د QA او QC معلومات -انجینرانو لپاره

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 10, 2023
2 years ago
1,571 views
د QA او QC معلومات -انجینرانو لپاره

د QA او QC اړوند مهم معلومات: 
‏۱- QA او QC څه ته وايي او عمده فرق یې کوم دی؟
ځواب: کوالټي کنترول(QC) په ساختماني کارونو کې د کار کیفیت تر څارنې لاندې نیسي، او QA(Quality Assurance) په ساختماني کارونو کې د کار کیفیت تائیدوي، QA د ډونر لخوا وي او QC د قراردادي لخوا د پروژې لپاره موظف شوی وي.
لاندې یو څو کړنې درته ذکر کوو چې یو QA انجینر یې باید د خپل کار پرمحال په پام کې ولري:-
۱. یو QA مسؤولیت لري تر څو د قرارداد څخه بشپړ حمایت وکړي، او هغه د اجراء وړ وګرځوي، البته د قرارداد په محتویاتو کې د هیڅ ډول تغیر راوستلو صلاحیت نلري.
۲. د قراردادي ټول کارونه به په ډیر دقت د ملاحظې لاندې نیسي مګر د  امر کولو واک نلري.
۳. غیر له جدي او حساسو شرایطو نشي کولی چې د قراردادي کار ودرودي، کولی شي تر څو مشکل له مربطه سوپرویزر سره شریکه کړي
۴. که په ساحه کې ساختماني مواد د قرارداد خلاف په مصرف رسیدل، QA مسؤولیت لري،  راپور یې ورکړي، البته د کار د توقف اجازه نلري.
۵. په قراردادي له غیر ضروري انتقاداتو څخه باید جداً خود داري وکړي، تر څو تر منځ یې اختلافات رامنځته نشي، کوشش باید وشي چې د QA دنده په داسې ډول پرمخ یوړل شي، چې هم کار په چټکې سره  پرمخ ولاړ شي او هم د کار کیفیت ټیټ نشي.

۲- د QC Manager مسؤولیتونه کوم دي؟
ځواب: 
۱. د مشخصاتو او پلان لمخې د کیفیت کنترول
۲. مؤثر CQC سیستم ته پراختیا ورکول
۳. د کار ودرول
۴.  په کنترول پورې د تړلو فعالیتونو او ټسټونو ترسره کول
۵. د QC فعالیتونو او اسنادو برابرول

‏۳-  QC او QA ټسټونه کومو ټسټونو ته ویل کیږي؟
ځواب: د QC ټسټونه: دا د کنترول ټسټونه د قراردادي لخوا اجرا کیږي، تر څو د ساختماني مرحلو او موادو درست تشخیص وشي او د قرارداد له غوښتنو سره سم مواد استعمال شوي دي.
د QA ټسټونه: دا د باوري کیدو ټیسټونه د دولت لخوا اجرا کیږي، تر څو ځان باوري کړي،چې د قراردادي د کنترول ټسټونه د تصدیق وړ دي

۴- په ساختماني ساحه کې د QC(Quality Control Engineer) مسؤولیتونه ذکر کړئ؟
ځواب: په ساحه کې د کارګرانو،ماشینونو لست او چک کول او اړونده راپور ورکول
ساحې ته د انتقالیدونکو موادو پرتله کول د Drawing Specification سره چې نوموړي مواد د پروژې د معیار سره برابر دی یا خیر
ساحې ته د راوړونکو موادو آپرول کتل
په ساختماني موادو مختلف ټسټونه کول.
عصمت ظاهر

Related Articles

Nov 10, 2020
2,249 views

به ادامه ی خیانت ها

به ادامه ی خیانت ها (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی زد و بند های سیاسی از سال ها به این سو، شمال افغانستان را ناامن ساخته اند. با سقوط حکومت شهید داکتر نجیب الله، ساخت انواع عمدی حکومت های محلی تا مانع اقتدار مرکزی حاکم بر کُل کشور شوند، جزو استراتیژی رو...

Jun 02, 2023
3,150 views

موټر هغه پرزه چی دسروزرو قیمت لری ؟

د موټر هغه پرزه چی دسروزرو قیمت لری ؟ کتالیتیک کنورټر (Catalytic Converter)  یا دډولکۍ خاوره.دادنویو اوعصری موټرانوداګزاز سیستم برخه ده چی دډیر لوړ قیمت لرونکو (Palladium and Radium).موادوڅخه جوړه شوی اودموټر له سلنګسر څخه وتونکي مضراوچاپیریال ککړون...

Aug 19, 2021
6,358 views

د "محمد اشرف غني" لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د مطرحو سیاسی او اقتصادي څېرو په نوملړ کې د افغانستان د ولسمشر "محمد اشرف غني" نوم هم د ځانګړي مقام درلودونکی دی. د نړۍ اکثره اقتصادي او سیاسي څېرې ورته د نوموړي پوهې، ذکاوت او طرحو ته په کتو ډېر درنښت او احترام لري. تاسو ب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...