To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 1 year ago 1,079
د فورسیج حراموالی دلیل

د فورسیج حراموالی دلیل

د فورسېج (Forsage) شرعي حکم څه دی؟
سوال:  د فورسېج ترتیب داسي دی، چي ته فرضا ۲۷۰۰ افغانۍ په کمپنۍ کي پانګه اچوې، چي کمپنۍ ۱۷۰۰ ګرځوي او ۱۰۰۰ ستا دي، اوس کمپنۍ تاسي ته یو ټیم جوړوي، کله چي تاسي یو کس ودې ګروپ ته داخل کړئ نو کمپنۍ تاسي ته ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي، ایا دغه کار د شریعت په رڼا کي جائز دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په دې فورسېج کي دا مشکلات سته، چي کله تاسي ۲۷۰۰ جمع کړئ نو ۱۰۰۰ دوی ګرځوي ، دوهم مشکل دادی چي تاسي یو غړی ورته پیدا کړئ بیا د هر غړي پر سر باندي تاسي ته ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي، بل په دې کمپنۍ کي هیڅ کاروبار نسته د همدې مشکلاتو په رڼا کي د فورسېج په کمپنۍ کي انلاین کار کول ناجائز دی داځکه: 
۱: دغه قمار دی دا ځکه چي تاسي چي کوم رقم افغانۍ جمع کړئ دا اول ځل کمیږي ( چي ۲۷۰۰ جمع کړئ ۱۰۰۰ کمپنۍ اخلي ) او بیا ستاسي دغه روپۍ بېله کوم کار وباره اضافه کیږي (د غړي پر سر ۱۰۰۰ افغانۍ درکوي) او قمار حرام دی په نص سره، په دې کمپنۍ کي چي هرڅوک غړی سي و هغه ته نفع شروع سي او ده ته دا معلومه نه وي چي عقد چا کړیدی، نه دا شرعي عقد دی بلکي دا نامعلوم عقد (عقد مجهول) دی او بر عقد مجهول باندي نفع اخستل ناجائزه ده.
یآیها الذین امنوا انما الخمر والمیسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشیطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون. (سورت المائده: ۹۰)
لان القمار من القمر الذی یزداد تارة و ینقص اخری وسمی القمار قماراً لان کل واحد من المقامرین ممن یجوړ ان یذهب ماله الی صاحبه و یجوز ان یستفید مال صاحبه و هو حرام بالنص. (کتاب الحظر والاباحمة، فصل فی البیع ج: ۶ ص: ۴۰۳ ط: دارالفکر)
۲: بل مشکل دادی چي تاسي چي صرف یو غړی ورته پیدا کړئ ، پر غړیتوب د بل چا باندی اجرت درکوي چي دا په شریعت کي ناجائز دی، یو داسي کمېشن په اسلام کي جائز دی چي تاسي تکلیف او مشقت و ګالئ خو په دغه د فورسېج کمېشن چي تاسو ته درکوي دا ناجائز دی.
۳: په عمومي ډول سره په (Multi-Level Marketing) سره تړلي کمپنیانې په دې کي دا خطره هم سته چي که چیري کوم چا پیسې پکښې جمع کړې او نور غړي یې ورته پیدا نکړل کېدای سي چي ټوله سرمایه (مثلا ۲۷۰۰) له منځه ولاړې سي، داچي په دې کمپنۍ کي نه شراکت سته، نه مضاربت او ټوله سرمایه ولاړه سي دا لکه دغه سرمایه چي غلا سوه، دا ځکه هیڅ شرعي عقد پکښې نسته، چي موږ په دې کمپنۍ کي تحقیق کړیدی په دې کي سود، فریب، قمار او مال له منځه تلل دا ټول سته ، چي سود په نص سره حرامه ده او فریب هم په شریع کي حرام دی، نو ځکه ناجائز دی.

Related Articles

د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی    خټکی یو له هغو خوندورو مېوو څخه دی، چې نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. ددې مېوې رنګ د ژېړ او نارنجي په شاوخوا کې وي، چې بېلابېل ډولونه لري. په فارسي کې خربوزه او انګلېسي کې ورته "Melon" وايي. باید ووایم، په افغانستان کې هم دا مېوه کرل کېږي، چې تر ټولو مشهور یې د کندز خټکي دي.  تاسو به په دې لیکنه کې د همدې مېوې پر ګټو او زیانون...

ویښوونکې جملې!

ټولونه ـ ریاض مقامزی  پدې ليکنه کې به داسې جملې/ويناوې ولولئ، چې د نړۍ د نوموتو ليکوالو پورې اړوندېږي او ستاسو په ژوند، فکر او رفتار کې مثبت تغییر راوستلای شي. • څوک چې غرونه بېځايه کوي، د کوچنیو ډبرو له پورته کولو پیل کوي. (فاکنر) • وياړ د وينو په تويولو کې نه دی؛ بلکې د اوښکو په وچولو کې دی. (بایرون) • که ظالم د یوې ګوتې په اندازه تجاوز ته پ...

روژه (لنډه کیسه)

روژهلنډه کیسهلیکوال: رفیع الله ایثارـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ یتیم ماشوم له کور څخه راووت، سوړ اسویلی یې وویست، د ژوند بار ورته ډېر دروند ښکاریده، د روژې لومړی سهار و او دې ماشوم ته د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې وه، د کار او پیسو ګټلو هېڅ حل لاره یې ذهن نه اخیسته خو بیا هم د ښار په لوري روان شو، ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، په خوارکي...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...