غټ سترګې نجلۍ

i
imranghani
Author
Feb 04, 2023
3 years ago
1,935 views
غټ سترګې نجلۍ

غټ  سترګې نجلۍ

لنډه کیسه

لیکواله: شکېبا نادري

 

هره خوا خوښۍ خورې وې، نجلۍ هم له دې چې د ورېندارې له پېغورونو خلاصه شوه، د نوي ژوند لپاره یې په زړه کې نویو هیلو غوټې وهلې. هلک چې د نجلۍ غټو او د غشو په څېر بڼو ته وکتل، له ځان سره یې غلي وویل: "شکر خدایه چې زما دعا دې قبوله کړه او زما غټ‌سترګې دې زما کړه!" 
د نجلۍ په واده میاشت نه وه اوښتې چې خاوند یې په ترافیکي پېښه کې مړ شو. په نجلۍ یو ځل بیا دا نړۍ اور شوه، د هلک د مور پیغورونه له ورېندارې هم ډېر شول، هره شېبه به یې ورته ویل: 
"ته بد قدمه چې راغلې موږ د تباه کړو، زموږ ارامي دې له منځه یوړه، زما زوی ستا بدبختې له لاسه مړ شو."
د نجلۍ ژوند د دوزخ غوندې شو، شپه او ورځ به یې د خواښې او خسر لپاره د مزدورې په څېر لګیا وه، خو په پای کې به یې خواښې ورته ویل چې څه دې کړي ټوله ورځ ناسته وې. 
شپې او ورځې تېرېدې نجلۍ د ناهیلۍ او درد ډک ژوند ته ادامه ورکوله هرڅه یې په پټه خوله زغمل، ځکه د تللو لپاره یې هېڅ ځای نه درلود. 
یوه ورځ یې خواښې ورته ویل چې ډوډۍ راوړه، وږې یم. نجلۍ ډوډۍ تیاره کړه، زړې ښځې غږ پرې وکړ:
ــ بدبختې!
ډوډۍ لږ وروسته راوړه اوس کار لرم.
ــ سمه ده مورې.
 خسر یې راغی، هرې خوا ته یې وکتل شونډې یې وخوځېدې، ډوډۍ ولې نه ده تیاره؟
ښځې د ټیکري پیڅکه سترګو ته ونیوه: 
ــ څه به ووایم شل ځله مې غږ وکړ چې ډوډۍ راوړه، خو څوک مې کله خبره اوري. 
سړی سم له واره له کوټې ووت، نجلۍ دېته په تمه وه چې څه وخت خواښې ورته امر کوي چې ډوډۍ ور وړي، مخ یې راوړوه، مړاوې سترګې یې د خسر د برګو سترګو سره وجنګېدې، خوله یې پوښتنې ته جوړه کړه، خو ناڅاپه کړس شو، نجلۍ لاس خپل مخ ته ونیو، سړي شاترشا په نجلۍ ګوزارونه کول، خو بې زړه نجلۍ د دې ناروا پوښتنه هم نه‌شوای کولی. 
سړي له وهلو وروسته نجلۍ له کور وایستله او ورته وویل: 
ــ نور دې دلته ونه وینم! 
نجلۍ د سړي پښو ته ښکته شوه، زارۍ یې شروع کړې:  
ـــ خیر دی پلارجانه، ما مه شړه زه به چېرته لاړه شم؟
سړي نجلۍ ټیله کړه او دروازه یې ورپسې بنده کړه. 
نجلۍ د دروازې شاته حیرانه ناسته وه، له ځان سره یې ډېر سوچونه وکړل، خو د ورور له کور نه پرته یې بل هېڅ ځای نه و، د ورور د کور په لور یې حرکت وکړ، هلته له رسېدو سره سم یې ورېنداره زمزمې پیل کړې: 
ـــ دا بدبخته بیا راغله، موږ له دې نه خلاصېږو. 
نجلۍ د ناهیلۍ ډکې سترګې ورور ته رډې نیولې وې، خو ورور یې د خور خوا ته هېڅ نه کتل. ورېندارې پرې غږ وکړ: 
ـــ ورور ته دې مړه مړه مه ګوره، دا زما کور دی او دلته به یوازې زما امر چلېږي.

Related Articles

Oct 10, 2023
1,497 views

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور  حضرت ابراهیم علیه السلام فلسطین ته هجرت کړی دید حضرت لوط علیه السلام په قوم چه کله اعذاب نازل شو او ده ته الله ج نجات ورکړه  نو دی دفلسطین په لور سفر وکړه   حضرت سلیمان علیه السلام  دفلسطین دمقدسی خاوری څخه ټوله ن...

May 10, 2021
2,788 views

تیمور شاهی

تیمور شاهی مصطفی عمرزی در دو کناره ی دریای کابل که تا چند دهه ی گذشته، جزو کابل قدیم به شمار می رفتند، تعمیر ها و اماکنی قرار دارند که با ورود کشور به قرن 20 میلادی، با نما ها و اشکال نو، آغاز یک جریان تازه ی عمرانی نیز می باشند؛ هرچند اولین بنا ها...

Jul 24, 2020
3,711 views

د نارینه د ماغزو لس جالب حقیقتونه

۱ـ نارینه تر دېرش کلني وروسته ښځې تل غواړي ستونزې هواري کړي، خو نارینه بیا تر ډېره غواړي ازاد وګرځي او څوک يې په کارونو کې مداخله و نه کړي، ځکه دی غواړي د واده له درانه لګښته ځان خلاص کړي. دا ځانګړنه د نارینه‌وو يوه لويه تېروتنه ده. دغه حقیقت په دې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,872 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,119 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...