ بټ ګورې لاړه شه لوښي اووينځه،او بيا غوجل راپاکه کړه" ـ 

پروين د خواښې خبره چېرته غورزولې شوه د کوهي په غاړه کښېناسته او ټول لوښې يې اووينځل ـ 

ورځې شپې تېرېدې او بيا هغه ورځ هم راغله چې خداے پاک په پروين باندې د اولاد زيرے اوکړو ـ پروين خوشحاله وه چې ځه د خېره اوس خو به مې ځوے لږه اسره جوړه شي ـ  د خېره سره کمال ځوے چې مې لوے شي نو لوے افسر به شي خو د پروين غريبي دومره قسمت چېرته وۀ  ـ د نيا نيکه مينې کمال داسې بدسره لوے کړو چي د محلې د بدعمله هلکانو سره ملګرے شو  ـ سبق يې هم پرېښودو او نشې تماشې يې شروع کړي ـ مور چې يې پرې کله پوهه شوه نو سخر او خاوند ته يې اووې چې ګوره دا هلک نشې تماشې کوي او د بدعمله هلکانو سره ګرځي لږ نظر پرې ساتئ خو ولې سخر يې پروين په دې خبره الټه ملامته کړه چې دا ټول ستا د تربيت نتيجه ده ـ 

په کمال چې به نشه سوره شوه نو په مور به يې ګوذارونه کول چي هله ماله پيسې راکړه د پلار نوکري يې هم ختمه شوې وه ـ  او باقي څه جائداد وغيره د هغوي نۀ وو نو ځکه پروين د کلي د خانانو په کورونو کښې مزدوري شروع کړه ـ ټوله ورځ به يې د خانانو کورونه جارو کول ـ او لوښې به يې ورله وينځل او ماښام ته چې به يې څه دوه درې روپۍ راوړې نو هغۀ به ترې هم کمال واخستې او هم دغسې به يې د ژوند ورځې شپې تېرولې ـ 

ګل زاده نن چې په بازار کښې د اميرولي سره په څه خبره وران شو نو اميرولي وورته پېغور اوکړو چې بې غېرته تۀ زما سره ډغره وهے او ښځه دې په پردي کورونو کښې ګرځي ـ او تۀ ماته خبرې کوې ـ ګل زاده چې دا خبره واورېده نو نېغ کور ته راغے او په ورۀ باندې يې د راننوتو سره اووې "پروين څه شوه؟"پروين د کوهي په غاړه ناسته وه د کمال جامې يې وينځلې زر راپاڅېده او سلام يې اوکړو ـ لا يې سلام په خوله کښې وۀ چې ګل زاده پرې خوله رابرڅېره کړه ـ چې "تۀ د خلقو په کورونو کښې کار ولې کوې؟، ماته نن په بازار کښې خلقو پېغورونه راکړه ـ  تا خو زما نوم بدنام کړو ـ تا خو زۀ په معاشره کښې د سترګو غړولو نه اوويستم،بس ډېر صبر مې اوکړو خو خوند نۀ کوي نور په دې کور کښې ستا دپاره ځاے نشته،زۀ تاله طلاق درکوم،طلاق-طلاق-طلاق" ـ 

پروين د ډېره غمه چغې کړې

هېڅ اسره مې بې له خدايه پاتې نۀ شوه

چې مې غيرو ته اسره کړه بې اسرې شوم

پروين اوس هم خلقو ته لګيا وي چي زمونږ په سوچ به اخير دا بدلون کله راځي

🌷 🌷 🌷

Related Articles

May 06, 2021
1,660 views

پس از استعمال

پس از استعمال مصطفی عمرزی منظورم از عنوان این مقاله، پس از استفاده ی جنسی نیست. در این اواخر بعضی از هموطنان ما شکایت می کنند که تلویزیون محلی «یک»، مغرضانه به مسایل قومی، دامن می زند. من مدت کوتاهی در اوایلی که این تلویزیون، آغاز به فعالیت کرده بو...

Jun 10, 2024
1,180 views

قادس بند - بادغیس

د قادس بند - بادغیس:دا بند د بالامرغاب حوزې په پورتنۍ برخه کې د بادغېس ښار قلعه نو څخه ۶۰ کیلومټره لېرې جنوب لوري ته، د کلیو او پراختیا وزارت لخوا جوړېږي. د قادس بند د اوبو زېرمه کولو، اوبو لګونې، قلعه نو او قادس اوسېدونکو ته د څښاک اوبو برابرولو لپا...

May 07, 2021
3,188 views

شاه دو شمشیره

شاه دو شمشیره  مصطفی عمرزی در مرکز شهر کابل، زیارتی قرار دارد که مرجع عام و خاص است. داستان ها و روایات  زیادی وجود دارند که نسل اندر نسل، از این زیارت، بازگو می شوند. مانند تمام مکان های مقدس و مورد احترام، این زیارت در برهه های مختلف، مردم متدین...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,522 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...