جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Feb 25, 2024
2 years ago
1,235 views
جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول

شايد لوستل يي ډير مفيد وي 

په جبه زاره ځمکه باندې د ودانۍ جوړول  Constructing a building  on a water logged area
کله چې د اوبو لیول د ځمکې د سطحې له مخ څخه له یونیم تر دوه مترو پورې ښکته وي جبه زاره  (waterlogged)  یا (Swamp land)  یا  (Marsh land)ځمکه ګڼل کیږي .په جبه زاره ځمکه کې  دخاروې ټول رګونه (capillary)د اوبو په واسطه ډک شوي وي او کله چې داسې مشبوع خاوره له بار سره مخ شي نو هرڅنګ ته تښتې او ښویه کیږي. سربیره پردې د اوبو د مخ پورته حرکت له امله اوبه له ځانه سره مالګې لیږدوي او د لمر او نورو عواملو سره د مخامخ کیدو  په پایله کې چې کله اوبه تبخیر شي ،مالګه یې د ځمکې پرمخ پاتې کیږي .همدا لامل دی چې په جبه زاره ځمکه کې ودانۍ جوړول سمه خبره نه ده .خو که یوڅوک غواړي نو بیا مهمه ده چې مضبوط تهداب ورته جوړ کړي .په جبه زاره ځمکه د تهداب جوړول ترټولو سخته دنده ده ځکه په داسې ځمکه تهداب ورکول یو ستونزمن کاردی چې ډیروخت او ډیرلګښت غواړي .دا هغه پړاو دی چې باید ډیر پام ورته وشي څو مخکې جوړیدو او د جوړیدو پرمهال د ودانۍ له چپه کیدو مخه ونیول شي.
1. د ځمکې لاندې کیندنه . underground digging
په جبه زاره ځمکه کې د ودانۍ تهداب لږترلږه له دریو تر پنځو فوټو پورې باید وکیندل شي .دا ځکه باید دومره وکیندل شي چې که د اوبو اغیز په پام کې ونه نیول شي نو د زیانونو له امله کیدای شي لګښتونه غبرګ او تردې هم زیات  شي .کله چې پنځه فوټه وکیندل شو هلته باید د سختو تیږو یوه  طبقه فرش چې اندازې نسبتا غټې وي .خو ګردې او ښویه تیږې یا هم خاوره  ونه کارول شي .ځکه ګرده تیږه ښویږی او خاوره له لاندې خوا اوبه جذبوي .داطبقه تیږې باید تخته یا ټپک شي .چې دیته core stone    یا د هستې تیږي وايي .ورورسته له دې پرې لپاسه د جغل طبقه واچول شي ،د جغل طبقې سره یو اندازه لږه خاوره هم واچول شي څو د تیږو ترمنځ سورې بند شي او داطبقه هم ښه تخته شي .کله چې دا طبقې واچول شوې نو هغو سیمه کې چې  هلته موسمې جبه زاره کیدل وي باید له دریو تر شپږو میاشتو پورې همداسې پریښودل شي .او  هغو ځایونو کې چې په اوسط ډول هروخت جبه زاره کیدل وي  له شپږو تر دولس میاشتو همداسې پریښودل شي .ددې کار هدف دادای چې خاوره او اړونده طبقې یوله بله سره ځانونه ښه کلک کړي او تهداب ورکولو ته چتمو شي .کیندل شوې ساحه باید د کوم خنډ اچونکي په واسطه  محاصره  (cordoned off) شي او ګرد چاپیره ترې د اضافي اوبو ایستلو لښتې وکیندل شي .
2. د اوچت بنسټ جوړول Constructing a raised platform
په جبه زاره ځمکو کې د کور جوړولو لپاره د اوچت شوي بنسټ جوړول یو بل مهم فکتور دی چې باید په پام کې ونیول شي .وروسته له دې چې د ځمکې له سطحې لاندې د تهداب لومړی پړاو بشپړ شي او ځان کلک کړي نو د اوچت شوي بنسټ وار رارسیږي . ددې برخې لوړالی له یوه ځایه بل ځای ته توپیر کوي او په دې پورې اړه لري چې هلته د جبه زاره اوبو لیول د ځمکې له سطحې په څومره واټن کې دی .معمولا دا لوړوالی د ځمکې له مخ څخه  له دوه تر درې فوټه پورې وي .په دې پړوا کې نسبتا لوړمارک مساله او سیمنټي کانکریټي بلاکونه او تیږه باید وکارول شي څو د اوبو د ننوتو مخه ونیول شي .کله چې نوی اوچت شوی بنسټ جوړ شي یو ځل بیا هستې تیږې او پرې لپاسه جغل وکارول شي او ښه تخته شي .ددې لپاسه د کانکریټو یوه طبقه واچول شي چې لږترلږه پنځه انچه پیړوالی ولري .په جبه زاره ځمکو کې دتهدابونو جوړولو لپاره یو شمیر نورې لارې چارې هم شته چې له مخې  دودانۍ ثبات زیاتیږي.چې په لاندې ډول دي .
3. د تهداب چاپیره د اوبو ایستلو لښتې ورکول .په دې میتود کې له تهداب نه ګرد چاپیره په ټیټه سطحه کې یو لښتې ایستل کیږي او دا ټولې اوبه د هغې له لارې ایستل کیږي .که په طبیعې ډول امکان نه وي نو بیا یوه لوې کندې ته ولیږدول شي او له هغې ځایه د پمپ واسطه لري کړای شي .
4. یو بل میتود دادی چې د تهداب ګرد چاپیره څاګانې وکیندل شي او اوبه دهغې له لارې وویستل شي .
5. یوبل ترټولو اغیزمن میتود شګلن اوبه ایستونکي  عمود لښتي دي .په دې میتود کې په هردریو میترو کې له 300mm تر 450mm  قطر سره  په ځمکه کې  دفلزې کسنګ پایپونو په مرسته عمودي سوري ترسختې طبقې پورې ویستل کیږي او له هغې څخه ټولې اوبه راایستل کیږي .له اوبو ایستلو وروسته په کې زیږه شکه اچول کیږي ،فلزي کسنګ پایپونه ترې بیرته را ایستل کیږي .بیا په ټوله ساحه جغل شیندل کیږي او تخته کیږي .کله چې په په ځمکه فشار راشي اوبه ددې پرځای چې د ځمکې مخ ته راشي همدي سوریو ته ننوځي .
Engr Farid Atef

Related Articles

Dec 11, 2024
1,020 views

د لیکلو اصلي روح

په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه...

Sep 29, 2021
2,965 views

مطالعه له کومه ځایه پیل کړو

مطالعه څنګه پیل کړو؟ د تکنالوژي دور، ټولنیزو رسنیو، انلاین لوبو او د ساتېري مختلفو منابعو ته لاسرسی او په هغه کې ډېره بوختیا د دې سبب شوې چې ځوانان دې د مطالعې علاقه له لاسه ورکړي او دا دود دې په ټولنه کې په تدریجي ډول له منځه ولاړ شي، پداسې حال کې...

May 31, 2023
1,290 views

استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت

په استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت .Standard Size of Rooms in Residential Building and their Locationsد استوګنیزه ودانیو د پلانولو پرمهال د کوټو په سایز او موقیعتونو باندې پوهیدل ډیر ضرور وي .د کوټو سایز د لمر روښنايي ،د استوګن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...