To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 545
شربت ګلۍ د ژوند کیسه

شربت ګلۍ د ژوند کیسه

شربت ګله وايي، که اوس هماغه لس کلنه نجلۍ وای، خپل درس به مې ویلای. دیارلس کلنۍ کې به مې واده نه کاوه او دومره ترخې ورځې او مشکلات به را باندې نه را تللی.

شربت ګله چې د افغانستان په مونالیزا هم مشهوره ده له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې خپله کیسه کړې.

شربت ګله وايي زما دا امید نه و چې د پاکستان حکومت به ما سره دا ډول چلن کوي او په پای کې به ما زندان ته اچوي. دا زما په ژوند کې تر ټولو بده او سخته شېبه وه.

د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې د اکتوبر پر ۲۶ د پاکستانۍ پېژندپاڼې د جوړولو په تور شربته ګله ونیوله او له زندان وروسته یې افغانستان ته واستوله.

شربت ګله اوس له خپلو درې لورګانو او زوی سره په کابل کې اوسېږي. مشره لور او مېړه یې په پښتونخوا کې په تور ژیړي مړه شوي.

د پاکستاني حکومت له لوري د زندان خبره ورته اوس هم ترخې شېبې ور په زړه کوي، ځکه وايي پښتونخوا ته یې کډوالي هم له سختۍ وه او کله چې وطن ته ستنېده هم له سختیو راغله.

د شربت ګلې عکس
شربت ګله وايي لس کلنه وم، په ښوونځي کې وم د رخصتي وخت و چې عکاس زما عکس اخیستی و. خو خبره نه وم چې دا عکس چا او څنګه واخیست.

بیا ۱۷ کاله وروسته عکاس زه پیدا کړم او دا عکس یې راته راووړ، هغه وخت کې زما ماشومان ول، خاوند مې و.

شربت ګله چې په ۱۳ کلنۍ کې واده شوې وايي له دې وړاندې له خپل عکسه خبره نه وه.

شربت ګله وايي د دې د عکس مشکل ډېر او ګټه یې کمه وه.

د نوموړې په وینا، مشکل یې همدا و چې په نړۍ کې یې رسوا کړم، دومره یې مشهوره کړم چې زندان ته په کې ولاړم، او د زندان نه بله کومه ستره خبره خو نه شته

شربت ګله وايي کله چې یې درې ورځې وروسته لیدو ته افغانان ورغلل نو زړه یې ډاډه شو چې اوس به خوشې شي.

شربت ګله وايي "زه پاکستان کې صرف علاج لپاره ایساره وم. کډې مې تړلې وې او را ستنېدلو. دوی د شپې نهه بجې چاپه واچوله. زه یې تاڼې ته بوتلم. پوښتنې یې رانه وکړې. ما ورته وویل چې د دوه خبرو لپاره ما د پاکستان شناخت کارت جوړ کړی. یو د کور خرڅېدو لپاره چې کارت نه وي نه خرڅېږي او بل د ماشومانو سبق لپاره."

شربت ګله وايي کله چې یې درې ورځې وروسته لیدو ته افغانان ورغلل نو زړه یې ډاډه شو چې اوس به خوشې شي.

شربت ګلې ۱۵ورځې قید تېر کړ او اته شپې په روغتون کې وه.

نوموړې وايي په پښتونخوا کې مې "له خپلو پښتنو سره ښه ښایسته ژوند تېر کړی. ۳۵ کاله مې تېر کړل خو زما دا تمه نه وه چې د پاکستان حکومت به زما سره دا چل کوي او آخره کې به ما زندان ته اچوي. دا زما په ژوند کې تر ټولو بده او سخته شېبه وه"

شربت ګله وايي "زه چې اوس خپل وطن ته راغلم ډېره خوشحاله یم. ولسمشر اشرف غني صاحب او کرزي صاحب او زموږ افغانانو ډیر عزت او ډیر قدر زما وکړ، له دوی نه ډېره مننه کوم".

د شربت ګلې ناروغي
شربت ګله تور ژېړی لري چې په وینا یې اوس په افغانستان کې تر درملنې لاندې ده.

شربت ګله وايي هیله لري چې ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ شي. د دې ترڅنګ نوموړې د خیریه موسسې جوړولو یادونه هم وکړه. شربت ګله وايي غواړم له مشهورتیا مې دا ګټه واخلم چې یوه خیره موسسه جوړه کړم چې د خلکو پکې وړیا اعلاج وشي.

دا وايي، "پر ما خو ډېر مشکلات تېر شوي چې په نورو تېر نه شي "

شربت ګله وايي، که اوس هماغه لس کلنه نجلۍ وای، خپل درس به مې ویلای. دیارلس کلنۍ کې به مې واده نه کاوه او دومره ترخې ورځې او مشکلات به را باندې نه را تللی.

نوموړې له بي بي سي سره په دې مرکه کې پر نورو افغانانو غږ وکړ او ويې ویل "په کم عمر کې لورګانې مه ودوئ او څنګه چې په زامنو تعلیم کوي په لورګانو یې هم وکړئ".

"له خدای نه غواړم چې بیا څوک مهاجر نه شي" شربت ګله

دایې نو دشربت ګلې اصلي کیسه
او بل دا لیکنه مخکېنۍ ده خو شربت ګله اوس هم په کابل کې ژوتد کوي

Related Articles

زیړي یو قسم Hepatitis A

داچي زیړي ډیرقسمونه لري او یو یيHEPATITIS Aدي 1 دا د ويروسي hepatitis ډېر معمول ډول دی، زیاتخپرېدونکی دی چې د Hepatitis A virus په وسیلهرا منځ ته کېږي دا ناروغۍ په زیاته اندازه ماشوماناو ځوانان اخته کوي2دانتان خپرېدنه په اساسي ډول د oro-fecal لارې را منځ ته کېږي او د ککړو اوبو یا خوړو له کبله ناروغۍ رامنځ ته کېږي لکه (شيدې) ګڼه ګوڼه او ناپاکې د ان...

هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې او خېټې په سرطان د اخته کېدو خطر زياتوي. د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په بوسټن پوهنتون کې په يوه څېړنه کې دا خبره څرګنده شوې ده، چې د غاښونو بورس کول نه يوازې دا چې د روغتيا لپاره مهمه ده، بلکې کوم کسان چې په ورځ کې يو ځل هم دا کار نه کوي، هغوى د سرطان په څ...

د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ. رومان (رُمان) رومان په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د رومان په اړه ویل کېږي، چې دا کلمه د فرانسوي ژبې ده...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...