د ښو عطرو اړوند

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 04, 2024
1 year ago
2,981 views
د ښو عطرو اړوند

لږ د عطرو اړوند 

زموږ په ټولنه کې د ښو عطرو معيار تيزوالی، زياتو خلکو پورې رسېدونکی او زيات وخت پاتې کېدونکې عطر يا سپری ګانې دي .
همدا لامل دی چې اکثره استعمال کيدونکي عطرونه د شامپو يا صابونونو کيمايي مواد وي، يا هم جعلي عود ډېر زيات مشهوره دي . 
همدا لامل دی چې زياتره خلکو نه په ژوندون باندې د وفات شويو بنګاليانو بوي زي .
شل ديرش کاله مخکې به عربو کې هم د عطرو ياد معيارونه په نظر کې نيول کېدل، ځکه خو په عربو کې امير العود يا هم ځينې مخلطات دېر مشهور ول چې د دې بوي ډېر زيات تيز او زيات مقاومت والا وو .
په هند او بنګله دېش کې زيات خواګه عطر استعماليږي چې عموما د چمبيلي، جاسمين، ګلاب او ونيلا خوشبوي مشهوري دي .

خو وس مهال په نړۍ کې مشهوره څيرې، سياست وال يا اشرافيه د عودو ، تمباکو او خوګو عطرونو ګډه فارموله خوښوي، د فرانس اکثره کمپنۍ لکه ورساشي او لويس ويرال يا بلغاري کمپنۍ د عودو، زعفرانو، ونيلا، شهد او ورته خوشبوياني سره ګډې کړي او بيا ترې يو نوی شی جوړوي.

خو خه خبره دا ده چې ځينې عربي کمپنيو د فرانسوي او بلغاري کمپنيو قيمتي سپريګانو ارزانه کاپيانې جوړې کړې، يا هم  هغوئ ته نيږدې عطرونه  جوړ کړل .
که چيرې تاسې هم د ښو عطرونو مينوال ياست او په خليج کې دوستان لرئ نو يو څو خوندورو سپريګانو نومونه درته ليکم، چې بوئ يې تيزوالي ته مايل نرم او ملايم وي .
زما چې کوم خوخ دې په نمبر يې درته ليکم او عکسونه يي هم اپلوډ کوم :

۱: کينق تمباکو (king tobacco)
 د سعودي لورين کمپنۍ سپری ده ، قيمت يې ۱۲۰ رياله (۲۵۰۰ افغانئ) دی .
دا سپری په اصل کې د بلغاري ګيان ( bvlgari gyan ) په څير خوشبو لري خو معيار يې ډېر ښه دی. د بلغاری ګيان قيمت ۴۰۰۰۰ افغانئ يا يو نيم لک کالداري دی، خو کينګ تمباکو ترې زيات ښه دی، تقريبا دوه ورځې مقاومت کوي او خواکې ولاړ شخص يې هم په اساني حس کولی شي .

۲: ايکسټريم مخلط 
دا سپری د لويس ويرال کمپنئ او قيمت يې ۴۰۰ ريالو پورې دی، خوشبويي يې د عنبر، نارنج، بارغموت، ونيلا، او مسکو ګډ کمپوزيشن دی ، ډېره خوندوه خوشبويي ده، لګه تيزه او تروش والي ته مايله ده خو ډېره خوندوره ده، عموما درې ورزو پورې خوشبو ساتي، په عربي هيوادونو کې ډېره زياته وچليدله، عموما دفتري او سياسي خلک يې زيات استعمالوي .

۳: فقط للرجال
د دوبئ الرصاصي کمپنئ سپری ده او قيمت يې ۱۲۰ رياله دی، عود، زعفرانو، لاچي  او ورسره نور شيان هم ګډ دي، خوشبوي يي لګه شوخه او خوګه لګيګي، لګه تيره او نری اثر لري . عموما په کالو تر دوه ورځو پورې پاتې کېږي .

۴: وصال: 
د اجمل کمپنئ سپری ده او قيمت يې ۱۲۰ ريالو پورې دی، خوشبوي يي خوګ والي او ترشي ته لګه مايله ده، تيزه نه ده بلکه يوازې ته يې بوي محسوسولی شي او خواکي شخص يې کم محسوسوي، د دې سپرې او عطر دواړه شته .

۵: ميسټري فخر الامارات 
دا د فخر الامارات کمپنۍ سپری ده او قيمت يې تقريباً ۵۰۰ ريالو پورې دی. 

دا يو څو په نمبر نمبر سپريګانې دې چې زما انتخاب دې او اقتصادي هم دي.

که د چا دسې عطر خوخ وې چې هغه پاس معيار مې ذکر کړ نو بيا ترکي ګلاب واخلئ چې ټول کلی درسره په غم ککړ وي، په کومه لاره چې زئ هغه لاره به درسره خوشبوي کيږي خو بوج کيږي هم .

بله دا چې سپرې يا عطر په تخرګ کې مه اچوئ، ځکه چې دې سره د سپری او تخرګ دواړه بويونه يوزاې کيږي او سه بل شی ترې جوړېږي، بلکه کوښښ کوئ چې سپرې دوه لويشته لرې ونيسئ او په سينه او لمنه يې درې څلور پرشه وپرشوئ، په کالر او سټ هم يو پرش ورکړئ . 
عطر هم په لاسونو وموخئ او د مخامخ کالر پټئ شاته او ورسره په سټ او د لستوڼو په بيخ کي دننه طرف موخلی شئ .
په عطرو کې يوازې يو عطر زه پيژنم چې( بلاک انسنس ملکي شوبارد ) نومېږي. قيمت وړوکی بوتل يې ۵ رياله دی .

دې نه علاوه په سپری ګانو يا عطرونو غټې پيسي مه خرچه کوئ، ځکه چې کمپنيو يا برانډونو باندې دوکه کيدل کمزوري ده .

د خپلې خوښې مناسبو عطرونو يا سپری ګانو نومونه هم ليکلی شئ .

استاد جوهری

Related Articles

Mar 08, 2022
2,506 views

د اتوم بم کیلي له چاسره وي؟

وروسته له هغه چې روسیې پر یوکراین برید پیل کړ او د امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونو د روسیې پر ضد د یوکراین د ملاتړ اعلان وکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په نا ببره توګه یې خپلو اتومي ځواکونو ته د تیارسي امر وکړ.   د جغرافیې له اړخه روسیه د نړۍ تر...

Jun 02, 2023
1,072 views

قسطنطنیه تاریخ 

#قسطنطنیه_تاریخ  د بازنطینې سلطنت په تاریخ کی د روم دارالخلافه قسطنطنیه اوسنی استامبول (ترکیه) 24 ځلې محاصره شوی ده، په 1204 میلادي کال باندي د څلورم صلیبي جنګ په جریان کې لومړی ځل پدغه ښار باندي د یورپ عیسایان قابض شول، په اسلامي تاریخ کې لومړی ځل...

Jan 20, 2021
5,053 views

د کوم ډول خلکو له ملګرتیا څخه ځان وساتو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی تاسو په خپل ژوند کې څو واقعي ملګري لرئ!؟ له څو تنو سره پېژنئ او د حال پوښتنه یې کوئ؟ ۳ زره تنه؟ ۱۲۰۰ تنه؟ ۵۰ تنه؟ که تاسو هم ددې ارقامو په منځ کې یئ، په غلطه لاره مزل کوئ. په دومره لوړ شمېر واقعي ملګري درلودل ډېر کم امکان لري. تا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...