د وخت د ضايع کېدو مخنيوی څنګه وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 19, 2020
5 years ago
3,980 views
د وخت د ضايع کېدو مخنيوی څنګه وکړو؟

د وخت ارزښت موږ ټولو ته لکه د لمر روښانه دی. کله چې وخت تېر شي بېرته هېڅکله نه راګرځي. همدارنګه موږ او تاسو په هغه څه قسم یادوو، چې ارزښت راته ولري. الله "ج" په "والعصر" سورت کې پر وخت قسم یادوي نو له دې دا معلومېږي، چې وخت د ډېر ارزښت وړ دی او یوه دقیقه هم باید بې ځایه تېر نه کړو.
 موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د وخت د ضایع مخنيوي لارې چارې وښيو. 

 د وخت ارزښت ته قایل شئ!
 که موږ د وخت په ارزښت پوه نه شو نو د ضايع کېدو په اړه به یې هم کومه خاصه پاملرنه و نه لرو. کوښښ وکړئ وخت ته په ارزښت قایل شئ. ستاسو لومړنی کار همدا دی، چې وخت ته په درنه سترګه وګورئ. که د وخت قدر وکړئ د ضايع کېدو مخنيوي یې خپله کېږي.

 هدف مو معلوم کړئ!
 لومړی باید ووایم، چې دا کار یوازې نويو ځوانانو لپاره اړين نه دی بلکې هغوی چې عمرونه یې له ۳۰ هم اوښتي وي مهم دی. 
 موږ ټول باید داسې اهداف وټاکو، چې هماغه پسې هره ګړۍ هڅه وکړو. موږ باید دنیا ته څه ډالۍ کړو؟ په کوم کار کې بریالي کېږو؟ غواړو ۲۰ کاله وروسته په کوم موقف کې اوسو؟ دا هغه پوښتنې دي چې موږ ته خپل هدف واضح کوي او کله چې هدف واضح شي کولای شو، وخت د خپل هدف لپاره بېل کړو او بېځایه تېر نه کړو.

 له ډېر چکر او بنډارونو ځان وساتئ
 چکر او بنډارونه زموږ ذهني سکون لپاره خورا مهم دي. مګر که له اندازې ډېر چکر مو وخت ضايع کوي. کوښښ وکړئ، د خپل کار ارزښت ته په کتو وخت ورته بېل کړئ. 

 منظم خوب وکړئ
 موږ ته خوب د وخت ضايع ښکاري مګر هر هغه کار چې زموږ صحت او پرمختګ لپاره اړين وي د وخت ضايع نه ده. که تاسو خوب ددې لپاره نه کوئ، چې وخت مو ضايع کېږي په ناسمه یئ. 

 کارونه له مهالوېش سره سم ترسره کړئ
 ډېری خلک دې ټکي ته خاصه پاملرنه نه کوي. حال دا چې د وخت د سپما لپاره مهالوېش سره سم د کارونو ترسره کول زموږ د وخت د ضايع مخه نیسي. تاسو که د هر کار لپاره مناسب وخت وټاکئ ستاسو د کار ښه والي کې هم پوره مرسته کوي. همدارنګه کوښښ وکړئ، چې مهالوېش کې لوبو ته هم وخت ورکړئ.

 لومړيتوبونه ټاکل
 هغه کارونه چې ترسره کوئ په څلورو ګروپونو ووېشئ: 
 - عاجل او اړین
 ـ اړین مګر عاجل نه دي
 ـ عاجل مګر مهم نه دي
 - نه عاجل دي او نه اړين
 په پورته شکل د خپلو کارونو ترسره کول د وخت د سپما ډېره ښه لاره ده. ځينې وخت موږ یو کار ترسره کړای وي خو ګورو چې له هغه ډېر اړين کارونو مو پرېښي وي.
 نو دا چې کارونه مو سم منظم او وخت ضايع نه کړئ پورته لارښوونې په بشپړ ډول تطبیق کړئ. 

Related Articles

Feb 16, 2021
2,842 views

د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ. رومان (رُمان)...

Jan 29, 2022
1,843 views

د ښځو د ليک زده کړې شرعي حکم

زموږ د هيواد زياتې ټولنيزې او کلتوري ننګونې له بې خبرۍ او د شرعي حکمونو له ناسم پوهاوي څخه سرچينه اخلي. که څه هم د اسلام د مبارک دين په بنسټيزو نصوصو کې د زده کړې، لوستلو او ليکلو په اړه د نارينه او ښځينه تر منځ له توپیر پرته په عمومي توګه زيات ټينګا...

Mar 19, 2022
1,824 views

د او.هینري لنډ ژوند لیک

 لیکنه ـ ریاض مقامزی   کله چې په نړېوالو ادبیاتو کې د لنډو کیسو نوم اورو؛ نو ورسره سم د او.هینري نوم هم د یادولو وړ ګرځي. پدې لیکنه کې به تاسو د نوموړي د ژوند او فن په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پېژندنه او.هنري "O. Henery" امريکايی لیکوال د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,679 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...