د مینې میاشت

I
Imran Akhtar
Author
Feb 08, 2023
3 years ago
1,396 views
د مینې میاشت

د مینې میاشت

عمران اختر

البته، د هرې بلې موضوع په پرتله د مینې په اړه ډیر څه لیکل شوي، د مینې په اړه د شعرونو نه ختمیدونکي بهیر، ډرامې او فلمونه او کتابونه شتون لري چې په هره برخه کې د مینې جلا جلا مفاهیم روښانه شوی دي.

په اصل کې مینه صبر ده، مینه مهرباني ده. مینه حسد نه دي، چاپلوسي نه ده، غرور نه دي، د نورو بې عزتي نه ده، ځان غوښتنه نه ده، غوسه نه ده، بلکې مینه همیشنۍ ساتنه ده، همیشنې باور دي، همیشنې امید دي، او همیشنې صبر دی.

لږ به یې نور هم روښانه کړو چې  مینه د ځان غوښتنه نه ده، د بیلګې په توګه د خپلې کورنۍ او ملګرو ته هم پام غواړي. مینه غوسه نه ده، د بیلګې په توګه د ځواب ورکولو د مخه دوه ځله فکر غواړي؛ مینه د تیروتنو کتاب نه دی، د بیلګې په توګه بخښنه او هیرول او افسوس نه تکراروي.

د کال  دویمه میاشت، فبروري د مینه کوونکو لپاره ځانګړې ګڼل کیږي، ځکه چې د دې میاشتې په دویمه اونۍ کې د فبرورۍ له ۷ نیټې څخه د فبروري تر ۱۴ نیټې پورې د ویلنټاین اونۍ لمانځل کیږي، دا د مینې اونۍ هم بلل کیږي. 

مینه او فبروري په اړه یوه مشهوره افسانه شته چې سینټ ویلینټاین د مینې کیسه بیانوي، نوموړي ددې مینې په ترلاسه کولو کې د اعدام سزا وڅکله او د اعدام څخه مخکي یې "ستاسو ویلینټاین" تر نامه لاندې لاسلیک شوی لیک هم لیکلي وه.  په لرغوني روم کې د دویم کلودیوس (Claduias II) امپراتوري وه. چې هغه وخت درېیمه مېلادي پیړۍ په جریان کې وه. امپراتور کلودیوس یو فرمان صادر کړ چې، د ځوانې په عمر یو څوک نشي کولای چی واده وکړي. د دویم کلودیوس موخه دا وه چې، په هغه وخت ډېر ځوانان په فوځ کې په اجباري ډول په خدمت بوخت وو.  پدی وخت کی یو عیسوي دیني لارښوود والېنټاین (Valentine) د امپراتور له فرمان څخه په پټه سر غړونه کوله او د ځوانو مينو جوړو ترمنځ به یې نکاح کوله. کله چی امپراتور کلودیوس د Valentine له د غه کار خبر شو، لومړی یې هغه زنداني او ورپسې یې اعدام کړ.

ددې میاشتې دوهمه هفته د ۷ نیټې څخه تر ۱۴ نیټې پورې د مینې او دریمه هفته د ۱۵ نیټې څخه تر ۲۱ نیټې پورې د مینې برعکس هفته ګڼل کیږي. 

:د فبرورۍ دوهمه هفته

فبرورۍ ۷ نیټه: په دې ورځ معمولآ مینه کوونکي خپلو کې یو بل ته ګلابونه ورکوي.

فبرورۍ ۸ نیټه: په دې ورځ مینه کوونکي یو بل ته د واده وړاندیز کوي.

فبرورۍ ۹ نیټه: په دې ورځ مینه کوونکي په خپلو کې یو بل ته چاکلیټ .ورکوي، چې د ډایري میلک چاکلیټ یې ښه مثال دي

فبرورۍ ۱۰ نیټه: په دې ورځ مینه کوونکي په ځانګړي ډول هلکان انجونو ته Teddy Bear یا نانځکې ورکوي، او په دې سره د دوی مینه لا سیوا کیږي.

فبرورۍ ۱۱ نیټه: په دې ورځ مینه کوونکي په خپلو کې یو بل ته د همیشنۍ مینې، تل پاتې کیدلو، او یو بل سره د نږدې اړیکو ژمنې کوي.

فبرورۍ ۱۲ نیټه: په دې ورځ مینه کوونکي یو بل ته داسې غیږ ورکوي، چې د یو بل ستونزي، پریشاني او دردونه راکم کړي، اوږده غیږ ورکوي ترڅو خپل ځانونه راحت کې کړي.

فبرورۍ ۱۳ نیټه: په دې ورځ مینه کوونکي یو بل ښکلوي.

فبرورۍ ۱۴ نیټه:  په دې ورځ مینه کوونکي خپله د مینې ورځ لمانځي، او د تیر کال ټولې کیسې یو بل ته کوي.

:د فبرورۍ دریمه هفته 

فبرورۍ ۱۵ نیټه: په دې ورځ بیا هغه کسان چې په مینه کې یې یو بل ته دوکه ورکړي وي، یو بل ته .څپیړه ورکوي

فبرورۍ ۱۶ نیټه: په دې ورځ بیا هغه کسان چې په مینه کې یې یو بل ته دوکه ورکړي وي، ټول هغه پریشانیاني ختموي چې د عاشقۍ په دوران یې درلودي، او ورسره څنګ د خپل میین ډالۍ هم په لته وهي.

فبرورۍ ۱۷ نیټه: په دې ورځ ملګري یو بل ته عطر ورکوي ترڅو خوشاله شي.

فبرورۍ ۱۸ نیټه: دا ورځ په دې خاطر لمانځل کیږي، چې ځينې کسان د خپلو مینانو سره دوکه کوي، اړیکي ورسره ختموي، او بیا د بل چاسره اړیکه جوړوي.

فبرورۍ ۱۹ نیټه: دا ورځ بیا هغه کسانو ته ده چې د یو چاسره مینه لري، خو د مینې د اظهارکولو توان نلري.

فبرورۍ ۲۰ نیټه: دا ورځ په خپل ژوند کې د یو چا یادولو په خاطر ده، هغه شخص چې د یو چا لپاره ډير قدرمن وي او ډير ډير یې یادیږي.

فبرورۍ ۲۱ نیټه: دا ورځ بیا د هغه کسانو لپاره ده چې زړونه یې د یو چا امله مات شوی دی، او اړیکه یې ورسره پای ته رسیدلي وي.

دا میاشت زموږ په ژوند کې د مینې اهمیت ته اشاره کوي، مګر مینه او غم نږدې تړاو لري، او دا ناممکنه ده چې یو له بل پرته دې اووسې او مینه ده چې غم زیږوي. اوس دا روښانه شوه چې په ژوند کې د هرغم سرچینه مینه ده. په هر صورت، مینه او فبروری په خپل ځای خو زما وړاندیزونه تاسې ته دا دي، چې نه یوازي په دې میاشت کې بلکې هر وخت لپاره لاندې لارښوونې تعقیب کړئ.

د خپل ځان سره مینه وکړئ: اړینه ده چې هر انسان باید د خيل ځان سره مینه وکړي، ځکه د ځان سره مینه ددې سبب ګرځې چې تاسې د نورو سره مینه وکړئ. په کافې اندازه استراحت وکړئ، خپل ځان ته وخت ورکړئ، ځکه د خپل ځان په اړه مینه او پاملرنه د خپل ذهن، بدن ، زړه او روح د ریچارج کولو لپاره ده، ځکه مینه مثبت چارجونه دي چې په ذریعه یې تاسې د انسانانو سره ښه رویه کولای شئ. صحت ته مو ډيره پاملرنه ترسره کړئ ترڅو تاسې مینې او ښه سلوک ته اماده اووسئ.

خپلې نږدی اړیکې وپالئ او ورسره مینه وکړئ: وخت او میاشتې مینې پورې مه تړئ بلکې هر وخت کولاي شئ چې خپل اقاربو سره مینه وکړئ. مینه، سلوک او تګ راتګ مو په ډالیو پیل کړئ، یو بل ته احترام او درناوي وکړئ، ترڅو مینه لا پیاوړي شي – یوه خبره چې ساده عملونه هم کولی شي د مینې او احترام سبب شي، د زړه اخلاص او یو بل ته عزت هر څه دي.

نورو ته مینه ورکړئ / مینه خپره کړئ: هر کله چې تاسې خپل ځانته، کورنۍ او ملګرو ته په دوامداره توګه مینه ورکړئ او د هغوي خیال وساتئ، نو واضح خبره ده چې تاسو دې ته اماده کیږئ چې ډیر مهربانه او مینه ناکه اووسئ ، او په ښه توګه د نورو سره مینه وکړئ. د نورو انسانانو سره مینه ددې سبب کیږي، چې په ټولنه کې محبوبیت زیاتیږي، او د انسانانو زړونه ګټل اسانه دي، فقط مینه، مهرباني او ښه رویه غواړي.

 

Related Articles

Dec 15, 2022
1,434 views

ستا دعا الوتکي وځنډولې!

ستا دعا الوتکي وځنډولې! د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.طبیب د الوتکي مسؤلینو...

May 07, 2021
2,429 views

* ایک گــــمنام بھـادر اتــــــمان خــــــــــــــــیل جنگجو* *عــلول شــاہ *

حاجی کریم داد خان بامی زئ احمد شاہ درانی مرحوم کی طرف سے صوبیدار کشمیر تھا پھر اس کے مرنے کے بعد آزاد خان اس کا چھوٹا لڑکا اپنی جرات اور دلیری سے کشمیر کا سوبیدار ہو گیا اس نے اپنے بھائیوں کو وہاں سے نکالا اور انتظام مالی اور ملکی وہاں کا اپنے طور پر...

Jun 02, 2023
1,811 views

جبل الرماة غر

معالم المدينة النبوية) جبل الرماة!جبل الرماة چې جبل عينين هم نوميږي داکوچنی غر، داحد په لمن کې د مسجد نبوي شمال ته درې کيلو متره لرې واقع ده دا هغه غر ده چې نبي صلی الله علیه وسلم  داحد دغزا پرمهال پر دغه غره دعبدالله بن جبیر په مشرۍ(۵۰) جنګیالي کمار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...