To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 566
دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of  Walls): 

دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of  Walls): 

د دیوالونو ځینې مهم ډولونه (Types of  Walls): 

٠

ځینې دوستان شاید د دیوالونه په پیژندنه او د هغه اړونده کارونې په ځاي کې ستونزې ولري نو په همدې خاطر نن د دیوالو په ځینو مهمو ډولونو باندې رڼا اچوو چې ځینې مهم ډولونه یې په لاندې ډول سره دي: 

1- (Retaining Wall): 

2- (Breast Wall): 

3- (Protection Wall): 

4- (Parapet Wall): 

5- (Return Wall): 

6- ( Revetment Wall): 

7- (Wing Wall): 

8- (Cut-off  Wall): 

9- (Head Wall)

10- (Shear Wall): 

11- (Bearing Wall): 

 


1-ریټایننګ وال (Retaining Wall): استنادي دیوال یا (Retaining Wall) عبارت د هغه دیوال څخه ده چې د پرانه شوی یا ډک شوې برخې لاندې برخې ته جوړیږي ترڅو د هغه د ښویدو څخه مخنیوي وکړي ، ښه مثال یې داده چې کله سرک د غره یا یوې غونډی په میلان لرونکي ساحه کې تیریږي د سرک لاندې خوا ته پرانه یا ډکوونکی مواد اچول کیږي چی پدې صورت کې ددې د پاره چې پرانه خاوره و نه ښویږي په لاندې برخه کې استنادي دیوال جوړيږي. 

 


2-بریسټ وال (Breast Wall): دا رنګه دیوالونه معمولی د کیندل شوې برخې مخې ته جوړیږي ترڅو چپه نشي او د سرک یا لارې د بندیدو څخه مخنیوی وکړي او همدارنکه دا دیوالونه په هغه ځایونو کې هم په پام کې نیول کیږي چې د غره یا غونډې څخه تیږې او ډبرې  یا نورو ښویدونکی مواد را ښویږي نو د هغه د مخنیوي د پاره د سرک د غره خواته دغه دیوال جوړیږي او مخه او شا خوایې خالې وي ترڅو د دیوال د شا خوا په خالې برخه کې ښویدونکي مواد ځای ونیسي او سرک ته یې د رالویدو یا ښویدو څخه مخنیوي وشي. یعنې د استنادي دیوال سره یې توپیر داده چې استنادي دیوال د سرک په لاندې برخه کې جوړیږي او دغه رنګه دیوال د سرک په پورتنی برخه کې . 

 


3- پروټکشن وال (Protection Wall): محافظوي دیوال یا (Protection Wall) عبارت د هغه دیوال څخه دي چې د ځمکو ، سرک ، کورونو او نورو برخو د حفاظت د پاره چې د سیلابونو، واورې ښویدنې او داسې نور عواملو سره په خطر کې وي جوړیږي تر څو د ځمکې ، سرک ، کورونو او دارنګه نورو ساختمانونو او شتمنیو څخه ساتنه او حفاظت وکړي. دغه رنګه دیوالونه معمولا د مخ خوا څخه مقاومت کوي برعکس د نورو دیوالونو . 

 


4- پراپیټ وال (Parapet Wall): عبارت د هغه دیوال څخه ده چې په غرنیو ساحو کې د سرک ژورې خوا یا د سیند د خوا پر غاړه جوړیږي ترڅو سیند یا کندې ته د موټر د لویدو څخه مخینوي وکړي ، همدارنګه دغه دیوالونه د ساختمان یا کورو په بام باندې هم په پام کې نیول کیږي او دوې مهمې دندې لري : اول د بام څخه د لویدو مخنیوي ، دوهم: د ځان پناه کول یعنې کله چې د بام څخه ګټه اخیستل کیږی مثلا د کالیو د مینځلو په وخت کې نو باید په بام باندې څوک معلوم نشی. 

 


5- ریټرن وال (Return Wall): دا رنګه دیوالونه معمولا د ابتمنتونو په ساختمانونو کې جوړیږي او د انګلسي د (U) حرف شکل لري او دنده یې هماغه د پرانې د ښویدو څخه مخنیوی ده . 

 


6- ریویټمینټ وال ( Revetment Wall): کله چې یوه برخه په  لوړه ارتفاع سره په میلان لرونکی شکل پرانه شوي وي نو د پرانې ټول مخ د ډبرین پياده رو په څیر سنګ فرش کیږي ترڅو د خاورې د پرانه شوې برخې د استحکامیت سبب و ګرځي او د ښویدو څخه یې مخنیوي وکړي . ددغه رنګه دیوالونو څخه په آبیاري ، سرک ، پلونو او داسې نورو برخو کې په زیاته کچه ګټه اخیستل کیږي. 

 


7- وینګ وال ( Wing Wall): وینګ والونه معمولا کله چې پل یا پلچک شتون ولري کارول کیږي یعنې عبارت د هغه دیوالونو څخه دي چې د پل یا پلچک څلورو خواوو ته جوړیږي او دنده یې داده ترڅو اوبه په ښه ډول سره تر پل یا پلچک لاندې رهبري او تیري کړي او بله دنده یې داده ترڅو د پل پورته او کښته څلور غاړو او  خواوو د اوبو پواسطه د تخریب څخه مخنیوي وکړي   

 


8- کټ آف وال (Cut-off  Wall): عبارت د هغه دیوال څخه ده چې په لاندی  (Dow Stream) برخه د پل ، پلچک ، واش او دارنګه نورو ساختمانو د سیند په تل کې جوړیږي او دنده یې داده ترڅو د اوبو پواسطه د سیند د بستر د ژوریدو او تخریب څخه مخنیوی وکړی یعنې دارنګه دیوالونه معمولا په هغه ځایونو کې په پام کې نیول کیږي چې د اوبو سره سراو کار لري. 

 


 9- هیډ وال (Head Wall): عبارت د هغه دیوار څخه ده چې په هغه برخو کې د پلچکونو او نورو ساختمانونو په سر باندې جوړیږي چې په هغه باندې ډیره پرکاري راغلې وی نو ددې په خاطر چې خاوره را ونه ښوییږي او د پلچک د بندیو باعث نشي نو د پلچک په سر باند دغه دیوال جوړیږي یعني دنده یې د خاورې د راښویدو څخه مخنوی ده.

 


ترتیب کونکی عصمت ظاهر

Related Articles

نکات مهم درباره ستونها

نکات مهم درباره ستونها  ۱- اندازه استندارد ستون:امروزه از ستون های RCC به طور گسترده استفاده می شود، در اینجا بعضی جزئیات مربوط به آنها ذکر شده است. الف- اندازه ستون ها بستگی به میزان بار کل ستون ها دارد. ب- حداقل اندازه ستون نباید از کمتر (۹×۹) اینچ یا (۲۲۵x ۲۲۵) ملی متر باشد. ج- ستون های(۹×۹) اینچ برای سازه های یک طبقه با گرید M۱۵ کانکریت مور...

د اماني دورې علمي او فرهنګي لاسته راوړنې

ليکوال ـ علم ګل سحر غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو زیاته معارف ته ډیره پاملرنه کوله ډیر وخت به یې پخپله په ښوونځیو او د سواد د زده کړې په کورسونو کې تدریس کاوه د غازي امان الله خان د وخت  د اساسي قانون د ۶۸ مې مادې له مخې د ښوونې او روزنې زده کړه تر ابتدايي درجې پورې اجباري وه. دده د پاچاهۍ په وخت کې په لاندې ډول لیسې او رش...

د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې ورځو کې د خبرو، مسایلو او معلوماتو له یاده وتل یوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده او ډېری خلک له دې ستونزې ځورېږي. همدارنګه ځينې نور خلک بیا شکایت کوي، چې له مطالعې وروسته نه پوهېږي چې څه یې ولوستل او په کتاب/مجله/لیکنه کې کومې خبرې وي. موږ همدې ستونزو ته په کتو خپلو قدرمنو لوستونکو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو په دې برخه کې...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...