هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 08, 2020
5 years ago
2,928 views
هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ تقريباً درې زره کلونو ته رسېږي. دا چې چېرته کشف شوي دي، په اړه يې کوم کره معلومات نشته، خو ويل کېږي د چين په شاهي کورنيو کې ليدل شوي دي، او د چين يو سمبول ګڼل کېږي.

د تاريخ په اوږدو کې د کوايزه شکل سره سم ددې نوم هم بدل شوی دی، چې د (جيا او جو) په نومونو هم ياد شوی دی. دا چې چينايان تر ډېره جوش کړي خواړه خوري، نو اوسپنيزې الې به ګرمېدې، ځکه دې ډکو (کوايزه) د اوسپنيزو الو ځای ونېوه، چې اوس معمولاً ټول چينايان له همدې ډکو د خوړو لپاره ګټه پورته کوي، بايد وويل شي، چې د مايع خوړو په وخت کې کاشوغې هم کاروي. دغه ډکي به په لومړيو کې له لرګيو جوړېدې، خو اوس له نورو موادو سره د ترکيب څخه وروسته جوړېږي.

ځينې نور هېوادونه لکه: جاپان، تايوان او کوريا ټاپوګانو کې هم کوايزه کارول کېږي، خو ددې هېوادونو د کوايزو جوړښت لږ څه توپير لري، د چين کوايزې نسبت د نورو هېوادونو له کوايزو څخه اوږده دي، ځکه دوی د ترکارۍ پخولو په وخت کې د دېګ لړلو لپاره هم له کوايزه څخه ګټه پورته کوي، چې اوږدوالی يې دوی له سوځېدو ژغوري.

د کوايزه په اړه ځينې په زړه پورې ټکي

·        لومړی بايد، مشران کوايزه واخلي او په خوړو پيل وکړي.

·        کوايزه بايد پر لوښي و نه ټکول شي ځکه؛ چينايان يې بې ادبي ګڼي.

·        په خوله کې ددې ډکو خوځول او لوبول هم يو ډول بې ادبي ګڼل کېږي.

·        کوښښ وکړئ، کوايزه پر لوښي عمودي شکل و نه دروئ، چينايان يې په بد شګون نيسې او داسې مفهوم ترې اخلي (ته دې زر مړ شې، چې زه دې په قبر شمعې بلې کړم).

·        د کوريا خلک بيا له کوايزه سره سم له کاشوغې هم ګټه پورته کوي، خو هېڅکله کاشوغه د کوايزه ښي اړخ ته نږدي، ځکه بدمرغي يي ګڼي.

·        د جاپان خلک د خوړو پر مېز مخامخ ناست کس ته کوايزه سيده (مخامخ) نږدي، دغه کړنه مقابل کس ته بې احترامي بولي.

·        همدارنګه هېڅکله کوايزه د x په شکل نږدي، ځکه  مقابل لوري ته بې احترامي بولي او داسې مفهوم ترې اخلي (هېڅ نه يې).

Related Articles

Oct 27, 2021
1,782 views

د ۲۰۲۱ میلادي کال پینځه امن لرونکي هېوادونه کوم دي؟

 لیکنه : عمران غنی ساپی،د ۲۰۲۱ میلادي کال پینځه امن لرونکي هېوادونه کوم دي؟   په نړۍ کې ځینې رسنۍ او وېبپاڼې هر کال او يا په څوکلونو کې يو ځل د ټولې نړۍ پر سطحه د هېوادونو درجه بندي اعلانوي، چې دا درجه بندي د اقتصاد، امن، کاروبار او... له مخې اعلان...

Jan 12, 2023
1,029 views

افسانچه ( جرأت) . ليک محمد الياس

خلقو ته ښه پته وه چې د ھغوئ د جمات امام داسي کس دے. چي په خيټه‌کښې ئې حرام پراته دي او مونځ پسې نه کيږي خو بيا به هم په دے سخته يخنۍ کښې خلقو اودس اوکړو او شاته به پسې اودريدل. هسې به ښکته بره شوه ځان به ئې هم ستړے کړو او خپل قيمتي وخت به ئې هم ضائع...

Dec 01, 2021
1,991 views

د ناکامورا ( کاکا مراد) پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري، د ناکامورا (کاکا مراد) پېژندنه   ډاکټر ناکامورا په ۱۹۸۰کال کې د دې لپاره جاپان پرېښود، چې د خپل هېواد تر څنګ د نړۍ له خلکو سره د پیس ناروغۍ د درملنې په برخه کې مرسته وکړي. د ناکامورا موخه  افغانستان او پاکستان و، یعنې هغه غوښتل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,999 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...