له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Mar 13, 2023
2 years ago
1,159 views
له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب
(1) د هغوۍ په حضور کي موبایل بې ضرورته نه استعمالول
(2) د هغوۍ خبرو اوریدلو ته خاموش اوسیدل
(3) د هغوۍ نظر پوره اوریدل او منل
(4) د هغوۍ د خبرو موافق عمل کول
(5) په مجلس کي هغوۍ ته په عاجزۍ سره کتل
(6) همیشه د هغوۍ ستاینه کول
(7) د خوشالۍ خبري ورسره شریکول
(8) هغوۍ له منفي خبرو څخه نه خبرول
(9) د هغوۍ دوستان او عزیزان ستایل
(10) د هغوۍ لاسته راوړني رایادول
(11) د هغوۍ څرګندوني اوریدل اګر که تکراري هم وي
(12) هغوۍ ته پخوانۍ دردناکي پیښي نه رایادول
(13) د هغوۍ په مجلس کي بې ځایه خبري نه کول
(14) د هغوۍ په مجلس کي په درناوي سره کیناستل
(15) د هغوۍ د نظریاتو له تخریب نه ځان ساتل
(16) د هغوۍ خبره نه قطع کول
(17) د هغوۍ د مشرتوب پوره درناوی کول او له ځورولو نه یې ځان ساتل
(18) د هغوۍ په موجودګۍ کي د هغه لمسیانو ته سزا نه ورکول
(19) د هغوۍ ټول نظرونه او مشورې اوریدل اوعمل پرې کول
(20) د هغوۍ مشري او حاکمیت منل
(21) د هغوۍ په موجودګۍ کي خپل اواز نه اوچتول
(22) هغوۍ څخه مخکي مزل نه کول
(23) هغوۍ نه مخکي خوراک نه کول
(24) د هغوۍ په مخکي خپلي سترګي په حیرانتیا سره نه برګول
(25) هغوۍ خپل ویاړ او افتخار ګڼل
(26) د هغوۍ په حضور کي بل چاسره هم نرمي کول
(27) داسي کار نه ځان ساتل چې د هغوۍ د اذیت سبب ګرځي
(28) هغوۍ له پاره هر وخت دعاء کول
(29) د هغوۍ په موجودګۍ کي خپله ستړیا او تکلیف نه ښکاره کول
(30) د هغوۍ په نیمګړتیا او سهوي پوري خندا نه کول
(31) د هغوۍ له غوښتني نه مخکي مخکي د هغوۍ خدمت کول او غوښتنه یې پوره کول
(32) تل د هغوۍ ملاقات کول او هغوۍ نه په غصه کول
(33) هغوۍ سره په خبرو اترو کي نرم نرم الفاظ استعمالول
(34) هغوۍ ته په ښو ښو نومونو اواز کول
(35) په هر څه او له هر چانه هغوۍ ته د اولیت حق ورکول

Related Articles

May 10, 2022
2,401 views

د تخمدان سرطان وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   سرطان یوه وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه انسانان وژني. ددې ناروغۍ ډېری پېښې د علاج وړ نه وي. نو ځکه خو د مرګ کچه یې لوړه ده. سرطان پخپله بېلابېل ډولونه لري، چې په دې لیکنه کې یوازې پر یو ډول (د تخمدان) سرطان...

Jun 28, 2024
1,350 views

لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو

هغه لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو. (1 )  د تصفیه شوو اوبو خرڅلاو : اوس وخت کې نږدې د هر کور او هر کارځای اړتیا ده چې تصفیه شوې اوبه وپیري، نو ددې لپاره کولای شو چې حتا بیخي په کمو امکاناتو هم دغه ډول خدمات عرضه کړو که چیرته د...

May 24, 2024
1,159 views

سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي مخففات

په  سیول انحنیرۍ کې کاریدونکي مخففات.    USEFUL CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION 1) A.A.S.H.T.O  ولایتي لویو لارو ترانسپورت چارواکو امریکايي ټولنه.2) A.C.I    امریکايي کانکریټ انستیتوت.3) A.R.E.A اورګاډي امریکايي انجینرانو ټولنه.4) A.B اسبستو بورډ.5)...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,889 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,176 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,131 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...