هغوی چی یوه ښځه لری ولولی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Nov 16, 2023
2 years ago
2,125 views
هغوی چی یوه ښځه لری ولولی

زمادی غاړه خلاصه وی زه هم داخل یم پکی 
څوک چې په یوه مېرمن راضي شو او ټول ژوند یې ورسره تېر کړ، هیڅوک نه دی، مجلس کې یې مه پرېږدﺉ!

قاضي ابوالسعودويلي دچاچه يوه ښځه وي هغه کس دخلګو ترمنځ دفيصلي اوحکم کولو صلاحيت نلري،

ابوحيان توحيدي ويلي ماداسي قوم ليدلی چه هغوی به ديوي ښځي والاکس په خپل مجلس کي نه پريښودی اوهغه ته به ئي په ټيټه سترګه کتل،

صاحب ابن عباد:و يلی(مادپوهي خاوندان وليدل داسي اصطلاح ئي کارول چه دچابه تر يوه ډيري  ښځي وې  به چه فلاني مړسو ترده لاندي فلانی اوفلانی ښځه وه،
اوچه دچابه يو ښځه وه نودوی به ويل چه پرفلاني سربيره يوه ښځه وه 

ابن سينا: ويلي (دکوم سړي چه ښځه يوه وي هغه په ځاني اوروحي تکليف اخته وي په ځواني کي به دسپين ږيرتوب احساس کوي دبدن هډوکو اوملا درد څخه به شکايت کوي.خوشحالي به ئي کمه وي شکايت اوفرياد به ئي زيات وي)

 ابن خلدون: ويلی( هغه امتونه اوډلي چي هلا ک سويدي په هغوی ټولو کي مادغه يو عادت ليدلی  چه دهغوی  عادت به ديوي ښځي سره نکاح کول وو،)

عابد بن ميسار: وايي( دهغه سړي عبادت صحيح اوپه توجه باندي نه وي دچاچه دزړه ملګری انډيوال يو وي
.يعني.ښځه يوه وي.)

ومأمون دهارون الرشيد زوی ته : ئي وویل چه په بصره کي داسي قومونه سته چه هغه صرف يوه ښځه لري.ده وويل هغه هيڅ سړي ندي.ځکه ښځي ددوی خاوندان اومړونه ګرځيدلي.هغوی.دانساني عادة اونبوي سنت خلا ف عمل کوي.)

ابن يونس المزني : ته يوچاوويل چه ولي يهود اونصارى دډيرو ښځو سره نکاح کول پريښوده ؟
ده ورته وويل ځکه چه داهغه قوم دي چه دالله د غضب اومسکنةاوفقرورباندي نازل سويدي
 نوهمداکاريي دذلت نښه ده

. ( أبي معروف الكرخي ته:  ئي وویل .چه دهغو خلګو اړوند څه نظرلرئ کوم چه تريوه ښځه زياتي نکوي اوداکارپرهيزګاري بولي.؟ده ورته وویل چی دغه خواران ليونيان دي هغوی دابوبکراوعمر.عثمان او علی.لسمه اندازه تقوای ته نسي رسيدلاي هغوی په يوه ښځه کفايت ندی کړي

د ابن فياض څخه سؤال وسو چه ديوې ښځې وال څرنګه خلګ دي؟هغه وويل چه داتيارمړي دي صرف خوراک اوچښاک کوي..

کله چي ابن إسحاق النيسابوري ته دالكرك دسيمي واکمني لاس ته ورغله نو پرهغه خلګو ئي دولتي عطاء اومرسته بنده کړه چه ښځه به ئي يوه وه.يوچاوپوښتل چه دا کار دی ولی وکړ؟ده ورته وويل چه دامالونه موږ احمقانو ته نه ورکوو.
.

ابن عطاء الله څخه ديوې ښځې والا خلګو اړوند سوال وسو؟ده وويل کوم خلګ چه دخپلو اکابرو اوغټانو تګلاره پرېږدي موږ هغه په کوچنيانو کي شمارو. ( مقصد درسول صلی الله عليه وسلم ا وداصحابو)تګلاره وه..

کله چه تقي الدين المزني مشهورفقيه وسمرقندته لاړ.خلګوورته وويل چه داداسي خلګ دي 
چه تريوه ښځه زياتي نلري.ده ورته وويل داهغه خلګ دي چه مسلمانان خودي .البته ددين په بارک کي شک لري.
.. بیايي دغو خلکو ته وعظ او نصيحت شروع کړاوهغوی ئي وهڅول يوه مياشت لاتيره سوې نه وه  چه درې.زرو کسانوته ئي نکاح وروتړل ترڅو چه ددوی په سيمه کي.نه يوه پېغله اونه کونډه بې واده پاته سوه له:
 
إمام الحصري :وايي كله چه الله تعالي دښځو دنکاح ذکرکوي نوله  دوو. څخه ئي شروع  کوي بيادرې. بياڅلور اويوه بيخي په آخرکي ذکرکوي،( مثنى وثلاث ورباع)،
داځکه چه ديوې ښځي والا خلک کمزورې اودعدالت اواعتدال دځواک څخه محروم او بې برخې خلګ دي.
.  ددكتور سليمان عباس البياضي څخه.
کاپی

Related Articles

Jul 08, 2020
15,820 views

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور...

Oct 16, 2021
2,082 views

بریالیتوب ته اړتیا!

لیکنه: هیلِن شاختر ژباړه: عبدالرشید “صمد نجاب” بریالیتوب سره په ډیر ګمان شخص (فرد) د باور وړ او د نورو د ستاینې لاندې راځي. تېر لدې خوند څخه چې مونږ یې د نورو له ستاینې اخلو، هر بریالیتوب پخپله په مونږ کې خوښي او تسلا (رضایت) را مینځ ته کوي. که څه...

Jan 02, 2021
3,242 views

پښتانه او ناسم تعبیرونه، څومره يې د پښتنو په شخصیتونو ناوړه تاثیر کړی؟

ولې پښتانه او په ټوله کې افغانان تل د بدبختیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دي؟ ولې مو د یو نسل نه بل نسل ته دا ناخوالې وغځېدې او نسلونه نسلونه مو په بدبختيو کې رالوى او ختم شول؟ ولې د نړۍ یو بل هیودا له داسې نه ختمیدونکي ناورین سره ندی مخ شوی؟ ایا دا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,236 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,422 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...