: د کانکریټو څخه اجزاوو جلا کېدنه او بېلدنه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 08, 2023
2 years ago
1,148 views
: د کانکریټو څخه اجزاوو جلا کېدنه او بېلدنه

موضوع: د کانکریټو څخه اجزاوو جلا کېدنه او بېلدنه Segragation in Concrete
#لېکنه او را ټولونه. دیپلوم انجنیر صابرشاه صابري

کله چې کانکريټ انتقال کوو یا ځای په ځای کوو پدې وخت سیمنټو شېره د کانکریټو جغل څخه جدا کیږې، اوبه سر ته را پورته کیږي او جغل بیخ ته ځې چې دغه حالت ته د کانکریټو جلا کیدنه وایې.
#کوم عوامل ددې جلا کېدنې سبب ګرځی؟
۱.کله چې په زیاته فاصله سره کانکريټ انتقال کړو.
۲. کله چې کانکریټ د یو متر څخه جګې فاصلي څخه وغورځوو.
۳. کله چې کانکریټو اجزاوې په مناسبه اندازه نه وي.
۴. کله چې کانکریټو کې اوبه د مناسب اندازه تناسب څخه زیاتې وي.
۵. کله چې کانکریټو ته زیات اهزاز vibration ورکړو، مقصد زیاته تخته کول صورت ونیسي.

#څنګه کولی شو چې ددې ډول ناوړه پدیدې څخه مخنیوی وکړو؟
۱. کانکریټ باید په مناسبه اندازه د مارک مربوط ګډ کړل شي، ټولې اجزاوې باید مناسبه اندازه وي.
۲.د کانکریټو مخلوط کې باید مناسبه اندازه اوبه وي.
۳. د ځای په ځای کولو وخت کې باید تدابیر ونیسو کله چې ارتفاع لوړیږي باید ناوي څخه استفاده وشي.
۴. څو ثانیي باید اهزاز یا vibrator ورکړل شي.
۵. ټول ګډوونکې اجزاوې باید مناسبه اندازه وي.
۶. انتقال کې نږدې لار څخه استفاده وشي او ګرځنده میکسر څخه استفاده وشي.
۷. د علاوه کوونکو مثلا هوا دخلوونکو اجینټونو او فوزلانه موادو په استعمال سره کنټرول کیږی.
درنښت
پوهنیار. صابرشاه صابري

Related Articles

Jul 05, 2020
3,719 views

د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی

د افغانستان د ۴۰ کالو جنګونو او ناخوالو  نه یوازې افغانان په مادي  لحاظه ځپلي بلکې په معنوي  لحاظه هم ځپلي. زموږ اکثره خلک فکر کوي، چې  انسان یوازې مادياتو ته اړتیا لري؛ خوژوند کې د مادیاتو سره څنګ کې معنویات هم ډېر مهم رول لري.  دلته  کې ډېرې مېندې...

Oct 21, 2022
2,467 views

(ناول ماته ميکده لومړۍ برخه)

#ماته_ميکده_ناول_لومړی_برخه🌹🌹🌹🌹#ليکوال_سيدادريس_سادات_🌹🌹🌹🌹🌹🌹#ترتيب_کوونکی_ړنګ_ليکوال🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹نوی ناول دی لايک اوله ملګرو سره يي شريک کړۍ. دماسپښين دری بجې وی داوړي اوږدی اوږدی ورځی او سخته ګرمي وه.دڅا مخی ته دری بوقی پرتی وی يوه می...

Dec 01, 2021
2,866 views

د ژاولې ژوولو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  اکثریت خلک فکر کوي، چې  ژاولې د ماشومانو لپاره دي تر څو هغوی پرې غلي کړای شي، یا هم ځينې نور خلک د ژاولو ژوول بې ادبي ګڼي؛ خو څېړنو موندلې ده، چې ژاولې ژوول د انسان جسمي او ذهني روغتيا لپاره خورا ډېرې ګټې لري. ددې ګټو له ډلې یې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,982 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,191 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...