جاپان هیواد سکالرشیپونه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 02, 2023
2 years ago
1,140 views
جاپان هیواد سکالرشیپونه

#جاپان هیواد د ماسټري او دوکتورا سکالرشیپونه! 
ټافل او ایېلټس ته اړتیا نلري. 
د مېکسټ MEXT سکالرشیپونه 

کابل کې د جاپان سفارت له لوري خبر ورکړل شوی دی چې د راتلونکی ۲۰۲۴ کال لپاره د MEXT سکالرشیپونو لپاره اپلیکېشنونه اخلي، دا سکالرشیپونه چې د نړۍ په کچه له مخکښو سکالرشیپونو ګڼل کېږي د جاپان دولت له لوري تمویلېږي. 

د یادولو وړ ده چې اپلیکېشن مو باید ډېر په دقیق ډول ډک او دوی ته د ایمېل له لارې ولېږئ. 

هېواد: جاپان 
د زده کړو کچه: ماسټري او دوکتورا 
د نوم لیکنې پای: د روان ۲۰۲۳ کال د جولای میاشتې ۱۵مه 

د سکالرشیپ امتیازات: 

دا سکالرشیپونه بشپړ وړیا دي او ټول لګښتونه به یې د MEXT له لوري ورکول کېږي؛ چې په لاندې ډول دي: 
•د اوسېدو لپاره د میاشتې ۱۴۰ زره جاپاني ین چې تقریباً زر ډالر کېږي. 
•د زده کړو فیس 
•جاپان ته د تګ لپاره لګښت 

د سکالرشیپ شرایط: 

•عمر مو له ۳۵ کلونو ډېر نه وي. (د ۱۹۸۹ کال د اپرېل میاشتې له دویمې نېټې څخه وروسته زیږېدلي وئ) 
•لږ تر لږه د لېسانس دورې سند ولرئ. 
•د افغانستان تابعیت ولرئ. (په دې مرحله کې پاسپورت حتمي ندی)
•فزیکي او رواني روغتیا 
•انګلیسي ژبه مو زده وي، خو د ټافل یا ایېلټس سند ته اړتیا نشته ده. 

لاندې سندونه مو تیار او دوی ته د ایمېل له لارې ولېږئ. 

اسناد: 

•اپلیکېشن فورم (له لاندې لېنک یې ډونلوډ کړئ)
•جاپان کې د اړونده څانګې او پوهنتون د لومړیتوب فورم یعنې تاسو مشخص کوئ چې که دې سکالرشیپ ته انتخابېږئ نو ستاسو لپاره به کوم پوهنتون او څانګه لومړیتوب ولري. (اړونده فورم له لاندې لېنک یې ډونلوډ کړئ)
•د زده کړو څانګه او ریسرچ پلان (معلومات او اړونده فورم یې له لاندې لېنک یې ډونلوډ کړئ)
•د نمرو ټرانسکرېپټ 
•د پوهنتون دیپلوم یا هم سرټیفیکېټ 
•ریکمنډېشن لېټر چې فارمټ به یې له لاندې لېنک ډونلوډ کړئ. 
•روغتیایي سرټیفیکېټ (فارمټ به یې له لاندې لېنک ډونلوډ او په یو روغتون کې یې تایید او ټاپه کړئ) 
•د انګلیسي ژبې اړوند که کوم سند ولرئ. 
پورته لیکل شوي سندونه تیار او ټول د دوی ایمېل ته د جولای میاشتې له ۱۵مې نېټې مخکې واستوئ. 

یادونه: د پوهنتونونو یو لېست چې د سفارت له لوري خپور شوی دی، لاندې د همدې پوسټ په کمېنټ کې موندلی شئ. 

د اسنادو د لېږلو ایمېل کوم چې د جاپان سفارت له لوري ورکړل شوی دی: 
ایمېل: 
japan.scholarship2024.af@gmail.com 

د پورته ذکر شویو فورمونو د ډونلوډ او نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ: 

https://www.studyinjapan.go.jp/en/smap-stopj-applications-research.html 

Win Scholarship

Related Articles

Aug 18, 2023
2,309 views

څلوېښت لنډ حدیثونه

څلوېښت لنډ حدیثونه! ګرانو وروڼو او خویندو !پدې لیکنه کې مو څلوېښت لنډ حدیثونه له پښتو ژباړې سره راټول کړي دي، هیله ده چې ټول یې ولولئ او نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، له ډېرو زیاتو اجرونو څخه به برخمن شۍ. اول باید د حدیثونو په اهمیت پوه شو، پدې اړه،...

May 17, 2021
1,501 views

عقب نشینی مزرورانه

عقب نشینی مزرورانه مصطفی عمرزی باید با صراحت یادآور شویم که روشنگری های ما در دفاع از کشور موثر و در حال گسترش اند. به شمول افغان های زیاد فرهنگی، سعی کرده ایم به جای درگیری و گریبان گیری، به پرسش هایی پاسخ بگوییم که هرچند غیر منطقی، اما با اصرار ص...

Sep 22, 2021
2,662 views

د مور شیدې کومې ګټې لري؟

لېکنه: شکېبا نادري، د مور شیدې کومې ګټې لري؟ اولاد د مور او پلار لپاره د خدایﷻ لخوا یوه ډالۍ او هغه نعمت دی چې دوی یې باید تل شکر ګذاره و اوسي. ځکه الله ﷻ دوی د اولاد په واسطه له راتلونکې محتاجۍ څخه ژغورلي، د دوی د خدمت لپاره یې ورته د ډالۍ په توګه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,023 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...