اقتصاد د علم پلار څوک دی؟        

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 13, 2023
2 years ago
1,290 views
اقتصاد د علم پلار څوک دی؟        

د اقتصاد د علم پلار څوک دی؟        
  
که د ډیرو محصلینو او متعلمینو څخه و پوښتې چې د اقتصاد پلار څوک دی؟ نو بې ځنډه به ځواب درکړي، (آدم سمیت)
خو  آیا رښتیا هم آدم سمیت د اقتصاد پلار دی ؟ او که ابن خلدون؟
پدې هکله اقتصاد دانان او څېړونکي په یوه خوله (نظر) ندي؛ خو که چیرې موږ د ابن خلدون مشهور اثر مقدمې ته چې په  ۲۰۰۰ صفحو کې لیکل شوی او د نړی په ډیرو ژبو ژباړل شوی دی مراجعه وکړو، نو هلته به ټول هغه اقتصادي نظریات  ووینو کوم چې آدم سمیت  په خپل کتاب ( دملتونونو ثروت) کې تشریح کړي لکه: (د کار ویش، د ارزش نظریه، خارجي تجارت، د مالیاتو په هکله نظریات او همدارنګه د دولت مداخله په اقتصاد کې....)  د نوموړو پوهانو د اقتصادي نظریاتو تر مینځ لاندې مشابهتونه او پرتله تاسې ولولئ او قضاوت وکړئ چې آدم سمیت د اقتصاد پلار دی ؟ او که ابن خلدون؟ 
1.  د کار ویش موضوع د ابن خلدون د کتاب (مقدمې) په لمړي فصل کې راغلې او همدغه موضوع د آدم سمیت د (ملتونوثروت) د کتاب په لمړي فصل کې راغلې ده، آدم سمیت د کار دویش ګټې بیان کړې ابن خلدون بیا وایي: ((بدون د کار دویش څخه حتي یو کس نشي کولای خپله غذا لاسته راوړي))
2. ابن خلدون ۴۰۰ کاله  مخکې تر  آدم سمیت خپل اقتصادي نظریات وړندې کړي، که چېرې د دواړو نظریات سره پرتله کړو نو واضیح ورته والی به پکې مشاهده کړو.
3. آدم سمیت د کلاسګو پوهنتون د استاد (فرانسیس هچسن) څخه چې هغه بیا د خپل استاد (آنتوني اشلی کویر) څخه متاثره وو، داسې ویل کیږي چې (آنتوني اشلی کویر)  په مستقیم او غیر مستقیم د ابن خلدون د نظریاتو تر تاثر لاندې وو.
4. پخوا به نظریې له یو نسل څخه بل نسل  ته بدون له دې څخه چې د نظریې د ویونکي یا لیکونکي نوم ورسره ذکر شي نقل کېدلې ، هغه وخت دا کار عادي وو.
5. د تقاضا د معاصرې تیوري بنسټ ابن خلدون کیښود، چې وروسته د توماس رابرت مالتوس، آلفرد مارشال،جان هیکس او نورو لخوا څخه پراختیا ورکړل شوه . ابن خلدون ویل:(اجناسو ته تقاضا د هغه په مطلوبیت پورې اړه لري، یعني مطلوبیت د مصرف کوونکي لپاره د یوه محرک حیثیت  لري)
6. د ارزش نظریه بدون یو اتریشي اقتصاد پوه (جوزف شومپيتر) څخه چې له مرګ څخه څه موده مخکې یې د ابن خلدون لیکنو ته لاسرسی پیدا کړ، نور اکثراً غربي فیلسوفان د ارزش نظریه آدم سمیت او دیوید ریکاردو ته منسوبوي حال دا چې د ارزش نظریه د لمړي ځل لپاره د ابن خلدون لخو وړاندې شوه، ده ویل(( د اجناسو د ارزش منشأ کار دی))
7. د آدم سمیت سفرونه اروپاي هېوادونو(فرانسې او انګلستان)ته چې دوه کاله یې دوام وکړ، هلته کیدای شي په غیر مستقیم ډول د ابن خلدون د نظریاتو څخه مطلع شوی وي.
8.  جوزف شومپيتر وایي (( زه په خپله آدم سمیت د یوه لوی اقتصاد پوه په توګه پیژنم، د د اقتصادي نظریاتو په راټولولو کې ډیره  هڅه کړې او نظریې یې په نوي شکل بیان اکړې دي خو که دی د ابن خلدون سره پرتله کړو هغه تر ده ډیر مخکې دا کار په ښه توکه کړی وو))
9. د صلیبي جنګونو وروسته ډیرو غربي فیلسوفانو د مسلمانو پوهانو نظریات د هغه له نومونو پرته کارولې تر څو د مسلمانانو اغیزه کمه وښي، چې د وخت په تېرېدو سره خلکو نوموړي نظریات د غربیانو د نظریاتو په توګه پېژندل چې یو له هغه څخه هم د ابن خلدون اقتصادي نظریات دي.
10.  عثماني خلافت چې  د  ۱۴م  پېړی څّخه تر ۱۶م پېړۍ  پورې  په  ډیرو آسیایي او جنوب شرقي  اروپا هیوادونو کې د مختلفو علومو او فنونو مرکز ګڼل کیدو په اقتصادي برخه کې یې د ابن خلدون د نظریاتو څخه استفاده کوله د مثال په توګه: د مصر د هیواد څخه ماهرین صنعتګران او په کار پوه کسان قسطنطنی ته یوړل چې په اوس وخت کې ورته د تکنالوجي انتقال وایي.
11. په ۱۹۱۴ م کال کې د فرانسې د (عالم اسلام ) مجلې ابن خلدون د سیاسي اقتصاد مطرح کوونکی و نوماوو.
12. ابن خلدون لمړی شخص وو چې د مالیاتو تیوري یې وړاندې کړه، د (ارتور لافر) منحني په اصل کې د ابن خلدون د نظریې ګرافیکي شکل دی.
13. ابن خلدون لمړی شخص وو چې د پیسو اساسي وظایف یې بیان کړل، چې عبارات دي له: د محاسبې واحد دی، د ارزش ذخیزه کولو او اندازه کولو وسیله ده.
14. د کارل مارکس څخه ډیر مخکې ابن خلدون د انسان خواري د اجورې د لاسته راوړلو یوه لاره ښودلې ده.
15. د تعادل د نظریې بنسټ د ابن خلدون لخوا کېښودل شو، چې وروسته د فرانسوي عالم لئون والراس لخوا هغه ته انکشاف ورکړل شو.
ابن خلدون څوک وو؟
ابن خلدون د ۷۳۲ هـ ق د روژې په میاشت کې چې د ۱۳۳۲م کال د مې د میاشتې سره سمون خوري په تونس کې وزیږید، د ابن خلدون کورنی د اوومه هجري پیړۍ په نیمایي کې اندلس څخه تونس ته هجرت وکړ، ابن خلدون خپل نسب مشهور صحابي وائل ابن حجر ته رسوي، د ابن خلدون لمړی اثر( کتاب العبر)  دی، او دوهم اثر یې (مقدمه) دی چې په  ۲۰۰۰ صفحو کې لیکل شوی دی.
ابن خلدون د شلو کلونو په عمر خپلې زدکړې په تونس کې بشپړې کړې. مراکش، غرناطې، قاهرې، حلب او دمشق  ته یې سفرونه وکړل، چې د ده د علم او تجربو د زیاتوالي سبب شول. ابن خلدون سربیره پر دې چې د اقتصاد پلار دی، د ټولنپوهنې د پلار په نوم هم شهرت لري.

Related Articles

Jul 29, 2021
3,000 views

ویلیام بلیک وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ نامتو لیکوالو په نوملړ کې "ویلیام بلیک" هم د ښه نوم او مقام خاوند دی. نوموړی یوازې لیکوال نه و؛ ښه انځورګر او حکاک هم و. په دې لیکنه کې د نوموړې پېژندنه، ویناوې او د شعر بېلګه ولولئ!   ویلیام بلیک څوک و؟ د انګلستان هېواد...

Oct 01, 2023
2,777 views

امریکا DV لاټری

د 2025 کال د DV لاټرۍ اړوند لنډ معلومات.انشاءالله مونږ به داسې سهولت درته برابر کړو،چې هر څوک به پخپله ثبت نام وکړئ. د امریکا DV  لاټرې به د روان 2023/10/04 تاریخ د پنځم په ورځ نوم لیکنه پیل شي. او د 2023/11/07 تاریخ د غرمې په 12 بجو به یې نوم لیکنه...

Apr 30, 2022
1,439 views

د پاریس دېوالونه

د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...