۱۷. د سُرخاب بند - لوګر:
دا بند د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې پر سُرخاب سیند جوړ شوی. د ګوګل مپ انځورونو کې په ۳۴.۱۴۱۲۹۲ ، ۶۹.۲۲۰۲۷۲ د لیدو وړ دی. د دې سیند اوبه د لوګر له ختیځ غرونو سرچینه اخلي او په محمدآغه ولسوالۍ کې، د لوګر اصلي سیند چې کابل ته بهېږي له رسېدو مخکې خلاصېږي.
د بند د جوړولو چارې لومړی د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال (۱۹۲۰) پیل شوې چې بشپړې نشوې. دویم ځل په ۱۹۳۰ کې پیل او ۵ کلونو کې بشپړې شوې.
د سُرخاب بند ۲۰ متره (له تهداب سره ۲۴ متره) لوړ او ۱۱۴ متره اوږد دی، او له سنګارۍ جوړ شوی. د اوبو زېرمې یې ۱۰ میلیون مترمکعبه ظرفیت درلود چې د وخت په تېرېدو یې ډېره برخه له خاورو ډکه شوې وه. له همدې امله په ۲۰۰۹ کال کې د چِک جمهوریت PRT ډلې لخوا د پاک کولو او ځینې ترمیماتو چارې یې ترسره شوې.
د برېښنا شرکت ویبپاڼې د دې بند په اړه غلط معلومات خپاره کړي او د جوړېدو کال یې ۱۹۶۷ ښودلی. خو د کابل پوهنتون د تاریخ استاد ښاغلي شاه محمود په خپل ویبلاګ کې د سُرخاب بند په اړه کره معلومات خپاره کړي دي.
د سُرخاب بند اوبه یوازې د کرنې لپاره کارېږي او د لوګر اوسېدونکو لپاره ډېر ارزښت لري.
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
جبل الرماة غر
معالم المدينة النبوية) جبل الرماة!جبل الرماة چې جبل عينين هم نوميږي داکوچنی غر، داحد په لمن کې د مسجد نبوي شمال ته درې کيلو متره لرې واقع ده دا هغه غر ده چې نبي صلی الله علیه وسلم داحد دغزا پرمهال پر دغه غره دعبدالله بن جبیر په مشرۍ(۵۰) جنګیالي کمار...
گناه در تاریکی نگه داشتن مردم
گناه در تاریکی نگه داشتن مردم مصطفی عمرزی بیش از ده سال اخیر از بیش از 15 سال کار فرهنگی- رسانه یی ام را به دفاع از افغانستان، ارزش های آن، افغان ها، پشتون ها و ارزش های آنان گذرانده ام. در این سیر، دشواری ها و زحمت هایی قرار داشتند که اگر عزت نفس...
مصر اهرامونه څنګه جوړ شول؟
دعجایبو څخه!دمصر اهرامونه څنګه جوړ شول؟ دا اهرامونه ۴۵۸۰ کاله مخکي جوړ سوياو۳۸۰۰ کاله د مصر اهرامونه د نړۍ تر ټولو جګ تعمير بلل کېدل، ۱۴۶ متره جګوالی لريددې وزن شپږ ميليونه ټنه دیتر ټولو غټه ډبره چي د باچا د صالون لپاره پکښي کارول سوې ده، هغه تقريب...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...