To start downloading books

Please sign in or create an account.

ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟

ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟

لوستل به یي کوم تاوان ونلري؛که وخت لرۍ نو ویي لولۍ!

د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.
بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟
  بيا نو ولي په نړي کي در په در يهودي قوم دومره پياوړي شو؟
د جرمني په زندانونو کي بي کاره مخلوق ولي د نړي اقتصاد په لاس کې ونيوه؟
د اروپا څخه ويستل شوي يهودان څرنګه د اروپا په معيشت حاوي شول؟
دوي د نړي  په تجارت ، انجينرنګ ،ساينس او تکنالوژي څرنګه مخکښ شول؟
د نړي تقريباً اويا فيصده تجارت دوي څرنګه  ونيوه؟
د نړي سياست او ليډران څرنګه د دوي د لاس نانزکي دي او څرنګه چي غواړي استفاده تري کولای شي ؟
د نړۍ زياتره ميډيا باندې دوي څرنګه حاکم شول او څرنګه کولاي شي يوه موضوع کي د نړيوالو ذهنيت بدل کړی؟
  يهودانو څرنګه د نړۍ د لويو کمپنيو مالکان شول په ځانګړې ډول په فيشن،کاسماټکس، خوراکي مواد ،مشروبات، هوټل ،کمپيوټر، معلوماتو سيستم ،ميډسن، سافټير، ابټکس ،کنزيومر ګوډز، فلم انډسټرۍ ، هاليووډ او اډوانس ټيکنالوژۍ  او دوي څرنګه سبقت حاصل کړ چی اوس په نړي کي يو مسلم حقيقت دي.
د نړيوال تجارت ميدانونو کي د يهودانو برينډ تر ټولو بهتره، کامياب او مشهوره څرنګه شو؟
څرنګه د اسراییلو استخباراتي اداره موساد د نړۍ قوي ترينه اداره شميرل کيږي او څرنګه په ټوله نړۍ کې خپره شوه ؟
آخر څه وجه ده چې يهودان دومره مخکښ شول ؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي چې ډاکټر سټيفن په دغه اړوند دري کاله تحقيق کړي. د تحقيقاتو نتيجه ډيره وږده ليکن زه غواړم انتهایی مختصر ستاسو فايدي لپاره وړاندې کړم..
ورونو ......
په علمي ډګر کي يهودانو تر ټولو زيات نوبل جایزې ګټلي،
 هغوي په مختلفو برخو کي لاندې جايزي ترلاسه کړي..
فزيک: 47
کيميا:32
امن:9
بيولوژي:54
اکنامکس:28
ليټيچر:13
او مسلمانانو يواځې 9 انعامونه ګټلي.. ځينې خلک په دغه اړوند نيوکه کوي چې يواځې عيسويانو او او يهودانو ته ورکول کېږي ليکن دومره هم نده..
لمړي...
يهوداني ميرمني د حمل د ورځې څخه د خپل اولادونو هدفمنده تربيه پيل کوي..
الف: د حمل دوران کي حامله مور د خوراک ته زياته پاملرنه کوي. حامله مور ماهي، خاص سلاد، د بحري ماهی غوړي، بادام او شيدي او شهد دوامداره او لازمي خوري. يهودي مور ميوه د حمل وخت کي د ډوډي څخه مخکې خوري .. هغوي وايي د ډوډي ورسته ميوه خوراک ناراسته او کسل ماشوم پيدا کوي..
با: حامله مورګاني د حمل دوران کې مختلف رياضي ، ساينسي او مذهبي سوالونه حل کوي او تکرار يي کوي . خاوند او ښځه د حمل دوران کې د يو بل څخه مختلفي ذهني پوښتني کوي تر څو ذهانت د خپل اولادونو DNA کي شامل کړي او دغه ډول عقيده لري.. 
هغوي د حمل دوران کي ځان خوشحاله ساتي. 
خلاصه دا چې د ماشوم تر زيږيدنې مختلف سخت او هدفمند وظايف ترسره سره کوي. او دا يو حقيقت د چي د مور، حرکات ، سکنات او او خوراک په ماشوم اثر ګزاره وي چې دغه ډول واقعات اسلامي نړۍ تاريخ کي هم ډير راغلي..

دوهم: د پيدايښت څخه وروسته ماشوم ته خاصه پاملرنه کوي... خوراک او اکسرسايز ماشومانو ته لازمي عمل دی. هغو ماشوم په دوهم کال کي مکتب اچوي... هغوي دريم کال څخه د مڼډي، تير اندازې او نشانه بازي ټرينګ ورکوي...  د هغوي ماشومانو ته د ګريډ 1 تر 6 پوري چي د شپږو تر يوولس کالو منځ کی ساينس ، بزنس ، مټمټکس ځانګړي تعليم ورکول کېږي او دري ژبې ورزده کوي.. عربي ، عبراني او انګليسي... 
په اسراييلو کي د 3 کالو نيولي تر 17 کلني تعليم مفت او لازمي دي..  په تعليمي ادرارو د حکومت سخت کنترول دي او 90 فيصده تعليمي ادارې حکومت خپله چلوي..
 د 10 صنف شهادت نامه هغه ماشوم ته ورکول کیږي چې د سخت نصاب تر څنګ په يوه برخه کي تحقيقي ريسرچ وکړي چي معمولا زمونږ هيوادونو کي په ماسټري او دوکتورا کي کيږي..
ډاکټر سټيفن ليکلی ، کله چې ما اسرايلي ماشوم د کليفورنيا ماشومانو سره مقايسه کړ اسرايلی ماشومان شپږ برابره با استعداده ول،
دريم.
اسراييلو کي هر ځوان باید عسکري وکړي د عسکري دوران کي ځانګړی منهج په اساس مختلف ستراتيژيک او تخنيکي درسونه ورکول کېږي.  فوځ د ځوانانو د پوهنتون ټول فيس ورکوي... هر اسرايلي د پوهنتون سره يو ځای يو حربي ماهر ، ستراتيژيک، هدفمند او تعليم يافته جنګيالي هم وي...
په تجارت برخه کي هر محصل باید دري نورو محصلينو سره يو ځای عملي پراجيکټ پيل کړي او تر څو چې يو مليون ډالر ګټه ونه کړي شهادت نامه نه ورکول..
څلورم.
 يهودان په معيار هيڅ ډول معامله نه کوي ... نړيوالو تعليمي قوانينو رنيګين په اساس د اسراییلو 6 پوهنتونونه د اسيا سلو مخکښ پوهنتونو په ټاپ ليول دي.
د اسراییلو 4 پوهنتونونه د ټولي نړي يو نيم سل پوهنتونونو په ټاپ لست کي دي
همدارنګه په ساينس ، انجينرنګ ، مټمټکس ، کيميا ، کمپيوټر او لايف ساينس کي د اسراییلو پوهنتونونه د نړي په ټاپ ليست کي شميرل کيږي.
او اسلامي هيوادونو يو پوهنتون هم دغه لست کي نشته..
پنځم.
په اسراييلو کي سګريټ څښل منع دي. په داسي حال کي چي د نړي تر ټولو لوي سګريټو کمپني د يهودانو دي .. اسرايلي ساينس دانان وايي چې سګريټو کي موجود نيګوټيم زمونږ په مغذو اثر کوي او زمونږ راتلونکې نسل DNA خرابوی..
شپږم.
په نيويارک کې د يهودانو ځانګړي مرکذ چي د Jewish community center ورته وويل کيږي . په دغه مرکز مختلف کارونه کوي.. چې تر ټولو مهم يي هغه يهودانو چې بزنس کي نوي او ځانګړي پروګرام لري د مرکز لخوا ورته پرته له سوده قرضي ورکول کيږي چې تر اوسه په دغه ډول نړي لوي کمپني رامنځته شوې..
.........................................
د اسراییلو خپله 6 فيصده بوديجه په دفاع 4.5 په RND او 30 فيصده په نظامي تحقيقاتو مصرفوی.
 اسراییلو د موساد استخباراتي ادارې د لاري په ټوله نړۍ کی تعلیم یافته او ماهر يهودان لمړي تشخيص او بيا اسراییلو ته انتقال کړل..
...........................................
اوس اسراييل په سفټير انجينرنګ او ټکنالوژۍ کي د امريکا او چين ورسته دريم او په دغه برخه نړي لمړی ارزانه هيواد دی لدی لپار اوس Google,Intel, Microsoft, Cisco, Facebook, amazon, Paypal apple او داسې ډيري کمپنۍ اوس خپل ريسرچ او ترقیاتي پروګرامونه  په اسراييلو کي سټبلش کوي. 
..........................................
ليکن مونږ مسلمانانو په ځانګړي ډول افغانانو نه مو خپل اولادونه قيمتي کړل ، نه سرمايه ، نه مو طبعي ذخاير او نه استعدادونه....
او چې کوم ناچیزه استعدادونه لرو هغه هم ورځ تر بلې وطن پريږدي.... او د ټولنې په نيمه برخه مو د زدکړي دروازي تړلي...
( مګرر نشر)
کاپي د ښاغلي جليلي له وال نه!

Related Articles

د باختر خزانې د آثارو په اړه

له څو ورځو راهېسې په ټولیزو رسنیو کې د یادو آثارو په اړه یو لړ اندېښنې راپیدا کړای شوي دي. هرڅوک لګیا دی خپل غیر مسلکي نظرونه ورکوي ترڅو خپلې ویناوې یا پوسټونه sensational کړي چې د لوستونکو توجو راجلب کړي. یو ځای مې ولوستل چې د یادو اثارو پولي ارزښت یې څو ملیارده ډالر اټکل کړی! بل چا د افغانۍ پشتیوانه بللي او داسې نور.که څه هم لازمه ده چې ددې ټولو...

براي زنده گي

براي زنده گي مصطفی عمرزی در روستايی در ميان كوهساران انبوه، در یک محيط آراسته با آرايش طبيعت، جوانی    زنده گی مي کرد كه پندار و كردارش بيش از همه، در برابر محيطي قرار مي گرفتند كه  طبيعت دست نخورده، تصوير برجسته ي آن است. میرویس با پا گذاشتن در هر بهاري كه پايان آن خاتمه ي فصلي از زنده گي او بود، شتاب داشت در ميان روستايش، جایی كه در يك كشور بح...

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي. ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د زړه د روغتیا ساتنه کوي. د بېلګې په توګه که د ورځې "۲۵" ګرامه ممیز وخورو، د وینې جریان مو ښه کېږي او ک...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...