د نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شول
پنځوس کاله وړاندې په ۱۹۷۳کال کې د اپریل په دویمه نیټه د مارټین کوپر په نوم یو کس د امریکا په نیویارک ښار کې په ټلیفون خبرې وکړې.
د معلوماتو له مخې کله چې په ۱۹۸۳ کال کې بازار ته لومړی ګرځنده ټلیفون وړاندې شو، وزن یې یو کیلو ګرام څخه زیات وو، په لسو ساعتونو کې چارج کېدو او یواځې پرې دیرش دقیقې خبرې کېدای شوې.
هغه مهال د دې تلیفون قیمت ۴ زره ډالر وو چې د اوسني وخت د ۱۱۵۰۰ ډالرو سره برابره ده.
په هغه وخت کې ګرځنده ټلیفون یواځې د شتمنو خلکو لخوا اخیستل کېده چې د چارج لپاره یې زښت زیات وخت ته اړتیا وه.
د نړۍ لومړی سمارټ فون د ۱۹۹۴ کال د اګست په ۱۶ مه د IBM مشهورې کمپنۍ لخوا وړاندې شو چې لومړی یې اینګلر نومېده خو وروسته د سایمن پرسنل کمونیکیټر په نوم یاد شو.
دا لومړی ټچ سکرین تلیفون و چې په بازار کې شتون درلود چې په اسانۍ سره د سټایلس یا ګوتو سره د کارونې ترڅنګ د جنترۍ، حساب ماشین، د یاداښت کتابچه او ګڼ نورې برخې په کې نصب شوې وې.
د نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون جوړونکی مارټین کوپر اوس ۹۴ کلن دی.
نړۍ د لومړي ګرځنده ټلیفون ۵۰ کاله پوره شول
Related Articles
په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه
لیکنه ـ ریاض مقامزی په افغانستان کې اکثره ماشومان له بې جرأتۍ ځورېږي. دوی د نورو په مخ کې له خبرو، ډوډۍ خوړلو، کار کولو او خپل احساس/نظر بیانولو څخه وېره لري. شاید فکر وکړئ، چې دا چاره طبیعي ده؛ خو داسې نه ده. اصلا له ماشومانو سره د کورنیو د مشران...
بادرنګ او حيرانونکي ګټي يي
خبريال ويبپاڼه / بادرنګ د پوتاشيم په درلود سره د دويني د لوړ فشار د را ټيټولو لپاره تر ټول ښه دوا ده خو چې مالګه ورسره نه وي.جالبه دا ده چې بادرنګ د سينې د درد غاښونه او د کولمو د ناروغيو لپاره تر ټولو ګټور خواړه دي. د بادرنکو اوبو د پيس يا نقرس نارو...
ارواپوهنه وايي (۱)
ارواپوهنه وايي 🌿 • له یو چا سره هېڅکله دومره ښه مه کوئ، چې هغه مو دا کار مسؤلیت او دنده وبولي. • هېڅکله یو څوک دویم ځلې مه بخښئ. • خلک مو پر شتون مه مطمئن کوئ. د خپل ځان په برخه کې د مړښت احساس مه ورکوه. • مه پرېږدئ چې پوه شي په بشپړ ډول د هغو...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...