مار چیچل بیړنی حالت

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jan 17, 2024
2 years ago
1,884 views
مار چیچل بیړنی حالت

د مار چيچل:
په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.
هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غوټه کېدو اختلالات منځ ته راوړلای شي چې کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي.

له ناروغ سره بايد څه وکړئ؟
- مړ مار او يا هم د هغه عکسونه يا ويډيو جوړه کړئ او له ناروغ سره يې روغتون ته را وړئ تر څو ډاکټران د مار نوع و پېژني. د مار د نوعې پېژندل په درملنه کې ډير ستر رول لري. خو که مار چا مړ نکړ ناروغ يې بايد د وژلو کوښښ و نکړي کېدی شي بيا يې و چيچي.
- د پيښې وخت و ليکئ او يا يې په ياد و ساتئ.
- ټپ په پاکو اوبو او صابون و مېنځئ.
- د ناروغ او خصوصاً د هغه د چيچل شوي غړي د حرکت مخنېوی وکړئ تر څو زهر په بدن کې خپاره نشي.
- ناروغ د مار زهرو ضد درملو ( انتي وينوم) د تطبيقولو لپاره په بېړه نېږدې روغتون ته ورسوئ.

Dr Aman Shams

Related Articles

Apr 06, 2021
1,903 views

در کنار شهرت

در کنار شهرت مصطفی عمرزی فرهاد دریا در میان آوازخوانان افغان با احساسات ملی و میهنی می خواند. چنین عاطفه در ارتباطات او نیز مشهود اند. فرهاد دریا با آهنگ هایی که در آن ها اشعار مرحوم عبدالقهار عاصی را به کار بُرده بود، آن مرحوم را مشهور می سازد؛ هر...

May 31, 2021
5,776 views

د وینې فشار

د وينې په واسطه پر رګونو (شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه يادېږي.  يا: دا هغه فشار دی چې د وينې په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې واردېږي. د وینې فشار په دوه ډوله دی: لوړ فشار (systolic blood pressure) سيستوليک د وينې فشار:...

Feb 16, 2021
2,030 views

سکه ی ناچل

سکه ی ناچل مصطفی عمرزی مردم ما وقتی از آوازخوانی بدشان بیاید، می گویند «دلاک است!» شاید این یک خطاب خوب نباشد، اما بازارزده گی یا اجرای بازاری که شان هنر را پایین می آورد، می تواند مصداق افرادی شود که محصولات به اصطلاح هنری شان از تقلید های مرغ وار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,699 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,008 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...