The Kerala Story

I
Imran Akhtar
Author
Jul 03, 2023
2 years ago
1,751 views
The Kerala Story

The Kerala Story 

عمران اختر

په ۲۰۲۳ کال کې د کیرالا سټوري په نامه فلم پر سیمناوو خپور شو، چې په هند کې یې هنګامه جوړه کړه ځکه کله چې هم د مسلمانانو پر خلاف فلم جوړ شي حتمآ  بلاکباسټر کیږي. د هندو دین څخه اسلام دین ته د یوې مسلمانې میرمن فاطمه اړوند دردناکه کیسه ده چې غوښتل یې نرسه شي خو د یو مسلمانې ډلې لخوا برینواش شي او د اسلام دین پرې ومنې. فاطمه سوریه ته د جهاد په خاطر ولیږل شي، او د داعش ډلې سره یوځای شي اما د نیول کیدلو وروسته د افغانستان زندان ته واچول شي.

فلم تاسې ته پریږدم که کتلای مو وي ښه ده او که نه مو وي کتلي درسره یې حتمآ اوګورئ. د فلم کیسه تاسې ته نه کوم، زه دلته د سیاست علم له پلوه ددې فلم اړوند مسایلو ته ستاسې توجو راجلبووم چې په دې فلم کې له کومو سیاسي اصطلاحاتو څخه استفاده شوي، او د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ترڅنګ د سیاست مینه والو ته ګټور مفاهیم رانغاړي.

Islam-phobia:  د اسلام یا مسلمانانو د دین په وړاندې ویره، کرکه، یا تعصب دی، په خاص ډول کله چې د تروریزم موضوع رابرسیره شي، نو لومړۍ اسلام او مسلمانانو ته د ترهګرۍ ګوته نیول کیږي. بالیوډ اکثره وخت د اسلام او مسلمانان په فلمونو کې د ترهګرۍ په رول کې راښکاره کوي. 

Conspiracy Theory: د سازش تیوري هغه تیوري ده چې یوه ډله خلک په پټه توګه هڅه کوي چې یو چا ته زیان ورسوي یا یو څه ترلاسه کړي. د سازش تیوري دا په ګوته کوي چې مسلمان نارینه هندوانې ښځې د اسلام منلو لپاره د لالچ، د مینې په ذریعه ښکار کول، فریب، تښتونې، او د واده پر ذریعه په خپل دام کې راګیروي. په دې فلم کې یاده تیوري روښانه شوي ده چې یوه ډله خلک د اسلام په نوم هڅه کوي، انجوني برینواش کړي او سوریه ته یې د جهاد لپاره واستوي حالانکي همدا ډله غواړي چې اسلام او مسلمانان نړۍ ته ترهګر معرفی کړي.

Love Jihad: د لوف جهاد په اصل کې د اسلام فوبیک او سازش تیوري ده چې مسلمان نارینه د غیر مسلمو ټولنو میرمنې د مینې په پلمه د اسلام منلو لپاره په نښه کوي. د مينې جهاد يوه داسې مفکوره ده چې مسلمان نارينه په هند کې د مينې په ذریعه هندې انجونو سره واده کوي. لوف جهاد یوه غیر رسمي اصطلاح ده چې د افراطي هندې ډلو لخوا کارول کیږي. په دې فلم کې د مسلمانانو یوې ډلې لخوا هڅه شوي ده چې هندې انجونو سره مینه کیږي، ورو ورو براینواش کیږي او بیا واده ته اماده کیږي.

Hindutva: هندوتوا یوه معاصره سیاسي ایډیالوژي ده چې د هندوانو د برتری لپاره کار کوي، او هڅه کوي چې هند په اساسي قانون کې یو سیکولر دولت باندې بدل کړي، د هند اوسنې حکومت د هندوتوا ایديالوژۍ ښه مثال دي. د هندوتوا ایډیالوژي ډیری ډلې او افراد بدناموي، او هغه څوک چې د هندوتوا لوبغاري دي کله ناکله د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی ته لاره هواروي. مسلمانان اکثرآ د هغو کسانو اصلي هدف وي چې د هندوتوا ایډیالوژۍ طرفداران دي. په یاد فلم کې مسلمانان د هندوتوا ایډیالوژۍ ښکار شوی دي، چې په ټول فلم کې مسلمانان بدنام کړای شوي دي.

Patriarchy: یو ټولنیز نظام دی چې په دې کې د حاکمیت او امتیاز موقفونه په عمده توګه د نارینه وو په لاس کې وي. دا اصطلاح  د کورنیو یا قبیلو لپاره کارول کیږي چې د پلار یا فامیل مشر یا نارینه لخوا کنټرول کیږي او د فیمینیزم تیوري برعکس نارینه په ښځو او ماشومانو باندې تسلط لري. په دې فلم کې یوه ډله خلک چې ځانونه مسلمانان ګڼې پر ښځو خپل حاکمیت څرګندوي.

War Propaganda: په ۱۹۲۵ کال کې اډولف هیټلر د MEIN KAMPF په نامه یو کتاب چاپ کړي دي چې ددې کتاب په یوه برخه کې د پروپاګند تخنیکونه ذکر شوي دي، دلته یې روښانه کوم: لومړي تخنیک: د خلکو د ساده کولو لپاره دومره غټ دروغ وویل شي چې خلک پخپله هم ورته حیرانه شي چې دومره غټ دروغ خو څوک نه وايي حتمآ یو څه رښتیا خو به وي! دوهم تخنیک: په دې تخنیک هماغه دروغ بار بار تکرار شي، ترڅو د خلکو یقین پرې لا باوري شي. دریم تخنیک: په دې تخنیک کې دا ښودل کیږي چې په مینځ مینځ کې لږ رښتیا هم وویل شي ځکه چې سپین دروغ په اسانۍ سره خلک پيژندلي شي، او د خلکو باور ورو ورو په حقیقت بدل شي. په دې فلم کې د داعش ډلې سره د افرادو یوځای کیدنه کې درست تعداد نه دې ښودل شوي، او د فاطمه په نوم ښځې اړوند کیسه په اصل کې ددې پروپاګند تخنیکونو څخه کار اخیستل شوي دي، ترڅو یو بل مذهبي جنګ ته لاره هواره کړي.

Related Articles

Sep 13, 2021
3,226 views

د سپټمبر په یوولسمه څه وشول؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی له نن څخه شل کال وړاندې پر همدې ورځ (د سپټمبر یوولسمه) د امریکا پر لوی سوداګریز مارکېټ برېدونه وشول. په کومو برېدونه کې چې څه کم "۳۰۰۰" تنه ووژل شول. له دې پېښې وروسته امریکا او ناټو ځواکونه په ګډه پر افغانستان یرغل وکړ او دا چار...

Oct 06, 2021
2,308 views

د اماني دورې علمي او فرهنګي لاسته راوړنې

ليکوال ـ علم ګل سحر غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو زیاته معارف ته ډیره پاملرنه کوله ډیر وخت به یې پخپله په ښوونځیو او د سواد د زده کړې په کورسونو کې تدریس کاوه د غازي امان الله خان د وخت  د اساسي قانون د ۶۸ مې مادې له مخې د ښ...

Dec 12, 2024
1,161 views

د توجو بحران

په نننۍ نړۍ کې د توجو اهمیت ډیر لوړ دی. زموږ وخت او توجو هغه پانګه ده چې موږ ته د بریالیتوب ډیرې دروازې خلاصوي، خو ټولنیزي رسنۍ او د انټرنیټ نامحدوده معلومات زموږ د توجو غله دي. پخوا خلکو درې ساعته فلمونه لیدل بیا د یو ساعته ویډیوګانو زمانه راغله. خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...