د قوشتپي کانال

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 06, 2023
2 years ago
2,321 views
د قوشتپي کانال

د قوشتپي کانال!
دا څنګه کانال او چیرته دی؟ اوږدوالی یې څومره دی، پلنوالی او نورې ډېري پوښتنې به دلته ځواب شې.
دا قوشتیپه کانال دی👇
دا کانال د افغانستان په درو ولایتو بلخ، جوزجان او فاریاب کي تیریږي.
دا کانال 286 کیلومیتره اوږدوالی، 102 میتره پلنوالی او شاوخوا 8.5 میتره ژوروالی لري.
دا وخت یاد کانال کي 3200 ماشینرې مصروفه ده او تقریباً 5500 کارېګر پکي لګیا دي او زرګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شوې
دا کانال به د افغانستان په زراعت کې تاریخي او نه هېرېدونکی بدلون راولي.
شپه او ورځ کار پکې روان دي، چې یو ټیم د سهار له 7 بجو تر مازدیګر 4 بجو او بل ټیم تر سهاره اخته وي.
یاد کانال د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کي د آمو له سېند څخه رابیلیږي، بیا د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تیریږي، مخته بیا د دولت آباد او د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ څخه په تیریدلو په درېیم ولایت فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کي پای مومې.
ددې کانال د جوړولو طرحه د داود خان وه او ولسمشر غني یې کارونه پیل کړل 1399 کال کې یې د افغانستان ملي شرکت ته د جوړولو امر وکړ په 1400 کال کې 500 میلیونه ډالر بودیجه ورته پیدا  او د کندني چاری یي پیل شوی، خو د افغانستان سقوط وروسته یې چاری وځنډیدلي، چې د بیا ځل لپاره یی اوسني حکومت افتتاح او چاری یي پیل کړی.
ددي کانال په بشپړیدو به شاوخوا دوه نیم لکو افغانانو ته د کار زمېنه برابره شي د افغانستان وچي دښتي به زرغون او اباد کړی!

----------تازه خبر
په بلخ کې د قوش تیپې کانال د جوړولو کار چټک روان دی
د ملي پرمختیايي شرکت چارواکي وايي، د هېواد په شمال کې د قوش تیپې کانال له بشپړېدو سره به د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو د اوسېدونکیو کرنیزو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزه اواره شي. 

The officials of National Development Company say the construction of Qosh Tepa canal project is under progress in Balkh province and will be completed before the scheduled time.
#ArianaNews #Balkh #QoshTepaCanal #Projects #Economy #Afghanistan

Related Articles

Mar 09, 2023
3,182 views

پښتو ټوکه

ټوکه یوه شپه یو غل د یوې بوډۍ کور ته ورغی، هغه لا ویښه وه، غله ورته وويل ، د نورو بوډیو په څېر له ماښام وروسته ولې نه ویده کیږې؟ هغه پوه شوه چې غل دی، ورته یې وويل ، زویه ویده وم خو سخت ویروونکی خوب مې ولید او راویښه شوم، او زیاته یې کړه: فکر کوم ته...

Feb 25, 2024
953 views

ځلیدونکي کانکریټ

ځلیدونکي کانکریټ –ډولونه ،کارول او ګټې . Burnished Concrete – Types, Uses and Benefits انجینر فرید عاطفځلیدونکي کانکریټ دودیز کانکریټ دي چې له دوه ځلې زیات ګلماله کیږي څو د کانکریټو سطحه سخته جوړه شي –داسې کانکریټ مداومت لرونکې وروستی پوخ او ځلیدونک...

Dec 14, 2023
1,041 views

په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings)

په سرک کې جرۍ جوړېدنه (Ruttings) جرۍ(ruts) د چرخ مسیر (wheel path) په امتداد د سطحې کېناستنه(depression) ده، چې د ترافیکي بارونو له سببه د فرش د طبقاتو یا په بستر کې د شکل د تغیر څخه وروسته رامنځته کیږي. د جرۍ په څنډو کې غوڅېدنه او یا د اسفالټو را پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,777 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,148 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,061 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...