To start downloading books

Please sign in or create an account.

پر ځان باور

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-Confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي. بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت، او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی.
پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې په انګلیسې کې (Self-confidence) او فارسي ژبه کې (اعتماد به نفس) بلل کیږي، په خپلو وړتیاوو او ځانګرتیاوو د یقین ساتلو احساس یا عقیدې ته وایي. مانا دا چې پر ځان باور تاسې ته ځواک در بښي، چې یو کار په بشپر ډول ترسره کړئ. همدا ډول پر خپل ځان باور تاسو ته دا ځواک درکوي، چې فکر وکړئ، چې تاسو هغه څه ترلاسه کولای شئ، چې په ژوند کې یې غواړئ او یا یې په اړه فکر کوئ. د دې لپاره چې پر ځان مو باور پیاوړی شي او یا هم پیدا شې، ځینې اصول موجود دي، چې باید پلي شي. دلته به په څو هغه لارو چارو او اصولو وغږیږو ،که په سم ډول عملې شې، مرسته به راسره وکړي چي پر ځان د باور لرونکي شخصیت څښتنان شو:
ځان ته په صادقانه نظر کتل: غرور او پر ځان متکي توب او باور دوه بېل مفاهيم دي. غرور؛ د ځان په اړه لاپي وهل دي، خو پر ځان متکي توب او باور د کارونو د اجراء کولو له پاره پر خپلو وړتياوو باندي ستاسي اعتقاد او اعتماد دئ. په بل رقم، اعتماد تر سخت کار کولو وروسته ترلاسه کېږي او ډاډمن کسان هم د خپلو ځانو په اړه کافي پوهېږي. هرکله چي د اشخاصو د اعتماد کچه د دوی تر وړتیاوو لوړه سي، تېروزي او د خودبینۍ احساس ورسره پیداکېږي. ځکه نو بايد د دغو دوو مقولو ترمنځ پر توپير باندي وپوهېږي. پر ځان باور يو واقعي، حقيقي او عيني مفهوم دئ. اوس نو، که غواړو چي پر ځان باور پياوړی کړو، بايد د خپل ځان او وړتياوو يوه دقيقه او صادقانه ارزيابي مو کړې وي. که په مجموع کي د خپلو وړتياوو په اړه د کمزورۍ احساس کوئ، درته لازمه ده چي، د مهارتونو د لا ښه والي او کمزورو ټکو د منفي پايلو کمولو له پاره لا ډېر کار وکړئ. د کمزورو ټکو په صرف نظرولو او يا پر خپلو قوي هغو فخر کولو سره، هيڅکله کمزوري ټکي له منځه نه ځي. بناً پر خپلو پياوړتياوو پوهېده مو په هغه ګڼ مېښتي او رقابتي کارځای کي چي ستاسي ورسره سروکار دئ، له ډېرو بې آساسو انتقاداتو خلاصوي او په دغه ډول پر ځان لازم باور تر لاسه کوئ.
مطالعه کول: مونږ وينو چې مطالعه کول زمونږ او ستاسو په ټولنه کې په زياته ټيټه درجه کې کيږي او زيات شمير کسان له مطالعې کولو سره دلچسپې نه ښکاره کوي. خو هغه کسان چې زيات مطالعه کوي هغوى به ډېر بريالي کسان وي، ځکه چې مطالعه کول نه تنها ستاسو معلومات ډېروي بلکې ستاسو باور زياتوي. کله چې ستاسو باور زيات شي، وروسته تاسې د هر کار پر وړاندې پياوړي کېږى، چې دا پياوړتيا تاسو ته برياوې در په برخه کوي. که غواړئ چې تاسو هم د برياليو کسانو په شان په هر کار کې پرمختګ وکړئ نو د خپلو کړنو په اړه د برياليو کسانو ژوند مطالعه کړئ. دبرياليو کسانو ژوند مطالعه کول ستاسو باور زياتوي؛ چې دغه باور زياتېدل به ستاسو د هر کار په کولو کې مرسته وکړي. دا په ډاډ سره وايم، که تاسې هره ورځ د مطالعې کولو فرهنګ تعقيب کړئ؛ د باور زياتېدو سر سره به ستاسو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي، ځکه مطالعه کول تاسو ته د بريالي کېدو لارې چارې ښئ او تاسو نه پرېږي چې خپلو کارونو کې پاتې راشئ، لا مو هڅوي چې پرمختګ وکړئ.
د کمزورتیا ټکي مو پيدا کړئ: هڅه وکړئ چې د خپل وجود د کمزورۍ ټکي وپېژنئ او د له منځه وړلو لپاره یې کلک هوډ وکړئ. که چېرې نه شی کولای د خپل وجود د کمزوریو ټکي له منځه يوسی، په خپل حال یې پرېږدئ او د جبران کولو لپاره یې له نورو لارو ګټه واخلئ. د بېلګې په ډول، که چېرې کومه جسمي، ارثي او یا هم مور زېږدې کمزوري ولری، کولای شی د ژوند د دغه تش ځای د ډکولو لپاره خپلې علمي او هنري وړتیاوې پیاوړې کړئ.
نور خلک تشویقوي: په ځان باوري خلک په زړه کې له نورو خلکو څخه کومه ویره او ډار نه لري؛ بلکې نور خلک تشویقوي او هغوې هڅوي، چې خپلې وړتیاوې درک کړي او د بریالیتوب په لوري ګامونه اوچت کړي. په ځان د باوري کس په توګه ستاسې کار باید دا وي، چې که څوک درته راځي او د یوې موقوع په اړه درسره خبرې کوي، هڅه وکړئ، چې هغوې ته مثبت نظر ورکړئ او هغوې وهڅوئ څو له موقع څه سمه ګټه پورته کړي.
نظریات مو شریک کړئ: په کور، ښونځي، پوهنتون او یا هم د ندې په ځاي کې خپل نظر شریک کړئ، کله چې په یو ځای کې ستاسو د نظر مخالفت وشي او تاسو هغه څه د ځان اونور لپاره ښه ووینئ، که چیرې یې په ټيګنه دفاع وکړئ، په ځان به مو باور ډیر شي.
پر مخ مو مسکا خپره کړی: مسکا تر ټولو ښه عادت دی او کله چې تاسو يوه مسکا وکړئ نو دا نه یواځې دا چې تاسو ښکلې کوي بلکې تاسو سره ګرد چاپیره ټول خلک د خوښی احساس کوي. خلک جدی او غصه ناک مخ نه خوښوی بلکی داسی خلک خوښوی چی تل پری مسکا حاکمه وی . مسکا په تاسو کې یو موج لرونکی اغیز پریږدي، کوم چی د نورو د خوشالولو سبب هم ګرځي او د نورو خلکو په خوشالولو سره ستاسو پر ځان د باور کچه پیاوړې کیږي چی دا بیا د ښه شخصیت د ودی باعث ګرځي.
تل خلکو ته د مرستی لاس ورکړئ: هغه شخص چی نورو ته د مرستې لاس ورکوئ نو د ډیر مهربانه ضمیر لرونکی وي او دا به یواځینی شخص وی چی د ځان په اړه د خلکو ښې هیلې او پرېمانه دعاګانې به راټولوئ.نو د مهربانه ضمیر لرونکی شی، خلکو ته په مهربانی د مرستی لاس ورکړی او وروسته پر ځان وویاړۍ .
د خپلې راتلونکی لپاره هیله مند اوسی: کله چې تاسې د خپلې راتلونکې لپاره هیله ولرئ او تاسې به یو ډول هڅونه هم حس کوئ او کله چی مو هڅونه حس کړه نو تاسې خپلو هیلو ته په ښه ډول د رسیدو لپاره د ثبات پر لاره له ثبات سره هڅې کوئ. تل د راتلونکې لپاره سترې هیلې ولرئ او د رسیدلو لپاره ورته بریالي پلانونه پر لاره واچوئ ترڅو هیلې مو په رېښتیا واوړي او راتلونکې ته هیله مندي مو د ځان باور سبب ګرځي...
او په پای کې دي پوښتنې ته ځواب وایو چې څرنګه پوهه شو چې یو شخص پر خپل ځان د باور درلودونکی دی؟ ددې پوښتنې ځواب په لاندې ټکو کې کتلای شو. پر خپل ځان باور لرونکې خلک لاندې ځانګړتیاوې لري:
• پر خپلو قوي نقطو تمرکز کوي او خپلې کمزورتیاوې تنظیموي.
• د خطر اخیستلو نه ویریږي.
• د ځپل ځان ننګونې څخه خوند اخلي او لوړې موښې ټاکي، په دې مانا چې ننګونکي کارونه یا وظایف یي خوښیږي.
• د خپل ځان د پرمختګ فرصتونه لټوي.
• کله که ترې کومه غلطي یا خطا وشي د هغې په اړه ډیر نه ویریږي.
• له دې هیڅ ویره نه لري چې زه نه پوهیږم.
• پر ځان باوري خلک ښه ګروپ مشري کولای شي.
• د خپلو مشتریانو او د ادارې د همګارانو سره ښې اړیکي پالي. • خپلې نیګړتیاوې مني.

Related Articles

ژوند او ځانګړتیاوې یې

لیکنه ـ وړانګه اکبر   ژوند څه دی؟   له یوې خوا دا پوښتنه ډېره ساده ښکاري؛ خو له بلې خوا له معما څخه کمه نه ده. کله ـ کله موږ داسې انګېرو چې که ژوند ته کوم تعریف ورنکړو هم کولای شو له مرګ څخه یې توپیر (بېل) کړو. لکه په ډېرې سادګۍ سره ویلای شو، چې ژوي ژوندي دي؛ خو منرالونه ژوندي ندي. مګر ډېری ساینس پوهان د ژوند په هکله لاندې نظریې لري او دا یې د ژو...

سړکونو د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې

#د_سړکونو_د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې او لنډ معلومات! لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی له دې څوک انکار نشي کولی چې د یو هیواد ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، تجارتي پرمختګ کې د سړکونو جوړښت او شتون ځغرده رول لري.تر ټولو ډیر لیږد رالیږد هم د سړکونو پر مټ ترسره کیږي، ځینې وخت له هوا، بحر او نورو لارو څخه دغه کار ځای نیسي خو زموږ په هیواد کې د مځ...

خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني." ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ." کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغلل. ګاندي ماشوم ته مخ کړ. ویې ویل: "مور دې سم وايي. بوره مه خوره! درته بدېږي." هلک یې خبره ومنله. مو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...