د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 16, 2020
5 years ago
3,980 views
د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

انار یو له مشهورو ميوو څخه ده، چې د نړۍ په ګوټـ ګوټ کې خپل مينوال لري. د ځانګړي خوند سره ـ سره ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. په دې لیکنه کې به یې تاسو پر ځينو ګټو وپوهېږئ.

 ۱. له ويټامينونو ډکه مېوه ده
 "۱۷۵" ګرامه انار ويټامين سي ته د انسان اړتيا ۳۰% پوره کوي. همدارنګه ويتامين K ته یې اړتيا ۳۶ سلنه بشپړوي. له ده ور هاخوا په کافي اندازه اسیدفوليک او پوتاشیم هم لري. خواږه انار ۲۴ ګرامه قند او ۱۴۴ کیلو کالوري انرژي هم لري. خو د شته ويټامينو له امله پر دې عیب سترګې پټولی شو.

 ۲. د التهاب ضد خاصيت لري 
 په انارو کې شته مواد د عفونت او التهاب مخه نیسي په ځانګړي توګه د انسان په هاضمي سیستم کې د التهاب مخه ډبوي. څېړنې ښيي چې هره ورځ ۲۵۰ ملي لیتره د انارو اوبه څښل په درېيو مياشتو کې التهابي علایم یو پر درې را کموي. 

 ۳. د تومور د ودې چټکتيا ټيټوي
 د انارو یوه مهمه ځانګړتيا چې څېړنو ثابته کړې ده، د تومورونو د چټکې ودې مخنيوی دی. وروستي تحقیقات ښيي چې د ورځې یو ګیلاس (۲۵۰ سي.سي) د انارو اوبه څښل د سرطاني سلولونو وده په کافي اندازه کموي. باید ووایو چې دا درملنه نه ده، بلکې یوه ښه وقایه یې بللې شو.

 ۴. د وینې فشار
 د وینې لوړ فشار د زړه د حملې او مغزي سکتې په څېر د جدي روغتيايي ستونزو سبب کېږي. په مناسبه اندازه د انارو اوبه څښل مو د وینې فشار برابر ساتي. همدارنګه د زړه او رګونو د سلامتيا لپاره ګټور ثابتېږي. 

 ۵. د زړه ناروغۍ 
 د انارو او یا هم د انارو د اوبو منظم خوراک مو د وينې غوړ کموي. د وينې غوړوالی مو رګونه بندوي او د زړه د حملې ګواښ ډېروي. نو د کلسترول د کموالي لپاره د انارو کارول بې ګټې نه دي. د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ د زړه ناروغيو لپاره ښه وقایه ده. 

 ۶. د حافظې ښه والی
 څېړنې ښيي چې ناروغانو ته له عملیات وړاندې د انارو ۲ ګرامه شيره ورکول کېږي، له جراحۍ وروسته یې د حافظې له لاسه ورکولو خطر کمېږي. همدارنګه عمر خوړلو خلکو ته د ورځې یو ګیلاس انار د هغوی د حافظې په ساتلو کې مرسته کوي. 

 ۷. انرژي
 پر ورزشکارانو شوې څېړنې ښيي، چې له تمرین ۳۰ دقیقې وړاندې د انارو یو ګرام شيره خوړل د وینې د جریان په ښه والي کې مرسته کوي. دا چاره د ستړيا، دردونو او لټۍ په کمښت کې ګټوره ده. همدارنګه د اندامونو تناسب هم اغېزمنوي. البته په دې برخه کې لا څېړنې روانې دي. دا يې لومړنۍ پايلې دي. 

Related Articles

Apr 04, 2023
1,239 views

یو ملکي انجنیر څه کوي؟

یو ملکي انجنیر څه کوي؟ منځپانګېیو ملکي انجنیر کوم فعالیتونه او دندې ترسره کوي؟1. د ودانولو موقعیت و ارزوئ2. د خاورې مطالعات ترسره کول3. د توپوگرافي او درجی شرایط وټاکئ4. د پروژې پلې کولو لپاره لازمي اجازه ترلاسه کړئ5. ساختماني محاسبې ترسره کړئ6. د سا...

Feb 26, 2021
6,688 views

د کونړ غلام محمد څوک و!؟

غلام محمد ساپی د کونړ ولايت د نرنګ د ولسوالۍ د عبدالحکيم اخونزاده «ساپي» زوی و. نوموړی د ۱۲۹۸ ـ ۱۳۰۰ ل.ل. کلونو په شاوخوا کې د کونړ په نرنګ کې زېږېد لی و . لومړنۍ زدکړې يې په خپل کور کلي او چم ګاونډ کې له خپلو مشرانو او د سيمې له ملايانو او پوهانو نه...

Dec 19, 2020
2,008 views

دریافت خبر های غیر عادی

دریافت خبر های غیر عادی مصطفی عمرزی در افغانستان ما که دریافت خبر های جنگ، بحران و سیاستگذاری های دوستان خارجی، تقریباً به تکرار و عادت رسیده اند، پخش خبر های تفریحی «مخصوص»، بسیار ناخوش نیست. تنوع چنین خبر هایی  که «دیگر چه گپ هاست؟»، ما را در شنا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,694 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,003 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...