To start downloading books

Please sign in or create an account.

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه الله
هغه شخصیت چې د قرآن عظیم الشان څخه وروسته  د احادیثو تر ټول صحیح او دقیق کتاب صحیح البخاري یې لیکلی. 

هغه څوک چې کله یې له کتاب څخه څوک کوم حدیث بیان کړي نو کره والي او ثبوت ته یې نوره اړتیا نه وي. 
هغه شخصیت چې داسې احادیث یې راجمع کړي چې د نبي علیه السلام په مبارکو شونډو او مبارکه خوله بیان شوي او هغه شخصیت چې تر قیامته به یې مسلمانان د دې ستر خدمت پوروړي وي.
 
کله چې شوروي اتحاد په اسلامي هیوادونو یرغل وکړ، اوسنی ازبکستان هم چې بخارا او سمرقند یې لوی ښارونه دي، د وحشي شورویانو تر یرغل او جبر لاندې وو. دوي به په نوم مسلمان او اسلامي مقدس ځایونه، مساجد او حتی د علماوو قبرونه له منځه وړل. 

د امام بخاري رحمه الله قبر د سمرقند څخه لیږ لیرې د خرتنک په نوم سیمه کې دی ـ د امام رحمه الله یو مینوال له دې ویرې چې روسان دا قبر وران نکړي، د قبر په ځمکه یې یو ګودام جوړ کړ تر څو څوک پوه نشي چې دلته د کوم قبر اثار شته. 

وختونه تیر شول د کمونستانو دور شو، د غرب سره سړه جګړه پیل شوه، یو وخت داسې راغی چې سُوکانو د اندونیزیا رئیس جمهور په یو دولتي سفر شوروي اتحاد ته سفر وکړ، دا داسې وخت وو چې شورویانو غوښتل د نړئ له ګوټ ګوټ څخه خپل ملګري زیات کړي. 

د سفر په جریان کې د اندونیزیا رئیس جمهور غوښتنه وکړه چې د امام بخاري د قبر زیارت وکړي، کمونستان نه پوهیدل چې دا امام بخاري څوک دی، پوښتنې او پلټنې یې وکړې چې اوس دا قبر او ځای پیدا کړي. 
له مسکو څخه ټولو ایالاتونو ته پیغام ولیږل شو چې دا قبر پیدا کړي، بالاخره یې ځای وموند خو احوال راغی چې ځای خو پیدا شو لیکن دا قبر په ډیر خراب حالت کې دی.

ځواب دا وو چې د رئیس جمهور سُوکانو دا زیارت دې څه موده وځنډول شي تر څو دا قبر جوړ شي، همداسې وشول، د الله ج د دین دښمنانو د امام قبر ورغاوه او بیا سُوکانو ورغی، زیارت یې وکړ او ډیر یې وژړل او دا دی تر ننه بیا هغه ځای معروف شو. 

که د امام قبر وي یا نه وي کوم عزت او شهرت چې الله ج ورکړی هغه به تر قیامته وي ـ همدا یې بس دی چې حدیث د رسول الله ص وي او په اخر کې ورسره وویل شي #رواه_البخاري
خو اصل خبره دا ده چې الله ج چاته عزت ورکوي نو بیا یې حتی په دښمن هم د دې ورکړي عزت ساتنه کوي.

عبدالواحد بن آدم طواویسي وایي چې د امام بخاري د مرګ په ورځو شپو کې مې یوه شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب کې ولیده چې د صحابه کرامو یو ټولی هم ورسره وي، دې وایي ما سلام ږکړ او پوښتنه مې وکړه چې ای د الله ج رسوله څنګه ولاړ یاست؟
راته یې وویل چې محمد بن اسماعیل(امام بخاري) ته منتظر یو. 
امام د 62 کلونو په عمر له دې نړئ رحلت وکړ. 

د امام بخاري اصلي نوم او نسب:  ابو عبد الله محمد بن ابی الحسن اسماعیل بن ابراهیم بن مغیره بن بردزبه الجعفی، خطیب حافظ ابی بکر احمد بن علی بن ثابت بغدادی

 

په PDf ډول

بخاری شریف ترجمه له لاندی ټیلیګرام لینک څخه ډاونلوډ کړی

https://t.me/Pdfbookpashto/2699 


____________________________________
#All_information #pashto
(زمونږ #صفحه درسره #لایک او نورو ته #انویټ کړی
مونږ د #نړی هر کونج څخه هر رقم #معلومات #پښتو ته #ترجمه بیا تاسو سره #شریکوو.
تیر #پوسټونه مو کتلی شی.
که #خوښ مو شول نو #شیر کړی.)

Faridon Niazai

Related Articles

شاه دو شمشیره

شاه دو شمشیره  مصطفی عمرزی در مرکز شهر کابل، زیارتی قرار دارد که مرجع عام و خاص است. داستان ها و روایات  زیادی وجود دارند که نسل اندر نسل، از این زیارت، بازگو می شوند. مانند تمام مکان های مقدس و مورد احترام، این زیارت در برهه های مختلف، مردم متدین ما را به سوی خود، کشانده است.  بیش از 1300 سال از مرگ لیث ابن قیس می گذرد، اما جان نثاری ها و فداکا...

خپله اراده داسې پیاوړې کړئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی په شخصي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د بریا له شرطونو څخه یو هم د پیاوړې ارادې لرل دي. که تاسو پیاوړې اراده ولرئ پرته له شکه کولای شئ خپلې موخې ترلاسه کړئ او ډېر ژر به پخپل ژوند کې د بریا خوند ووینئ؛ مګر که برعکس کمزورې اراده لرئ. شاید ډېر اسانه کارونه هم و نه شئ کولای. موږ همدې ستونزې ته په کتو هڅه کړې ده، چې تاسو ته د ارادې د...

مطالعه ولې مهمه ده او څنګه يې دود کړو؟

زما شخصي تجربه داده چې کتاب لوستل انسان سيدې لارې ته وربولي او له کږو لارو يې را ګرځوي، زه د خپل عمر هغه وخت په ياد لرم چې سواد مې زده وو خو مطالعه مې نکوله او هماغه وخت چې له نن سره پرتله کوم په ځان کې زيات توپير وينم دغه توپير چې د تجربې او مطالې له برکته دی ماته مثبت ښکاري، البته د ځان په اړه پرېکړه سخت ده خو خدای دی وکړه چې همداسې وي. زموږ د ټ...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....