د وخت د ضايع کېدو مخنيوی څنګه وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 19, 2020
5 years ago
3,981 views
د وخت د ضايع کېدو مخنيوی څنګه وکړو؟

د وخت ارزښت موږ ټولو ته لکه د لمر روښانه دی. کله چې وخت تېر شي بېرته هېڅکله نه راګرځي. همدارنګه موږ او تاسو په هغه څه قسم یادوو، چې ارزښت راته ولري. الله "ج" په "والعصر" سورت کې پر وخت قسم یادوي نو له دې دا معلومېږي، چې وخت د ډېر ارزښت وړ دی او یوه دقیقه هم باید بې ځایه تېر نه کړو.
 موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د وخت د ضایع مخنيوي لارې چارې وښيو. 

 د وخت ارزښت ته قایل شئ!
 که موږ د وخت په ارزښت پوه نه شو نو د ضايع کېدو په اړه به یې هم کومه خاصه پاملرنه و نه لرو. کوښښ وکړئ وخت ته په ارزښت قایل شئ. ستاسو لومړنی کار همدا دی، چې وخت ته په درنه سترګه وګورئ. که د وخت قدر وکړئ د ضايع کېدو مخنيوي یې خپله کېږي.

 هدف مو معلوم کړئ!
 لومړی باید ووایم، چې دا کار یوازې نويو ځوانانو لپاره اړين نه دی بلکې هغوی چې عمرونه یې له ۳۰ هم اوښتي وي مهم دی. 
 موږ ټول باید داسې اهداف وټاکو، چې هماغه پسې هره ګړۍ هڅه وکړو. موږ باید دنیا ته څه ډالۍ کړو؟ په کوم کار کې بریالي کېږو؟ غواړو ۲۰ کاله وروسته په کوم موقف کې اوسو؟ دا هغه پوښتنې دي چې موږ ته خپل هدف واضح کوي او کله چې هدف واضح شي کولای شو، وخت د خپل هدف لپاره بېل کړو او بېځایه تېر نه کړو.

 له ډېر چکر او بنډارونو ځان وساتئ
 چکر او بنډارونه زموږ ذهني سکون لپاره خورا مهم دي. مګر که له اندازې ډېر چکر مو وخت ضايع کوي. کوښښ وکړئ، د خپل کار ارزښت ته په کتو وخت ورته بېل کړئ. 

 منظم خوب وکړئ
 موږ ته خوب د وخت ضايع ښکاري مګر هر هغه کار چې زموږ صحت او پرمختګ لپاره اړين وي د وخت ضايع نه ده. که تاسو خوب ددې لپاره نه کوئ، چې وخت مو ضايع کېږي په ناسمه یئ. 

 کارونه له مهالوېش سره سم ترسره کړئ
 ډېری خلک دې ټکي ته خاصه پاملرنه نه کوي. حال دا چې د وخت د سپما لپاره مهالوېش سره سم د کارونو ترسره کول زموږ د وخت د ضايع مخه نیسي. تاسو که د هر کار لپاره مناسب وخت وټاکئ ستاسو د کار ښه والي کې هم پوره مرسته کوي. همدارنګه کوښښ وکړئ، چې مهالوېش کې لوبو ته هم وخت ورکړئ.

 لومړيتوبونه ټاکل
 هغه کارونه چې ترسره کوئ په څلورو ګروپونو ووېشئ: 
 - عاجل او اړین
 ـ اړین مګر عاجل نه دي
 ـ عاجل مګر مهم نه دي
 - نه عاجل دي او نه اړين
 په پورته شکل د خپلو کارونو ترسره کول د وخت د سپما ډېره ښه لاره ده. ځينې وخت موږ یو کار ترسره کړای وي خو ګورو چې له هغه ډېر اړين کارونو مو پرېښي وي.
 نو دا چې کارونه مو سم منظم او وخت ضايع نه کړئ پورته لارښوونې په بشپړ ډول تطبیق کړئ. 

Related Articles

Jan 07, 2021
2,932 views

په کاري چاپېريال کې د پرمختګ لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې کار وکړي، زیار وباسي او د خپلو کارونو او زحمتونو پایله وګوري. تقریبا اکثره وګړي د خپل ژوند د بقا او له نورو سره د مرستې لپاره کار کوي. ځينې په خپل کاري ژوند کې ډېر بریالي وي او ژر ـ ژر د پرمخ...

May 14, 2021
6,011 views

څنګه کولای شم ګټوره مطالعه وکړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه د انسان په فکري روزنه کې رغنده رول لري. د مطالعې په مرسته زموږ پوهه زیاتېږي او پر مټ یې یو منطقي بحث کولای شو. دا او دې ورته ډېرې ګټې شته، چې د مطالعې په مرسته ترلاسه کېږي. مګر ځينې خلک نه پوهېږي، چې د ښې مطالعې لپاره باید...

Jan 13, 2021
2,235 views

د خدای ج کور،او زما د سترګو لېدلی حال!

ما له همدې ځایه د بریا لپاره ګامونه راوخېستل د څلورم سمستر د ازموینې وروستۍ ورځ وه، ژورنالیزم د برخې اساسي مضمون خبرې ژانرونو ازموینه مې درلوده سحر وخته چې کله د خپل پوهنځي مخې ته ورسېدم د ټولو په شوندو مسکا خپروه وه. صنف ته لاړم چې د سترګو رپ سره ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,685 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...