د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 16, 2020
5 years ago
3,982 views
د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

انار یو له مشهورو ميوو څخه ده، چې د نړۍ په ګوټـ ګوټ کې خپل مينوال لري. د ځانګړي خوند سره ـ سره ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. په دې لیکنه کې به یې تاسو پر ځينو ګټو وپوهېږئ.

 ۱. له ويټامينونو ډکه مېوه ده
 "۱۷۵" ګرامه انار ويټامين سي ته د انسان اړتيا ۳۰% پوره کوي. همدارنګه ويتامين K ته یې اړتيا ۳۶ سلنه بشپړوي. له ده ور هاخوا په کافي اندازه اسیدفوليک او پوتاشیم هم لري. خواږه انار ۲۴ ګرامه قند او ۱۴۴ کیلو کالوري انرژي هم لري. خو د شته ويټامينو له امله پر دې عیب سترګې پټولی شو.

 ۲. د التهاب ضد خاصيت لري 
 په انارو کې شته مواد د عفونت او التهاب مخه نیسي په ځانګړي توګه د انسان په هاضمي سیستم کې د التهاب مخه ډبوي. څېړنې ښيي چې هره ورځ ۲۵۰ ملي لیتره د انارو اوبه څښل په درېيو مياشتو کې التهابي علایم یو پر درې را کموي. 

 ۳. د تومور د ودې چټکتيا ټيټوي
 د انارو یوه مهمه ځانګړتيا چې څېړنو ثابته کړې ده، د تومورونو د چټکې ودې مخنيوی دی. وروستي تحقیقات ښيي چې د ورځې یو ګیلاس (۲۵۰ سي.سي) د انارو اوبه څښل د سرطاني سلولونو وده په کافي اندازه کموي. باید ووایو چې دا درملنه نه ده، بلکې یوه ښه وقایه یې بللې شو.

 ۴. د وینې فشار
 د وینې لوړ فشار د زړه د حملې او مغزي سکتې په څېر د جدي روغتيايي ستونزو سبب کېږي. په مناسبه اندازه د انارو اوبه څښل مو د وینې فشار برابر ساتي. همدارنګه د زړه او رګونو د سلامتيا لپاره ګټور ثابتېږي. 

 ۵. د زړه ناروغۍ 
 د انارو او یا هم د انارو د اوبو منظم خوراک مو د وينې غوړ کموي. د وينې غوړوالی مو رګونه بندوي او د زړه د حملې ګواښ ډېروي. نو د کلسترول د کموالي لپاره د انارو کارول بې ګټې نه دي. د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ د زړه ناروغيو لپاره ښه وقایه ده. 

 ۶. د حافظې ښه والی
 څېړنې ښيي چې ناروغانو ته له عملیات وړاندې د انارو ۲ ګرامه شيره ورکول کېږي، له جراحۍ وروسته یې د حافظې له لاسه ورکولو خطر کمېږي. همدارنګه عمر خوړلو خلکو ته د ورځې یو ګیلاس انار د هغوی د حافظې په ساتلو کې مرسته کوي. 

 ۷. انرژي
 پر ورزشکارانو شوې څېړنې ښيي، چې له تمرین ۳۰ دقیقې وړاندې د انارو یو ګرام شيره خوړل د وینې د جریان په ښه والي کې مرسته کوي. دا چاره د ستړيا، دردونو او لټۍ په کمښت کې ګټوره ده. همدارنګه د اندامونو تناسب هم اغېزمنوي. البته په دې برخه کې لا څېړنې روانې دي. دا يې لومړنۍ پايلې دي. 

Related Articles

Dec 08, 2020
5,748 views

په ژوند کې د بریالیتوب تګلاره

موږ ټول هيله لرو، چې بریالي اوسو مګر ډېر کم خلک د بریالیتوب په معنی ځان پوهوي او د بریا لپاره هڅې کوي. باید ووایم یو له هغو خلکو څخه چې د کاميابۍ په لټه کې دي، تاسو هم یئ. ځکه چې تاسو دا لیکنه د همدې موخې لپاره لولئ، تر څو پوه شئ، چې څنګه د بریاليتوب...

Dec 15, 2020
4,332 views

د مطالعې په جریان کې د فکري تمرکز لارې چارې

د ګټورې مطالعې لپاره تمرکز حياتي ارزښت لري. مګر له بده مرغه په اوسنۍ زمانه کې محیط داسې برابر شوی، چې زموږ فکري تمرکز ډېر ژر له منځه ځي. د موبایلونو، کمپيوټرونو، انټرنيټ او نورو عواملو له کبله انسان خپل تمرکز له لاسه ورکوي. خو له نېکه مرغه ځينې تګلار...

Feb 15, 2022
1,699 views

ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟   اومېندواري د ښځو د ژوند ستونزمن خو په ورته وخت کې یو په زړه پوری پړاو دی. هره ښځه په خپل زړه کې د مور کېدلو هیله لري او غواړي چې خپل خاوند او کورنۍ ته یو وراث و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,694 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,003 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...