ړندې ستاینې او ړندې غندنې

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,061 views
ړندې ستاینې او ړندې غندنې

ړندې ستاینې او ړندې غندنې

د خلقیانو او کمونیستانو په وړاندې زموږ د روشنفکرانو ستاینې هم د هغو اخواني افراطیانو د غندنو غوندې  سرسرکي،  عقده یې دي او غیر منطقي دي.

دا ډله خلک ځکه د خلقیانو ستاینه کوي چې دوی د موجاهید او اخواني ضد وو او زیات ملایان یې تر دنیا تیر کړل. خو که پوښتنه ترې وکړې چې له موجاید، اخوانې او تالیب څخه ولې کرکه لرې، وایي ځکه چې دوی خشـ.ونت کوي، ورانی کوي، پوهان او روشنفکران تهدید او زنداني کوي او بې له دې چې حق یې وشي د قدرت انحصار غواړي.

ښا نو چې ته له دې ټولو بدو صفاتو کرکه لرې بیا نو معقوله دا ده چې له خلقیانو او کمونیستانو سره ړنده مینه ونلرې،  خلقیانو همداسې په غیر قانوني توګه قدرت ترلاسه کړه کودتاه او د داود خان او شاهي کورنۍ وژل یې په یو قانون کې هم د توجیه وړ ندي. د وژلو، زنداني کولو خشونت، تبعید او وحشت پیل همدوی وکړ تر موجاهید او اخوانی مخکې یې داود خان او موسی شفیق او نور ملي اشخاص زندانی کړل او په پلیګون۱  کې یی تر تانګونو لاندي کړل. 

دوی ټول هغه اشخاص چې وچ کمونیستي فکر یی نه درلود  ټارګیټ کړل او غوښتل یی ننیو واکمنانو غوندي ټولنه مهندسي کړي. (۲)

کوم فرمانونه چې یې صادر کړل دننیو حاکمانو فرمانونو ته ورته او تر دې هم ډیر افراطی ( انقلابي)  وو او ټولنې نظم او سنتي ډینامیزم یې له منځه یووړ او میلونونه افغانان یې مهاجر او بغاوت ته مجبوره کړل چې هغه بلاخره ابر قدرتونو د نیابتی جګړې سون توکې شول او خپل وطن یې د پردو لپاره وران کړ ترڅنګ یې همدا مهاجر پاکستان کې د اخوانیانیزم په ویروس هم ککړ شول چې بیا ورسته د هغه ویروس نوی نوی ورژنونه لکه الکایده، تالیب، دایش او نور را ووتل او وخت په وخت یې له ملته قرباني واخیسته.

خلقیانو د خپل استبدادي طبعت له وجې خپلو کې هم په یو  او بل رحم ونکړ د میر اکبر خیبر، تره کی، حفیظ الله امین، طاهر بدخشی د مرګـ.ونو کیسې تاسو ته ددوی د سازمانی همغږي، اړیکو، اخلاقو او تعهد ډیر رازونه بیانوي او همدارنګه په دې جریان کې د ناکامه کودتاه ګانو هڅې، ویرې او د یو او بل په وړاندي دسیسې. او بلاخره ددې ټولو بدبختیو  عواقب. (۳) په دې باب د تاریخ استاد پوهاند حسن کاکړ کتاب ولولئ.  همدا  رنګه اکرام اندیشمند د "کابوس سرخ " تر عنوان لاندي کتاب کې د سلطانعلي کشتنمد په یاداشتونو یو تحلیل لیکلی کشتمند د خلق د کنګرې عضوه وو. 

خلاصه که چیرته د افغانستان تاریخي پیښې د تاریخ په تاریخ په ترازو کې واچوئ او له حاکم فکري بستر ها خوا مشاهده او قضاوت وکړئ وبه ګورئ چې د خلقانو کړنې او جنایات واقعآ د هیواد، تاریخ، اقتصاد او ثبات په لمن یو خیرن داغ دی.  یو عاقل انسان که واقعآ عقل او منطق ولري د پلار نیکه د اشتباه له وجې د هغو غلطیانې نه توجیه کوي سمه ده چې ستا پلار او نیکه به خلقي وو خو دا لزومآ په دې مانا نده چې دوی په حقه وو، دا عین د موجاهید او د مولا د زوی منطق دی. دا سمه ده چې داود خان زیات اشتباهات کړي خامیاني یې لرلې خو دا هیڅ یو د خلقیانو کړو جنایـ.اتو لپاره توجیه نشي کیدلی.  تر دې هاخوا له ټالب او موجاید سره د دښمني په خاطر  هم د خلقیانو او کمونیسټانو ستاینه او دفاع هم همدومره احمقانه او ړنده ده لکه له هغو سره مینه کې ده. 

ماخذونه 
۱: د پلچرخي او پولیګون د جنایتونو داستان:  کتاب کمنت کې.

۲: ط. البـ.ان د ښي او چپي افراطیانو میراثیان لیکنه یونس نګاه.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=5788650384562225&id=100002519626833&mibextid=Nif5oz

پښتو نخسه 

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=5856706637706506&id=201295459914347&mibextid=Nif5oz

۳: د ثور کودتاه او د هغې ژورې پایلې لیکوال پوهاند حسن کاکړ. 
دلته یې ولولئ 
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=555235396808174&id=100069651548912&mibextid=Nif5oz

جانداد جهانی

Related Articles

Jan 10, 2024
980 views

په ودانیزو چارو کې د هیمپ کارونه

په ودانیزو چارو کې د هیمپ کارونه پیلیزه: هیمپ، یا صنعتي هیمپ، د کینابېس سیټیوا کښت بوټانیکل طبقه ده چې په ځانګړي توګه د صنعتي ، مصرفي کارونې او د محصولاتو پراخه لړۍ جوړولو له پاره کارول کېدی شي. د بانس سره یوځای، هیمپ په ځمکه کې ترټولو ګړندي وده کو...

Jan 04, 2021
1,988 views

نتیجه ی سهل انگاری ها

نتیجه ی سهل انگاری ها مصطفی عمرزی در نزدیک به 20 سال اخیر که نوع حاکمیت در افغانستان در زمینه ی تنازع گروهک ها نیز تعریف شد، فرهنگ سازی به منظور تضعیف اکثریت، بیش از همه در آن، جلوه داشته است.  این که چه گونه ناعاقبت اندیشی طالبان، نه تنها آنان را...

Apr 17, 2021
5,961 views

هټلر ولې يهودان وژل؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به په ښوونځي، پوهنتون او یا هم د نورو له خولې د هټلر نوم او د یهودانو د وژلو کیسې اورېدلي وي. خو په دې به په نه پوهېدئ، چې هټلر ولې یهوادن وژل؟ ددې لیکنې په دوام کې به د هټلر په اړه لاډېر پوه شئ.    هټلر څوک و؟ هټلر په ات...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,664 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,126 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,979 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...