د نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شول
پنځوس کاله وړاندې په ۱۹۷۳کال کې د اپریل په دویمه نیټه د مارټین کوپر په نوم یو کس د امریکا په نیویارک ښار کې په ټلیفون خبرې وکړې.
د معلوماتو له مخې کله چې په ۱۹۸۳ کال کې بازار ته لومړی ګرځنده ټلیفون وړاندې شو، وزن یې یو کیلو ګرام څخه زیات وو، په لسو ساعتونو کې چارج کېدو او یواځې پرې دیرش دقیقې خبرې کېدای شوې.
هغه مهال د دې تلیفون قیمت ۴ زره ډالر وو چې د اوسني وخت د ۱۱۵۰۰ ډالرو سره برابره ده.
په هغه وخت کې ګرځنده ټلیفون یواځې د شتمنو خلکو لخوا اخیستل کېده چې د چارج لپاره یې زښت زیات وخت ته اړتیا وه.
د نړۍ لومړی سمارټ فون د ۱۹۹۴ کال د اګست په ۱۶ مه د IBM مشهورې کمپنۍ لخوا وړاندې شو چې لومړی یې اینګلر نومېده خو وروسته د سایمن پرسنل کمونیکیټر په نوم یاد شو.
دا لومړی ټچ سکرین تلیفون و چې په بازار کې شتون درلود چې په اسانۍ سره د سټایلس یا ګوتو سره د کارونې ترڅنګ د جنترۍ، حساب ماشین، د یاداښت کتابچه او ګڼ نورې برخې په کې نصب شوې وې.
د نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون جوړونکی مارټین کوپر اوس ۹۴ کلن دی.
نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شول
Related Articles
ډیپریشن یا ژور خپګان څه ته وایي؟
هغه وخت د ژور خفګان علایم ښکاره کیږي کله چې یو کس د یو یا دوه ورځو لپاره خفه نه اوسي بلکې په متواتر ډول د دوه اونیو یا زیاتره وخت لپاره خفګان ولري، یا هغه د علاقې وړ کارونه چې یې کول هغه ته نوره علاقه ونه لري. لکه د یو چا کریکټ لوبه زیاته خوښید...
د "ماديدي" ملي پارک؛ چېرته چې ۱۲۵۴ ډوله الوتونکي مرغان ژوند کوي
د ماديدي ملي پارک د ځمکې پر سر یو له هغو سیمو څخه ده، چې د انساني تمدن له ساحې لرې پاتې ده. دا سیمه له طبیعي رنګارنګۍ، ښکلا او عظمت څخه ډکه ده. که تاسو په ګڼ مېشتو سیمو کې ژوند کوئ نو حتماً به د داسې آرامې سیمې په لټه کې یئ، چېرته چې ستاسو پر وړان...
له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب
له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب(1) د هغوۍ په حضور کي موبایل بې ضرورته نه استعمالول(2) د هغوۍ خبرو اوریدلو ته خاموش اوسیدل(3) د هغوۍ نظر پوره اوریدل او منل(4) د هغوۍ د خبرو موافق عمل کول(5) په مجلس کي هغوۍ ته په عاجزۍ سره کتل(6) همیشه د هغوۍ ستاینه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...