د اقلیم بدلون، لاملونه، اغېزې، او د کمښت او مخنیوي لارې چارې

K
Khalid Razique
Author
Sep 15, 2023
2 years ago
3,696 views
د اقلیم بدلون، لاملونه، اغېزې، او د کمښت او مخنیوي لارې چارې

Author: Khalid Razique

د ځمکې د اقلیم ګرمېدل اوسمهال په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده، چې په طبیعت، ژوندیو موجوداتو او د ژوند په هره برخه یې خپلې ناوړه اغېزې غورځولې او په یو ډول نه یو ډول ټول هغوی زیانمنوي، دا ځل مې په دغه لیکنه کې د اقلیم د بدلونونو او د هغه د ناوړه اغېزو په اړه ځینې مهمې کرښې کښلې دي، خدای د وکړي تر زیاتې کچې مو په عامه پوهاوي کې مرسته وکړي.

 

راځئ لومړۍ پدې وپوهېږو چې اقلیم څه شی دی؟

 

اقلیم د یوې سیمې د ټولو جوي پېښو منځني حدود دي، چې په یو ټاکلي وخت او ځای کې بېلا بېلې ځانګړتیاووې غوره کوي. د اقلیم بدلون هغه ښکارنده (پدیده) ده چې د فاکټورونو لکه د ځمکې ډینامیکي بهیر یا هم بهرني عوامل لکه د لمر د وړانګو په چټکوالي او د انسانانو په فعالیتونو کې د تغییراتو په پایله کې رامنځ ته کیږي. پر اقلیم اغېزکونکي بهرني عوامل د اقلیمي ځواکونو په نوم یادیږي.

 

په دې وروستیو کلونو کې د ځمکې د حرارت درجه پورته ختلې او د ځمکې دغه ګرمېدل د اقلیم له بدلون څخه سرچینه اخلی، کوم څه چې په دې وروستیو لسیزو کې څېړونکو او پوهانو یې په اړه ډېرې مطالعې کړې او په دې هڅه کې دي چې دولتونه او خلک د اقلیم د بدلون له ناوړه پایلو څخه خبر کړي.

د ځمکې ګرمېدل د انسانانو ژوند ته ډېر زیانونه رسوي او ګڼې ناپېژندل شوې ناروغۍ له همدې لوري دي. د نړۍ د روغتیایی سازمان پوهان په دې باور دي، چې د ځمکې د حرارت درجې لوړوالی کولی شی د مالاریا، تبې او نورو ناروغیو لامل شی. سربېره پر دې د ځمکې د حرارت درجې لوړوالی له امله په تودو او مرطوبو سیمو کې ماشې ډېره وده کوي. همدارنګه په تودو شرایطو کې د ناروغیو رامنځ ته کونکي عوامل هم ډېر عمر کوي.که انسان وغواړي او که ونه غواړي د ځمکې د ګرمېدو او د اقلیم د بدلون لامل کیږي. که چېرې په وروستیو لسیزو کې د پوهانو وروستۍ محاسبو ته پام وکړو، وبه ګورو څومره چې په فابریکو کې له فسیلي توکو څخه د انسانانو ګټه اخیستنه زیاته شوې، په هماغه کچه د ډېرو مضرو ګازونو تولیدېدو لامل شوي دي. د مضرو ګازونو زیاتوالی ډېر زیانمن تمامیږي او د اقلیم د بدلون لامل کیږي او همدغه د اقلیم بدلون د ځمکې کرې د ګرمېدو لامل کیږي

 د هوا تغییرات یوازې د طبیعي یخچالونو اوبه کېدو لامل نه کیږی، بلکې اکوسیستمونو ته هم بدلون ورکوي. همدارنګه دغه بدلونونه د ټولې نړۍ په کچه د انسانانو لپاره د خوراکي توکو چمتو کول سختوي

د مضرو ګازونو زیاتوالی لامل کیږي، چې طبیعي منابعو ته تر ټولو ډېر زیان ورسیږي او هغه هېوادونه چې لږه پراختیا یې موندلې او د کرنیزو حاصلاتو په څېر په طبیعي منابعو ډېره اتکا کوي تر ټولو ډېر زیان ویني

په ژمی کې موږ د واورې اورېدو تمه لرو خو کله چې د ځمکې د حرارت درجه پورته ځی، د واورې اورېدل ناشونې کیږي او په داسې یوه فصل کې باران اوریږي، چې نه باید و اورېږي

نوځکه خو د باران او واروې اورېدو کچه بدلون مومی. د واورې اورېدل کمیږي او ډېر کله واوره د باران په بڼه اوري، چې دغه ټول د اقلیم د بدلون نښې شمېرل کیږي.د غیرمنتظره بارانونو او واورې اورېدل د انسانانو ژوند ته زیانونه رسوي. دغه زیانونه تر ټولو زیات پر کرنیزو او طبیعی منابعو اغېز کوي. ددغه ډول وضعیت دوام به ښې پایلې ونه لری. د باران په اورېدو کې بدلون راتلل د اقلیم له مهمو بدلونونو څخه دي. ښایي د نړۍ په کچه د اقلیم بدلونونه د پراختیا په حال کې د نړۍ برخې تر اغېز لاندې راولي چې اوس هم د معیشت تامینولو لپاره ستونزې لري. په دې برخه کې کولی شو د موسمي بادونو تغییر ته اشاره وکړو

اقلیمی بدلونونه څرځایونه او بوټی تر اغېزې لاندې راولي. د نړۍ یو شمېر سیمې د اقلیم له دغو بدلونونو څخه ګټه پورته کوي، خو ځینې نورې سیمې له جدي او پراخو ستونزو سره مخ کیږي او په ډېرو نورو برخو کې ښایي پر کرنیزو سیستمونو سخت اغېز ولري.د ځمکې ګرمېدل په دې مانا دي، چې د اوبو د تبخیر کچه لوړیږي او کوم رطوبت ته چې ځمکه ورته اړتیا لري له منځه ځي او خاوره خپله حا‌صلخېزي له لاسه ورکوي.کله چې خاوره خپله حاصل‌‌خیزي له لاسه ورکړي، د بېوزلو هېوادونو خلک چې پر کرنیزو محصولاتو ډېره اتکا کوي، نور هم بېېوزله کیږي. کله چې فقر زیات شي، امنیت هم خرابیږي

د سېلاب جاري کېدل، د اوبو کمښت، له حده زیاته تودوخه او د خوراکي توکو کموالی د ځمکې ګرمېدو له کبله دي، چې انسانان او طبیعت تر اغیز لاندې راولي. اقلیمي تغییرات به د بېېوزلو هېوادونو پر خوراکي امنیت سختې اغېزې وکړي.ان په ۲۰۳۰ کال کې به هم څو سوه ملیونه بېوزله خلک وي، چې یا به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وي یا به له دغه حالت سره مخ کېدونکي وي

په وچو سیمو کې مېشت لږ عاید لرونکي کسان او ډلې به، د سیندونو د اوبو کچې لوړېدو او د ځمکې لاندې د اوبو منابعو تروشېدو له امله تر ټولو زیات زیان وویني. ښایی په هغو سیمو کې به د اقلیمی تغییراتو اثار زیات وي، چې همدا اوس د یادو ښکارندو تر ګواښ لاندې دي. په ډېرو هغو سیمو کې چې د سیندونو د اوبو کچې له لوړېدو سره مخ دي، اقتصادي فقر دی او هېوادونه له دې ښکارندې سره د مقابلې توان نه لري

اقلیمي کارپوهان په دې باور دي، چې دغه بهیر کولی شي وچکالۍ، سېلابونه، ګردبادونه او توپانونه زیات کړي. د ځمکې د حرارت درجې په لوړېدو سره د بوټو په کښت کې هم بدلون راځي. لکه څنګه چې که چېرې په هوا کې لږ تغییرات هم راشی، د بوټو د عمر او تولید کمېدو لامل کیږي. په ځنګلونو کې د بوټو د کچې کمېدو له امله، چې کولی شو په ځینو مواردو کې د شاړو دښتو زیاتېدو نوم ورکړو، په ځنګلي سیمو کې د وحشي حیواناتو ژوند لپاره چاپیریال نامساعدوي. د حرارت درجه، میزان او د اورښت فصل هغه مهم فاکټورونه دي، چې د روزنې وړ حیوانات او د محصولاتو ډول تعیینوی. اقلیمی تغییرات پر کرنیزو محصولاتو، حیواناتو او څړځایونو خپل اغېز پریبا‌سي

 

د اقلیم د بدلون لاملونه څه دي؟

 

د ځنګلونو د یوې لویې برخې له منځه تلل او د ځمکې شین پوښښ، له دود کونکو سون توکو څخه ګټه اخیستل او د کانونو غیرفني او خپل سره استخراج، د اقلیمي بدلون د رامنځ ته کېدو له لاملونو څخه شمېرل کیږي. د یو شمېر سیندونو وچېدل، د یخونو او واورو اوبه کېدل، تاوده او بې‌ واورې ژمی، د اوړي بې‌ وخته بارانونه او لسګونه نور موارد د هوا د تغییراتو له نښو څخه شمېرل کیږی. د انسانانو کړنې لکه د سکرو، فوسيل او طبعي ګازو سوځول د کاربون ډای اوکسايډ اندازه زياتوي. چې شين کوريزه ګازونو د ځمکې تودوخې تر ټولو لوی عامل او د ځنګلونو پرې کول يې بل عامل دی .نن په هوا کې د کاربون ډای اوکسایډ ټینګوالی د تېرو ۸۰۰ کلونو له بل هر وخت ډېر شوی دی

 

د اقلیم د بدلون اغېزې څه دي؟

 

د قطبي سمندر کنګل اوبه کېږي، لوړه تودوخه،‌ د نامساعدې هوا او اقلیم وضعیت او د بندونو د اوبو د کچې لوړېدل د ځمکې له تودېدو سره تړاو لري او کولی شي د نړۍ پر بېلابېلو سیمو ډېر سخت اغېز وکړي. له ۱۹۰۰ زیږدیز کال راهیسې،‌ د نړۍ سمندرونه په اوسط ډول نژدې ۱۹ سانتی متره لوړ شوي دي. د بندونو د اوبو د کچې لوړېدل په وروستیو لسیزو کې تېز شوي او په ځینو ټاپوګانو او هېوادونو کې چې هلته د سمندر سطحه لوړه ده لوی خطر ګڼل شوی دی. د قطبي کنګلونو ویلې کېدل د اوبو د سطحې پورته کېدلو اصلي لامل ګڼل شوی. د اقلیم بدلون نن سبا ستره ستونزه ده چې نړۍ ورسره مخ ده. د نړۍ ګرموالی د اوبو او هوا حالت ته بدلون ورکوي. د اوبو د کچې را پورته کیدل او بیا یې پر اوبو او هوا اغیزې کولای شي اقلیم بدل کړی

 

د اقلیم بدلون د وچکالۍ لامل کیږي. ډیر لرې نه بلکې ژر به د نړۍ څلور میلیارده انسانان د اوبو له کمښت سره مخ شي. په دې منځ کې په منځنۍ آسیا کې هم ځینې سیمې شته چې اوبه، به یې کمې شی. له دې سره سره چې علم ډیر مخکې تللی دی په مرکزي او منځنۍ اسیا کې په دې برخه کې بدلونونو ته وړ پام نه دی شوی. چاپېریال برخې شنونکي په دې آند دي چې منځنۍ آسیا به نوره هم توده او وچه شي. د هوا ګرمیدل او د اورښتونو کمیدل به د وچکالۍ لامل شي. شنونکي زیاتوي چې له اتیا تر سلو میلیونونو وګړي به تر ۲۰۵۰ کال پورې د اوبو له کمښت سره مخ شي. د ځمکې لاندې اوبه به کمې شي، ساحلونه به را پورته شي او ځینې د سیمې هیوادونه به هم له ګواښ سره مخ کړي. په معتدلو سیمو کې اورښت ډیریږي او حاصلات هم ډیریدای شي. خو په وچو او ګرمو سیمو کې بیا کمیږي او د اوبو د کمښت او وچکالۍ لامل کیږي چې دغه کار د نوسان شته توازن ماتوي او له منځه وړي

 

کله چې په ګرمو سیمو کې باران کم شي خوراکي خوندیتوب له منځه ځي او بیا په یادو سیمو کې شته هیوادونه تر ډیره د اوبو پر سر لانجې کوي. له دې سره سره چې زموږ هیواد اوس په ښه وضعیت کې دی خو که یې سم مدیریت ونه شي او اوبه قابو نه شي لرې نه ده چې موږ به هم د وچو هیوادونو په کتار کې راشو. د اوبو نشتون نه یوازې اقتصاد بلکې انسانی روغتیا ته هم زیان رسوی. که چیرې دې مسلې ته پام ونه شی او شته وضعیت د اوبو په سم ډول مدیریت نه شي نو ستونزې پیدا کیدای شي. دا اوس هم زموږ ډیر هیوادوال پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

 

له دې سره سره چې د اقلیم بدلون یو نړیوال بحث دی خو ورته پام د هر دولت کار دی.د اقلیمی بدلون په شتون کې نه یوازې اورښت او اوبه کمیږی بلکې پیښې هم ډیریږی. دغه کار د سیلاونو راوتلو، توپانونو د لګیدو، خوراکي خوندیتوب د نشتوالي او هم د روغتیا برخې ته د نه پام لامل کیږي

 

د اقلیمي تغیزاتو او بدلونونو د مخنیوي له پاره باید کوم کوم ګامونه واخیستل شي؟

 

1- لومړی خو باید د انرژي په مصرف کې کموالی راشي، او یا هم له بدیلو لارو انرژي لاسته راوړل شي، او له منل شویو لارو چارو کار واخیستل شي

2- دوهم قدم کې د شته انرژۍ پر ځای د عصري ډول انرژی څخه ګټه واخیستل شي

3- د انرژي د کم لګښت په موخه د کم مصرفه تکنالوژۍ، ماشینونو، موټرو او نقلیه وسایطو، کارول

4- د چاپیریال په برخه کې زیاتې او دوامداره ارزونې او څېړنې باید ترسره شي

 

5- له نوی میتود سره سم په ځینو سیمو کې د ګیاوو او ځناروانو ډیروالي ته پام او د ونو له پرې کیدو او ځناورو له ښکار څخه مخنیوی

6- د شنو بوټو، ځنګلونو پراخول او په سمه توګه پالل

 

7- تر ټولو مهمه خو دا چې د قوانینو او مقرراتو عملي کول

 

او داسې نورې غوره لارې چارې زیاتې شتون لري چې کولی شي د اقلیمي تغیراتو او بدلونو په مخنیوي، کمښت او راټېټولو کې ښه رول ولري

درنښت

Related Articles

Jan 01, 2022
1,886 views

د ذکام نښې او ګټې!

لیکنه: شکېبا نادري د ذکام نښې او ګټې! ذکام هغه ناروغي ده چې د سړې هوا او یا د موسمونو د بدلون له امله رامنځته کېږي. په اوسني موسم یعنې ژمي کې ډېری کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو ذکام هغه یوازینۍ ناروغي ده چې د انسانانو لپاره ډېرې ګټې لري چې موږ په...

May 05, 2022
4,681 views

ارواپوهنه وايي (۳)

ارواپوهنه وايي 🌿 • سهار دې په دعا، عبادت او شکر سره پیل کړه! • له خلکو سره داسې چلند وکړه، لکه څنګه چې له نورو د چلند توقع لرې. • په هره مسئله کې مثبتو خواوو ته ډېر فکر وکړه! • د ټولو شیانو له مهارولو لاس واخله! • ژوند له سولې او مینې ډک تصور ک...

Sep 14, 2021
4,918 views

د سنځلې روغتيايي ګټې!

سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي  ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive ، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي او لاتین او علمي  نوم یې  Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه  (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان ، تر کیې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,900 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,180 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,139 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...