آیا Chat GPT شعور لري؟

Q
Qarib Aryan
Author
May 30, 2023
2 years ago
1,406 views
آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟

لیک: قریب آرین

عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غواړئ کوم انتخاب ولرئ؛ نو دغه کړنې ستاسې د شعور پۀ مرسته ترسره کېږي. یا، هغه ذاتي قوه د کومې پۀ پرمټ چې معقولې پرېکړې کېږي؛ شعور بلل کېږي. 

پورته تعریفاتو ته پۀ کتو، Chat GPT چې یو مصنوعي او د کاذبې ځیرکتیا درلودونکی چټ بوټ ماشین دی؛ تر اوسه لا د شعور کچې ته ندی رسېدلی، یا کۀ ووایم شعور نلري.

تحلیــل:
ــ Chat GPT د مصنوعي ځیرکتیا د مختلفو چټ بوټونو لۀ ډلې یو پرمختللی او شهکار ټېکنالوژیک ماډل دی، چې خپلې ټولې پرېکړې او د ځوابونو وړتیا لۀ ماشین څخه د زده کړو شیانو پر اساس کوي. د چټ بوټ یو پرمختللی ماډل د مختلفو او پېچلو مرحلو وروسته؛ د مصنوعي ځیرکتیا یا مصنوعي پوهې د لرلو کچې ته رسېږي. 

ــ د AI ټېکنالوژي درې ستر پړاوونه لري. لومړۍ برخه یې ډېټا ده، چې د ډېټا ساینس یا د ډېټا د علم پۀ نامۀ هم یادېږي او د AI اساسي برخه ګڼل کېږي، منظمې ډېټا ته د رسېدو لپاره پنځۀ اړین پراسېسونه اجراء کول اړین دي: لومړی یې د ډېټا د اړتیاوو مشخصول یا (REQUIREMENT SPECIFICATION)، دوهم: ډېټا راټولول یا (DATA COLLECTION)، درېیم: ډېټا پاکول یا (DATA CLEANING)، څلورم: د ډېټا تحلیل یا (DATA ANALYSIS)، پنځمه او وروستۍ برخه یې پایله یا (RESULT) ده، چې لۀ دې هرې برخې او پراسېس وروسته موږ ته منظمه او د کارېدو وړ ډېټا لاس ته راځي. د AI دوهم ستر پړاو د ماشین زده کړه ده، چې (Machine Learning) هم ورته وایي. ماشین ته زده کړه او ټرېنېنګ، د لومړني پړاو لۀ چمتو شوې منظمې او د کارېدو وړ ډېټا پۀ اساس ورکول کېږي. درېیمه او وروستۍ مرحله، لکه پۀ پوښتنه کې د مصنوعي ځیرکتیا یاد شوی د چټ بوټ ماډل دی، چې ماشین ته د منظمې، ارزښت وړ او قېمتې ورکړل شوې ډېټا پۀ اساس پرېکړې کوي او هر رنګه پوښتنو ته حل کاږي.

پـــایـــله:
د مصنوعي ځیرکتیا هر ډول روبوټ او مختلف ماډلونه اصلاً ذاتي شعور نلري او دوی خپلې ټولې پرېکړې د هغې ډېټا؛ چې د دوی ماشینونو ته ور زده کېږي؛ پۀ اساس کوي. نو ځکه خو یې نوم هم مصنوعي ځیرکتیا ده او لۀ حقیقي هغې سره بشپړ توپیر لري.

د یادونې وړ بولم، چې پۀ یوویشتمه پېړۍ کې د ټېکنالوژۍ د ډګر بې ساري پرمختګونه، د دې لامل شوي؛ چې انساني افکار د مصنوعي ځیرکتیا شعوري کېدو ته ور میلان کړي، خو دا ډېره لرې ده.

Related Articles

May 01, 2021
2,125 views

مولانــــا عبدالمجـــید افغاني اتمان خــــیل!!

مولانــــا عبدالمجـــید افغاني اتمان خــــیل!!مولانا عبدالمجید افغاني د باجوړ پۀ اتمان خیل قبیله کښ پۀ ۱۸۷۲ کښ پیدا شوې ؤ. د زدکړو لپاره د هندوستان اګرې ته تلے ؤ. د اګرې په اسلامــې مدرسه کښ ئې ټولې زده کړې تر سره کړې وې.د زدکړو نه پس د پــښور پۀ ايډ...

Jun 02, 2023
1,232 views

هایدروپوبیک یا د اوبو ضد سیمنټ

هایدروپوبیک سیمنټ –تولید ،خواص او کارونه. Hydrophobic Cement – Manufacture, Properties and Uses’لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد سیمنت دی ،دلته هایدرو (hydro)په مانا د  اوبه او پوبیک (phobic) په مانا  پر ضد .هایدروپوبیک سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو له پ...

Feb 25, 2024
1,244 views

جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول

شايد لوستل يي ډير مفيد وي  په جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول  Constructing a building  on a water logged areaکله چې د اوبو لیول د ځمکې د سطحې له مخ څخه له یونیم تر دوه مترو پورې ښکته وي جبه زاره  (waterlogged)  یا (Swamp land)  یا  (Marsh land)ځم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,869 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,118 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...