حلیل بي مسجد_یونان

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
901 views
حلیل بي مسجد_یونان

#حلیل_بي_مسجد_یونان 🇬🇷

د اوسني یونان هیواد په (کیوالا) Kavala ښار کې د (پیننسولا) پۀ سیمه کې هغه جامع او تاریخي جومات، کوم چې عیسایانو قصدًا د (موسیقۍ) په مرکز باندي بدل کړ!!!

دغه تاریخي جومات او مدرسه پۀ 1530 میلادي کال باندي د عثماني خلافت نامتو حکمران سلطان سلیمان القانوني په وختونو کې تعمیر او تکمیل شول، متأسفانه 1832 میلادي کال باندي په یونان 🇬🇷  کې د خلافت له سقوط وروسته عیسایانو ددغه جومات مینار قصدًا تخریب کړ ، لومړی ځل دغه جومات د شاروالي په دفتر باندي بدل شو، وروسته دغه جومات په مستقل ډول د (میوزک ماسک) تر نامه لاندي د موسیقۍ په مرکز او تالار باندي بدل شو

په یونان کې د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 تاریخي یادګار دغه (بې میناره) حلیل بي Halil be جومات لۀ 1940 میلادي کال راهیسې د عیسایې سندر غاړو لپاره د جشن، موسیقۍ مرکز او عمومي غونډو تالار ده😭

             لیکوال: نجیب اللّٰه عادل

Related Articles

Dec 31, 2021
2,228 views

د خندا او موسکا ګټې

موسکا/خندا موسکا د ژوند مالګه ده، د ژوند په ټولو چارو کې دې اصل ته پام وکړې، په هر ډول شرایطو کې ځان، ټولنه او طبعت له دغه الهي نعمت څخه مه محروموې.تاسو د خندا په واسطه کولای شې، مثبتي انرژیاني له ځانه خپرې کړې او دا د کارما قانون ده، چې هر عمل عکس...

Aug 09, 2021
2,992 views

د ګلونو هېواد (هالینډ) وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ ځينې هېوادونه د خپلو بېلابېلو خاصیتونو، تولیداتو او خدماتو له کبله القاب هم ترلاسه کوي. په دې ډله کې د ډېرې ښېرازۍ، آبادۍ او ګلانو له کبله هالینډ ته "د ګلونو وطن" لقب ورکړل شوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ښکلي هېواد په...

Jul 08, 2020
2,984 views

تاريخ څه ته وايې؟

تاريخ څه ته وايې؟د تاريخ کلمه لاتيني ريښه لري. د لومړي ځل له پاره د هرودت ( د تاریخ پلار ) له خوا وکارول شوه. معنا يې د تيرو پيښو څيړنه او سپړنه ده. په همدې توګه تاریخ د بشري پيښو مجموعي ته هم وايي. په بل عبارت تاريخ د تيرو پيښو يادول او یا د تیرو خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,684 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...