To start downloading books

Please sign in or create an account.

وړانګه اکبر 2 years ago 683
د یو ښه رنځپوه ځانګړتیاوې

د یو ښه رنځپوه ځانګړتیاوې

 دیوښه رنځپوه ځانګړتیاوې

لیکنه-وړانګه اکبر
د ذده کړیالۍ له لومړۍ ورځې څخه د یو رنځپوه په مسلک پورې اړوند د خلکو، قانون او همکارانو له خوا ځینې مسؤلیتونه شته چې د رنځپوه له کاري ژوند سره دوام لري.ناروغان د رنځپوه له فکري او فني پوهې څخه پرته نور ډېر څه چې یو رنځپوه یې باید ولري غواړي. د یو رنځپوه ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
په خپل مسلک کې پوهه ولري
که خلک روغ وي که ناروغه باید درناوی ورته ولري او دا چې څوک دي له دې څخه هم باید ډډه وکړي.
هر کله او هر چیرته چې اړتیا پېښه شي د ناروغانوتر شا ودرېږي.
مؤدبانه پوښتنې وکړي، ناروغ ته وخت ورکړي چې خبرې وکړي، خبرې یې په پوره غور سره واوري.
روغتیا ته پرمختګ ورکړي او له دې سره د ناروغۍ درملنه وکړي.
ناروغ ته له ځانګړې موخې یا مطلب څخه پرته مشورې ورکړي،ناروغ ته ددې اجازه ورکړي چې په خپلې روغتیا او روغتیا پالنې پورې اړوند پرېکړه وکړي.
له شواهدو څخه د ابزارو په توګه کار واخلي د خپل تمرین یا پرکټس د تعینولو لپاره نه.
د ناچارۍ له مخې دا ومني چې مړینه د ژوند د یو اړین اړخ په توګه شته او له خلکو سره مرسته وکړي تر څو د نږدې پېښېدونکې مړینې په اړه خپلې تابیاوې ونیسي.
د روغتیا پالې ډلې له غړو سره په شریکه توګه کار ترسره کړي.
ددې مهارت باید ولري چې هغه خنډونه چې د ناروغ د روغتیا په مخ کې پراته دي له منځه یوسي،پرته له دې چې عمر،قوانینو او حالت ته یې پام وکړي د روغتیایې کارکوونکو لپاره یو لارښود وي،او له نورو روغتیایي کارکوونکو څخه هم نوي څه ذده کړي.
رنځپوهان پخپله هم یو متوازن ژوند ته ، او د خپل ځان او کورنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. په لنډه توګه موږ داسې رنځپوهان غواړو چې خوښ او روغ وي،زړه سوانده او ددې جوګه وي چې د خپل ژوند په اوږدو کې د خلکو پالنه وکړي.ددې لپاره چې یو رنځپوه له ځان نه پورته تمې ولري باید خپل ځان د یوې شېبې لپاره بې تجربې،او د یو داسې کس په توګه وګڼي چې مهارت او پوهه نه لري او یا دې خپل ځان د ناروغ او یا د ناروغ د خپلوانو په ځای انځور کړي. اوس دې فکر وکړي چې که زه ناروغ اوسم زما باید څه ډول پالنه او درملنه ترسره شي؟ ډېری رنځپوهان خپلو تجربو ته په کتو سره چې مخکې ناروغان شوي وو د ناروغ سره چال چلند ترسره کوي او د هغوي انساني کرامت ته درناوی کوي.
که یو رنځپوه له ناروغانو سره مخ کېږي لاندینیو ټکو ته هرومرو پام وکړي:
کړه وړه: داسې چې که زه د دې ناروغ پر ځای شم څه ډول احساس به ولرم؟
سلوک: له ناروغ سره په مهربانۍ او زړه سواندۍ سلوک کول او ناروغ ته په درنه سترګه کتل.
ترحم یا مهرباني:هر انسان د خپلې ناروغۍ په اوږدو کې یوه کیسه لري چې رنځپال یې باید وپېژني.
خبرې اترې: ناروغ ته غوږ ایښودل او د هغه د خبرې منل.
د ناروغ د مالوماتو پټ ساتل او د کتنې او پلټنې لپاره د ناروغ موافقه : 
د یو ذده کړیال یا نرس او یا هم د یو رنځپوه په صفت تاسې شونې ده چې له یو ناروغ او د هغه له کورنۍ څخه شخصي او صمیمي پوښتنې وکړئ چې دا پوښتنې محرمې دي، که چېرې ناروغ خپل ژون له لاسه ورکړي هم دا مالومات پټ او محرم دي،دا یوعمومي قانون دی خو قانوني غوښتنلیکونه په بېلابېلو هیوادونو کې توپیر لري. ځینې داسې حالات شته چې د ناروغ په هکله مالومات محرم نه شي پاتې کېدای لکه که چېرې د ناروغ د پوښتنو او ځوابونو په هکله مالومات پټ وساتل شي شونې ده چې ناروغ ته د مرګ خطر او یا نور زیانونه واړوي، او ځینې داسې حالات هم شته چې که چېرې مالومات ښکاره او افشا شي د ځینو جدي جرمونو په کشفولو او مخنیوي کې به رول ولري نو په داسې حالاتو کې ژر تر ژره د ناروغ د پاملرنې مسؤل لوړ پوړي رنځپوه سره اړیکه ونیسئ او هغه له شته حالت څخه خبر کړئ.
ددې لپاره چې د ناروغ د کتنې او مشورې اخیستلو د خصوصي والي ملتیا مو کړې وي باید چې ټول معقول ګامونه واخلئ. کله چې ستاسو خبرې نور خلک اوري هیڅکله د ناروغانو په هکله بحث مه کوئ، کوم ځای کې چې د ناروغانو اړوند مالومات د نورو ناروغانو یا هم غیر مجاز کارکوونکو او خلکو په واسطه لیدل کېږي د ناروغانو په هکله شواهد د کاغذ او سکرین په مخ مه خپروئ.
تل د هر ډول کتنو او پلټنو د ترسره کولو،د درملنې د ترسره کولو او یا هم په تدریس او یا په پلټنه کې د ناروغانو له ګډون څخه د مخه د ناروغانو رضایت باید تر لاسه کړئ.که د ناروغ په اړه د مالوماتو د ښکاره کولو لپاره یو لاسلیک شوی رضایت په لاس کې درکړل شو، یوازې هغه څه چې درڅخه غوښتل شوي دي ښکاره کړئ.که شک مو پکې پیدا شو له ناروغ سره په اړیکه کې شئ تر څو دریم کس ته د مالوماتو ورکړه څرګنده شي.
وروسته له مشورې خپلې موندنې د ناروغ په دوسیه (د ناروغ په هکله یاداښتونه ) کې ثبت کړئ. دا یاداښتونه پټ او محرم دي او باید په خوندي ډول وساتل شي. دا یاداښتونه د قانوني سند په ډول هم کارول کېږي او همدارنګه د ناروغ له ښې څارنې څخه هم استازیتوب کوي.په یاد ولرئ چې هغه څه چې تاسې یې لیکئ شونې ده چې د ناروغ په واسطه وکتل شي، ځکه چې په ډېرو هیوادونو کې لکه بریتانیا کې دا یاداښتونه پخپله د ناروغ په واسطه غوښتل کېدای شي او لاسرسی ورته لرلی شي.


ځاني مسؤلیتونه: د یو رنځپوه په توګه تل په خپل ځان پام وکړئ او ځان روغ وساتئ.د خپلې ناروغۍ د موندنې او درملنې څخه ډډه وکړئ او خپل ځان له فامیلي رنځپوه سره ثبت کړئ. که په دې پوهېږئ او یا فکر کوئ چې یوه جدي اروغي لرئ او نورو ناروغانو ته یې د لېږد خطر شته او یا داسې چې ستاسې په قضاوت به درملنه اغېزې پرېږدي نو له خپل فامیلي رنځپوه سره مشوره وکړئ،او د اړتیا په صورت کې ورڅخه بیا ځلي مشوره واخلئ.
خپل ځان، ناروغان او همکاران مو د ځینوتلونکو ناروغیو په وړاندې خوندي کړئ او ددې موخې لپاره واکسین وکړئ، د بېلګې په ډول Hepatitis B چې عام خلک یې تور زیړی ګڼي.
ستاسې کتنځی د ناروغ د کتنې لپاره یو ځانګړی ځای دی، په دې ځای کې له ناروغ او یا له ناروغ سره د راغلي کس سره دعاطفي او مینه ناکو خبرو اترو او کړنو څخه ډډه وکړئ. له هغه کس سره چې تاسې نږدې او دوستانه اړیکې لرئ د روغتیایي مشورو له ورکولو څخه ډډه وکړئ. خپل شخصي باورونه لکه : عقاید،سیاسي، مذهبي او اخلاقي باورونه ناروغانو ته په داسې ډول مه بیانوئ چئ د هغوي د ناچارئ څخه زیانمنونکي ګټه پورته شي او د هغوي د کړاو لامل شي.
جامه او چلند: ستاسې د جامو ډول ستاسې او د ناروغ تر منځ یوه بریالۍ اړیکه رامنځته کولای شي. ستاسې جامې او چال چلند هیڅکله باید د ناروغ او ستاسې دهمکارانو د نارامېدو لامل ونه ګرځي. دسینې او پنډیو ښکاره کول نه یوازې دا چې تاسې ته د سپکاوي سبب ګرځي بلکې ناروغ هم ځان ته اجازه نه شي ورکولای چې له تاسې سره خبرې اترې وکړي.مخکې له دې څخه چې د ناروغ کتنه پیل کړئ داسې جامې باید واغوندئ چې د لستوڼو اوږدوالی یې تر څنګلو پورې وي، او که لستوڼي یې اوږده وي نو پورته یې کړئ.دا چاره تاسې سره مرسته کوي تر څو خپل لاسونه په غوره توګه پاک کړئ او د ناروغیو له لېږد څخه هم مخه ونیسئ.
که ویښته مو اوږده وي ویې تړئ او د ګاڼو کارول محدود کړئ تر څو لاسونه مو په ښه توګه ومینځئ. په ځینو طبي پوهنتونونو او روغتونونو کې له ذده کړیالانو او روغتیايي کارکوونکو څخه د مسلکیتوب، پېژندنې، او د میکروبونو په وړاندې له خوندیتوب لپاره د سپینې چپنې د اغوستو غوښتنه کېږي. د سپینې چپنې تر څنګ یو رنځپوه باید له ځان سره تل خپل پېژند کارټ چې په اسانۍ سره د لوستلو وړ وي ولري او خپله غاړه کې یې واچوي.هر کله چې کوم ناروغ او یا له خپلوانو سره مخ کېږئ خپل ځان ورته په بشپړه توګه وروپېژنئ، یوه دوستانه موسکا کولای شي ستاسې له ناروغ سره مرسته وکړي تر څو خپله ستونزه په اسانۍ درسره شریکه کړي.دا چې له ناروغ سره څه ډول خبرې اترې وشي، د ناروغ په عمر،پخواني حالت،او فرهنګي چاپېریال پورې اړه لري. د تېر عمر ډېری ناروغان نه خوښوي چې په خپل نوم سره ورته غږ وشي نو دا غوره ده چې د هغوي د خوښې په نوم ورته غږ وکړئ.
ناروغ سره د خبرواترو مهارتونه:
خبرې اترې د ددوو ماهرو کسانو تر منځ یوه لیدنه ده.تاسو د یو متخصص په توګه یو ماهر کس یاست  او ناروغ د خپل ځان د معلوماتو متخصص دی. د غوره خبرو اترو مهارت تاسې ته اجازه درکوي چې د ناروغ ستونزه په چټکۍ سره وپېژنئ او په پوره غور سره یې رضایت تر لاسه کړئ. د خبرو اترو کمزوري مهارتونو ځینې بېلګې په لاندې ډول دي:
د سترګو د اړیکې نه نیول
د ناروغ خبرې ته غوږ نه ایښودل
د ناروغ په خبرو کې مداخله کول
د ناهیلۍ او بدبینۍ څرګندول، عاطفي ستونزې.
که مو مهارتونه کمزوي وي له ځان څخه په ثبتولو یې غښتلي کړئ، او بیا بیا یې له ځان سره تکرار کړئ او بیا د خپل ښوونکي او یا په رتبه کې د پورته کس په وړاندې دا مهارتونه ترسره کړئ. د خپلو مهارتونو د لا ښه کولو لپاره په دوام لرونکي ډول هلې ځلې ترسره کړئ.


د لاسونو مینځل او پاکوالی
مایکرواورګانېزمونه(هغه ژوندي ژوي چې د مایکروسکوپ په وسیله د لیدلو وړ دي او له یو حجروي څخه نیولې تر د حجرو تریوې ډلې پورې وي) د روغتیاپالو له لاسونو څخه له روغتون، د عملیات له خونې، او د نرس د خونې له لارې لېږدول کېږي. هغه انتانات(په ناروغۍ ککړوونکي) چې له روغتون څخه واخیستل شي دناروغ ناروغي ۱۰ سلنه پېچلې کوي او په انګلستان کې هر کال ۵۰۰۰ کسان د روغتون څخه د اخیستل شوي انتاناتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.د لاسونو مینځل د انتاناتو څخه د مخنیوي لپاره یوه له تر ټولو اغېزمنو لارو څخه ده.د یو روغتیایي کارکوونکي په توګه دا ستاسې دنده ده چې د انتاناتو څخه مخنیوی وکړئ، او د هرې کلینیکي ازموینې څخه وروسته خپل لاسونه ومینځئ.
د لاسونو د مینځلو لپاره مو که ځینو وسایلو ته لاسرسی نه درلود او یا وخت کم وو نو له ځنډ سره یې مه مخ کوي او هرومرو خپل لاسونه ومینځئ. که مو لاسونه ګردجن وي سم له لاسه یې په اوبو او صابون سره ومینځئ.که مو لاسونه په ښکاره توګه ناپاکه نه وي هم له صابون او اوبو سره یې ومینځئ او یا هم د الکولو په واسطه یې پاک کړئ.
له وینې، مخاطي غشا او نا سالمه پوستکي سره د تماس په وخت کې تل د جراحي لاس ماغو(دسکلې)    په

.لاسونو کړئ

Related Articles

د کار په ساحه کی باید یو ساختمانی انجینر

🚫 د کار په ساحه کی باید یو ساختمانی انجینر  د لاندی کارونو تر سره کولو څخه ډډه وکړی.  👷یو ساختمانی انجینر باید د لاندی کارونو له تر سراوی څخه ډډه وکړی.:‌ ۱. د اوبو پایيپونه او د برق لاینونه باید د پایو له منځ څخه تیر نکړی  ۲. په سلبونو کی باید ۲۰ ګریډ څخه کم مارک څخه استفاده ونشی. ۳. اورلپ د سیخانو باید باید له ۳۶ ملی سیخ قطر څخه کم ونه نیسی ....

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه

لېکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه لومړۍ برخه له هغه وخت نه چې نړۍ رامنځته شوې ده، ټول خلک هڅه کوي چې په ژوند کې نوښتونه، بدلونونه، تمدونونه او نوي شیان رامنځته کړي. دا معلومه خبره ده چې د هر تمدن پیل له یونان څخه شوی او سرچینه یې یونان دی. لامل یې هم دا دی، کله چې اسکندر مقدوني ټوله نړۍ ونیوله، د نړۍ له هرې برخې څخه یې ټول لیکلي او...

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه Types of Plaster for Building and their applicationپلستر دودانیو د زینتي وروستیو او بشپړونکو کارونو(finishing work) له ډلې شمیرل کیږي چې دیوالونو او چتوتو ته دښه ښکاره کیدو ،ښویه کیدو او لاخوندیتوب لپاره ورکول کیږي.د پلستر په پروسو کې لومړی د خښتو یا بلاکونو په سطحه لامده مواد شیندل کیږي او بیا د ځان...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...