سوال:- :د پلستر ورکولو په اړه څه پوهیږئ، ویې وایاست؟
پلستر د دیوالونو د ښایست،همواروالي او د یو ښه عایق په صفت پکار وړل کیږي
د پلستر مواد شګه،سیمنټ او اوبه دي
پلستر لمړی باید له چت څخه پیل شي، په چت کې د استعمالیدونکي مصالې مارک باید د دیوالونو دمصالې د مارک څخه لوړ وي معمولاً 1:3 مارک د چتونو لپاره پکار وړل کیږي
پلستر کړل شوې سطحې ته باید تر 10 ورځو پورې اوبه ورکړل شي
یو ښه پلستر هغه دی چې په دریو طبقو کې ترسره شي لمړنۍ طبقه چې 10mm ضخامت لري (Rendering) نومیږي،بیا ورپسې بله طبقه چې 6—10 mm پورې ضخامت لري(Floating) نومیږي او دریمه(وروستۍ) طبقه هم تر 6mm ضخامت په درلودلو (Finish) نومیږي
د پلستر کولو اصلی ترتیب داسې دی چې لومړی طبقه مساله په پاک او لوند دیوال باندی وپاشل شي، او تر دوو ورځو پورې دی لمده وساتل شي،بیا دویمه طبقه د لرګي ګز پواسطه همواریږي داسې چې زیږوالی ولري او بالاخره وروستۍ طبقه د ګلمالۍ پواسطه تکمیلیږي څو ښویه او کاملاً همواره سطحه لاسته راشي
کله چې پلستر زیات وي او راتلونکو ورځو ته پریښودل کیږي،د کار پریښودو په وخت وروستۍ څنډه باید زیږه او وتوږل شي او ددیوال په منځ کې کار متوقف شي نه په کنجونو کې باید له کنجونو څخه 15cm واټن ولري او د پلستر د مصالې لپاره بیلابیل مارکونه شته چې په عبارت دي له
1:3 1:4 1:5 1:6
لمړی عدد یې شګه او دویم عدد یې سیمنټ دي
سوال:- : په پلستر کې د خلاصو ساحو کمونه د کومو قوانیو په اساس ترسره کیږي؟
په پلستر کې د خلاصو ساحو د کمونې لپاره باید تل دا څلور خبرې په یاد ولرو:-
د ګاډر اخري برخې،پاېې،تمبې او داسې نور د پلستر څخه نه کمیږي
هغه کوچنۍ ساحې چې (0.5m2) مساحت ولري د پلستر څخه نه کمیږي
هغه کوچنۍ ساحې چې مساحت یې د (0.5m2)څخه زیات او د (3m2)څخه کم وي، یو طرف سطحه کمیږي او یو طرف جمع کیږي
هغه خلاصې ساحې چې د (3m2) څخه زیاتې وي،نو د سطحې په دواړو طرفونو کې کمبود صورت نیسي،او باید څنګونه لاندی باندی جمع او ورعلاوه شي
سوال:- : د هغه کوچنیو ویښته ماننده درزونو علت ذکر کړئ،چې په پلستر کې منځ ته راځي؟
په شګه کې د خاورې موجودیت یا په اوبو کې د مالګې د موجودیت له امله منځ ته راځي همدارنګه د پلستر څخه د نه مراقبت او په مصالح کې د اوبو د زیاتیدو له امله هم منځ ته راځي
سوال:- : د پلستر ضخامت په دیوالونو او چتونو کې څومره وي؟
د پلستر ضخامت باید (1.5cm—2.5cm) حدودو کې وي
سوال:- : د هر 100m2(سل متر مربع) سنکارۍ د انګاف لپاره څومره مصالې ته ضروت دی؟
1.2m3 (۱.۲ متر مکعب)
Related Articles
اجتماعي کارمند
داجتماعی کارمند وظایف خپل میاشتنی پلان مربوطه مسول سره شریکول یوه کاپی د ولایتی مسول ته ورکول ، خپلی ټولی کړنی په همدی پلان کی ترتیب کول، او د کلی په د اول فورم ډکول او ولایتی ډیټابیس افسر ته سپارل چی کله کلی ته داخل شی د با نفوسو خلکو او ملا...
د اسلامي نړۍ د علم بهر امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه)
امام اعظم ابوحنيفه (رحمة الله علیه) په اتيا (۸۰) ه ق كال كي زېږیدلى او په يو سلو پنځوس (۱۵۰) ه ق كال كي وفات سوى دى. د عراق د كوفې اوسیدونكى وو، نوم يې نعمان وو، كنيه نوم يې ابو حنيفه یعني د حنيفې پلار وو، حنيفه د ده لور وه، په اغلب ګمان په قوم تا...
شري څه ډول ناروغي ده؟
د ماشومتوب د دورې یوه حاده انتانې ناروغي ده چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کيږي. چی عام کلینیکی اعراض اوعلایم یی تبه، دلوړتنفسې سیسټم اعراض (Coryza, cough) اوموضعې رشونو څخه عبارت دی. په پرمخ تلونکې هیوادونوکې یې مړینه اومصابیت...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...