د جرمني Hilde domin scholarship بورسونه:
د بورسونو دا کټګوري هغو کسانو ته ځانګړې شوې چې وکړی شي جرمن پوهنتونو ته د ځان د تهدید په اړه قناعت ورکړي. په دې ترتیب جرمن پوهنتونونه بیا نوموړي کسان بورس ته نوماندوي. ډيډلاین یې د جنوري تر پایه دی. د اسنادو د ارزونې پروسه یې هم متفاوته ده. د هر چا اسناد چې ژر ورغلل هغه ارزول کېږي او په اړه یې تصمیم نیول کېږي.
زه تر اوسه له څو کسانو خبر یم چې د بورسو په دې کټګوری کې مخ ته تللي. یو دوکتورا بورس ته معرفي شوی. که څه هم ډيډلاین نه دی را رسېدلی خو نوموړی یې اخري پړاو ته رسېدلی چې ممکن ژر د بریا احوال ورکړي. همدارنګه بل ځوان چې خپله یې هڅه کوله، وکړی شول د یوه پوهنتون پروفیسور ته قناعت ورکړي تر څو دی هم دې بورس ته نوماند کړي. اسناد یې ورکړل او ممکن د ده سرنوشت هم ژر معلوم شي.
له همدې کبله مې سپارښتنه ده چې تر هر څه لومړی د پوهنتون استادانو او د ماسترۍ د برنامو دایرکټرانو ته ایمیلونه وکړئ. د خپل تهدید په اړه ورته ووایاست او ترې وغواړئ چې دې بورس ته مو نوماند کړي. دا هم اړینه نده چې تاسې په لومړي پړاو کې له پوهنتون داخله واخلی، یوازې پوهنتون باید تاسې نوماند کړي، داخله بیا په راتلونکو میاشتو کې اخیستی شئ.
دا چې اوسمهال نجونې پوهنتون او کار ته نشي تللی، زما په اند د هغو د منل کېدو چانس بیخي ډېر دی. غوره دا ده چې زیار وګالئ او لومړي پړاو کې یې بریالي شئ.
نوټ: زه د چا سره په اختصاصي ډول مرسته نشم کولای. یوازې لار درښیم. نور زیار مو خپله وګالئ. خو خبر یم چې څو کسانو همدا لار تعقیب کړې او ژر ممکن بورس ترلاسه کړي چې ورسره د ایستلو ژمنه یې هم کړې.
https://www.daad.de/en/the-daad/what-we-do/sustainable-development/funding-programmes/funding-programmes-for-students-a-z/hilde-domin-programm/
https://twitter.com/assemmayar1
جرمني Hilde domin scholarship بورسونه:
Related Articles
چيګوارا څوک و ؟
اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې...
د "نوروز" ملي تاريخ
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي. همداسي پ...
تالنده او برېښنا چيشي ده؟
د تالندې (تندر) او برېښنا په هكله چې د انسانانو د پوهې تاريخ راوڅېړو، د بېلابېلو په زړه پورو افسانو او خرافاتي باورونو سره مخامخ كيږو. لرغوني يونانيانو باور درلود چې برېښنا د دوى د خدايانو د خداى ”زيوس” اسلحه ده او تالنده يې د قهر ناره ده. نو هر ځاى...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...