سويس وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 17, 2020
5 years ago
3,189 views
سويس وپېژنئ!

یو له هغو ذوقونو څخه چې د نړۍ اکثره انسانان یې لري له بېلابېلو سيمو څخه لیدنه ده. که تاسو هم غواړئ سفر وکړئ او ښکلي سیمې وګورئ نو سویس مو ښه انتخاب کېدای شي. له هېوادونو سره بلدتيا موږ سره مرسته کوي، چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو، قومونو او کلتورونو په اړه لا ډېر وپوهېږو. په دې لیکنه کې به تاسو د سویس هېواد په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړئ.

 د سویس پېژندنه
 آيا پوهېدئ چې ددې هېواد رسمي نوم د سویس کنفدراسیون (Swiss Confederation) دی، چې په 1292 کې تاسیس شوی؟
 همدارنګه دې هېواد ته په آلمانی ژبه کې Schweiz، په ايټالوي کې Svizzera  او په فرانسوي کې Suisse وايي. 
 پلازمینه یې "بُرن" نومېږي. رسمي پولي واحد یې فرانک دی. ددې ښکلي او ښېرازه هېواد نږدې ۷۰% برخه هسکو غرونو نيولې ده. ۶۰ سلنه غرنۍ سیمې یې د الپ په غرونو کې پراته دي. پراخوالی یې ۴۱۲۸۵ کیلو متر مربع دی. د پنځو هېوادونو (فرانسه، آلمان، ايټاليا، اتریش او لیختن اشتاین) په منځ کې احاطه شوی دی. همدارنګه مشهور او لوی ښارونه یې: بازل، ژنو، برن، لوازن او زوريخ نومېږي. 

 مذهب او ژبه
 د سويس اکثره اوسېدونکي عیسویان دي، چې ۴۳% یې کاتولیکان، ۳۵ سلنه یې پروتستان او ۲ فیصده یې ارتودوکس عیسویان دي. همدارنګه د ټول نفوس ۴ سلنه یې مسلمانان هم دي. پاتې نور یې بیا د نورو دینونو پيروي کوي او یا هم بېخي دین نه مني.
 د سویس په اساسي قانون کې رسمي ژبې درې او ملي یې ۴ ښودل شوي دي. تقریبا ۷۰ سلنه وګړي په الماني ژبه غږېږي. البته د جرمني هېواد له الماني ژبې څخه ډېر توپیر لري.

 خلک
 د سویس خلک قانون ته ډېر درناوی لري. دوی پخپلو میراثونو او کلتور ډېر ویاړ کوي. کله چې د تاریخ یادونه کېږي دوی خپل ویاړلي اشخاص یادوي او د غرور احساس کوي. وګړي يې خوشحاله ژوند لري نو پر همدې اساس دا یو له هغوی هېوادونو څخه دی، چې وګړي یې ډېر عمر کوي. په نارینه وو کې یې متوسط عمر ۸۰ کاله او ښځينه وو کې ۸۴ کاله دی. خلک یې د ډېر چکر او بې ځایه ګرځېدو لېوال نه دي. په کارونو او سوداګرۍ کې پخپلو کې ښه رقابت او سیالي لري.

 اقلیم
 د سويس آب و هوا په ډېرو سیمو کې مختلف وي، هوا یې معتدله، اوړی یې ګرم او ژمی یې بې واورو نه وي. د واورو لوړه ذخیره چې د آلپ د غرونو ۱۴ مایله کې پروت دی ددې هېواد برخه ده، چې د یونسکو په میراثونو کې هم شمېرل کېږي.

Related Articles

Jun 14, 2021
6,191 views

د ښه ملګري ځانګړنې!

په ټولنیز ژوند کې انسان له خپلې کورنۍ او نږدې خپلوانو وروسته پر خپلو ملګرو ډاډه وي. په رښتيا هم "ملګري" زموږ او ستاسو په منفي او یا هم مثبت بدلون کې رغنده رول لوبوي. که ملګري مو ښه وي، تاسو هم مثبت بدلون کوئ او که بد وي نو بدې کړنې به زده کوئ. په دې...

May 18, 2021
1,554 views

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری!

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری! سید مرتضی حسینی تاریخی‌گری به زبان ساده؛ عقب‌گرد به دوران‌های موهوم طلایی است. دوران‌های بسیار دور که سر بر دامن اساطیر شکوهمند و منزه می‌رسید. تاریخی‌گری، بازگشت یک گروه یا جامعه‌ی غرقه در مشکلات، معضلات و پتیاره گی‌ها...

Mar 27, 2022
1,726 views

صوفي او بیزو

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په یوه حکایت کې راځي چې، صوفي د ونې سيوري ته ناست و. بيزو د کوپرې ګوزار ورباندې وکړ. صوفي کوپره په ګورت کې ونيوله. د هغې د منځ شيدې/اوبه يې وڅښلې. کوپره يې وخوړه او د کوپرې له پوټکي يې ځانته کاسه جوړه کړه.   درسونه په نړۍ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,750 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,036 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...