To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د کور عایق کول House insulation

د کور عایق کول House insulation

38
Faridon Delsoz Niazai
2024-04-19 15:56:17

Engr Farid Atif
د کور عایق کول      House insulation
ایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې ددې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو د لیږد مخنیوی هم کیږي .
عایق څه شي دی ؟
معمولا  د کوټې دننه تر  20  درجې سانتي ګرید پورې  مناسبه تودوخه بلل کیږي ،خو د دباندني چاپیریال د تودوخې دلوړیدو له امله  د کوټې تودوخه لوړیږي او په ژمي کې برعکس د کوټې دوخې درجه ښکته راځي.که دباندې تودوخه لوړه وي نو د کوټې دننه تودوخه هم ورسره زیاتیږي او که چیرې دباندې تودوخه ټیټه وي نو د کوټې تودوخه هم ورسره ټيیږي .د کوټې دننه تودوخې او باندني چاپیریال ترمنځ د تودوخې دا لیږد د دیوالونو ،دروازو ،کړکیو او بام له لارې ترسره کیږي .او که چیرې له باندني چاپیریال سره د کوټې دننه برخې د تودوخې د لیږد لارې او اړیکې پرې شي نو د تودوخې د لیږد پروړاندې به خنډ پیدا شي  چې دیته عایق کاري وایي ،هغه مواد چې د عایق په توګه کاریږي عایق مواد بلل کیږي .عایق کاري یواځې د تودوخې لپاره نه وي ،عایق کاری کیدای شي د اواز ،د بریښنا ،د نم د مخنیوی لپآره وي او یا هم د ضربې د مخنیوی لپاره وي.بیلابیل ساختماني مواد د تودوخې د مقاومت بیلابیل قیمتونه لري .د بیلګې په توګه  د m    0.100  کانکریټی بلاک  د حرارتي مقاومت 0.55 K m²/W    ،د  0.013m   پیړ پلستر حرارتی مقاومت 0.08 K m²/W   دي .ددې لپاره چې کور پوره عایق شي باید د دیوالونو ،منځنیو چتونو ،بامونو  ،دروازو او کړکیو څخه د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیول شي . کله چې له  یو ساختماني مادي لکه کانکریټ او خښتې څخه تودوخه تیره شي داسې مواد د تودوخې هادي بلل کیږي.هوا ،کانکریټ او خښته د تودوخې ډیره ښه هادی دي .
 
ددې لپاره چې وداني د تودوخې پروړاندې  عایق شي باید  :
1) له  دروازو څخه د تودوخې د ضایع  کیدو مخه  ونیول  شي .
2) له کړکیو څخه  د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیول شي .
3) هغه برخې چې ښیښه په کې کارول شوي وي د غبرګو ښیښو (double glazing) سیستم وکارول شي .
4) د کړکیو  توږل او ښکلي کول په سم ډول ترسره شي .
5) د پوښښونو ترمنځ که چیرې کوم تش ځای وي باید ډک کړای شي .
6) د بام لاندې کوټي عایق کول .
7) د اوبو ټانکۍ  باید  داسې پټه کړای شي 80mm  جاکټ ورواغوستل  شي .
8) د سوړ دیوال لپاسه  وچ دیوال وشي .
لومړی :د دیوالونو د عایق کول :
په یوې ودانۍ کې د تودوخې د ضایعاتو د مخنیوي لپاره ددیوالونو عایق کول په ځانګړي ډول د باندنیو دیوالونو عایق کول  ډیر مهم رول لري .ددیوالونو عایق کول په درې ډوله ترسره کیږي .
1. له دننه څخه ددیوال عایق کول :inner leaf insulation 
په دې ډول عایق کولو کې دیوال ته له دننه لوري څخه د عایق موادو یو قشر ورکول کیږي .
2. له باندې څخه ددیوال عایق کول :Outer Leaf  Insulation 
په دې ډول عایق کولو کې  دیوال ته له باندې لوري څخه د عایق موادو یو قشر ورکول کیږي .
3. دوه قشره منځ خالي دیوال : Two Leaf Masonry Cavity Wall
معماري جوړونه هغه ده چې د مسالې په کارولو سره د وړو معماري واحدونو د یوځای کولو څخه لاس ته راځۍ .دا معماري واحدونه کیدای شي د تیږو څخه وي ،ډکې یا حجروي خښتې یا بلاکونه وي ،دا دیوالونه کیدای شي د ودانۍ  یوه برخه وي او یا هم ډکوونکي دیوالونو په شکل وي .په دې میتود کې  ددیوال دوه قشرونه وي  یو دننی او بل باندنی  .معمولا باندنی قشر ښایست لپاره هم کاري .دواړه قشرونه  د یو فلز په واسطه سره داسې نښلول کیږي چې  ترمنځ یې لږه ترلږه  50mm  تشه پاتې شي .
 
که ددوه قشرونو ترمنځ فضا د  عایق کوونکو موادو څخه مکمله ډکه وي نو په دې صورت کې عایق کوونکي مواد باید خپله هم د اوبو ضد وي داسې چې له باندي قشر څخه باید اوبه جذب نه کړي .عایق کول کیدای شي د دیوال جوړولو پرمهال د سلب ورکولو په شکل ترسره شي او یا هم په خالیګا کې همدلته جوړ شي .په ټولو حالاتو کې  باید د قشرونو ترمنځ خالیګا شتون ونه لري.دلته ددې خبرې یادونه ضرور ده چې  ددوه قشرونو ترمنځ  عایق مواد واچول شي نو هغه خالیګا باید په سمه توګه سیل  یا پوخ کړای شي .که چیرې دا سیل نه کړای شي نو  بیا  کیدای شي له عایق موادو  هوا تیره شي .د سیل کولو لپاره کیدای شي منرالی  پښته وکارول شي .

نن سبا په مارکیت  ډیر ارزانه عایق مواد پیداکیږي .ددې موادو هریو ډول خپلې ګټې او نیمګړتیاوې لري .د عایق موادو  د کارولو پرمهال باید وکتل شي چې کوم ډول یې مناسب دی .د موادو غوره کولو په وخت د هغې نرخ،د هغې د R قیمت ،په چاپیریال یې اغیز  ،د اواز عایق والی او یو شمیر نور فکتورونه په پام کې ونیول شي.د عایق موادو ډیری ډولونه شتون لري خو  دلته یې له پنځو څخه یادونه کوو.
دویم  :د بام  عایق کول .
کله چې دیوالونه عایق شول او د کوټونو لپاره  د بام سلب واچول شو په دې صورت کې باید  لومړی د بام  سلب هموار شي ،ددې لپاسه  حرارتي عایق ورکول شي ،وروسته پری د اوبو ضد قشر ورکول شي.
 
دریم :د کړکیو اودروازو  عایق .
د کړکیو او دروازو د عایق کولو لپاره غبرګ ښیښه  یې پلیټ میتود ضرور دی .په دې میتود کې دودانۍ ټولې هغه برخې  چې ښیښه په کې ورکول کیږي ځانګړي چوکاټ په  چمتو کولو سره  غبرګې ښیښې ورکول کیږي .د ښیښو ترمنځ  تقریبا تر 1.5cm   پورې تشه پریښودل کیږي .

  
د عایق موادو ډولونه .
1. فیبری ښیښه . Fiberglass
فیبر ښیښه د عایق موادو ترټولو زیات مشهور ډول دی چې په وروستیو وختونو کې ډیر کاریږي .د فیبرښیښه ترټولو مهمه نیمګړتیا داده چې د لیږد پرمهال د ماتیدو ویره یې وي .څرنګه چې فیبرښیښه له ډیرو میده سلیکاني ذراتو ،ښیښه یي پوډر او نریو تیره څوکو  ټوټو څخه جوړیږي نو لیږدول یې ستونزمن وي  که د خوندیتوب پوره وسایل(safety equipment) نه وي اغوستل شوي نو کیدای شي  سترګو ،سږو(lungs)   او حتی پوستکی ته زیان رسوی.خو که  داسې وسایل واغوستل شي نو د عایق کارۍ کارونه پرته له کومې پیښې سرته رسیدای شي .ښیښه یي  فیبر  یو نه سوزیدونکی  عایق ماده ده  ،چې د R  قیمت یې له  2.9   څخه  تر  3.8    پورې دی .که څوک غواړي چې  ارزانه عایق وکاروي نو دا یې ترټولو ښه لاره ده .
 
2. منرالي  وړۍ . Mineral Wool
منرالي وړۍ څوډوله  عایق کارۍ ته راجع کیږي . لومړی کیدای شي پشم شیشه  یا  ښیښه یې وړۍ وي کوم چې  فیبرښیښه جوړښت لري او د ضایع شوو ښیښو د ټوټو له بیاځلې کارولو څخه لاس ته راځي .دویم کیدای شي ډبرین وړۍ یا سنګ پشم کوم چې له  بذالت څخه جوړیږي .بلاخره  کیدای شي  ایره  پشم  یا ايره وړۍ وي کوم چې د اوسپنې په میلونو کې د ایرې په شکل لاس ته راځي .په امریکا کې ډیری  منرالی پشم   له ایره پشم  (slag wool) وي.منرالي  پشم  د ضایع شوو موادو په توګه  پیردل کیږي .ډیری منرالي  پشم  زیاتونکي مرکبونه نه لري څو هغه ته د اور پروړاندې مقاومت ورکړي .منرالي  پشم  سوزیدونکي ( combustible )مواد نه دی .کله چې منرالي پشم له نورو موادو سره په ګډه وکارول شي ،نو  ډیر قوي د اور ضد عایق ترې جوړیږي .د منرالي پشم  یا منرالۍ وړۍ  د R  قیمت له  2.8   څخه تر 3.5   پورې وي .
 
3. حجروي  عایق مواد : Cellulose Insulation Material.
حجروي عایق مواد یو ترټولو ښه ډول عایق مواد دي .حجروي عایق د ضایع شوو کاغذونو ، مقوا  (cardboard) او دیته ورته نورو موادو څخه جوړیږي.د حجروي عایق موادو قیمت  3.1    څخه تر  3.7    پورې دی .
وروستیو څیړنو ښودلې چې حجروي عایق د اور د تخریب په کمولو کې ډیر اغیزمن دی .نو ځکه حجروي عایق ډیر موثر او د اور پرضد ډیر ښه مقاومت ګڼل کیږي .سره له دي یو شمیر نیمګړتیاوې هم لري لکه یوشمیر خلک کیدای شي د ورځپاڼو د کاغذونو له ګرد سره حساسیت ولري .
  
4. پولي یوریتان  فوم Polyurethane Foam
پولئ یوریتان د د عایق له مهمو شکلونو څخه یو دی ،نن سبا  د پولي یوریتان په فوم کې  کلورو فلورو کاربن یا CFC  ګاز ډیر کاریږي .ددې کارول ددې زمینه برابروي څو د اوزون په طبقه کې تخریب کم شي .ددې ګاز وزن کم وي چې تقریبا  په  یو فوټ مکعب کې دوه  پونډ مکعب یا  (2 lb/ft^3) کیږي .  ددې موادو  دR  قیمت هم په هرانچ پیړوالي کې  R-6.3   کیږي .دا ډول  عایق مواد د اور ضد هم دي 

5. پولي ایسترین : Polystyrene
پولې ایسترین  یا  ستایرو فوم   (Styrofoam)د  اوبو  ضد  حرارتي پلاستیکي  سفنج  یا فوم دی  کوم چې د اواز او تودوخې یو ښه عایق دی .دا په دوه ډوله دی EPS    او  XEPS   چې دی وروستی ته  سټآیرو فوم هم وایي  .ددې دواړو توپیر  په قیمت او کارکولو کی دی . د XEPS   قیمت زیات دی او د R  قیمت یې  تر  5.5    پورې دی   په داسې حال کې چې د  EPS  لپاره د  R  قیمت  4  دی .سفنج د بلاکونو په شکل  جوړیږي کوم چې د دیوال لپاره یو ښه عایق دی .دا ډول  سفنج یا فوم  سوزیدونکی  دی او باید د اور ضد موادو په واسطه  پوخ  کړای شي چې  دی پوخ ته   HBCD  یا  هکزابرومو کلوډیکان  (Hexabromocyclododecane)هم وايي .  
 
 
6. د عایق یو شمیر نورډولونه .
د پورته عایق موادو  سربیره  نور ماد هم  شته چې د عایق په توګه کاریږي لکه  میږو  وړۍ ،پمبه او بوس(straw)  .
د عایق بیلابیل شکلونه وجود لري چې هر یو یې بیا خپل خپل خصوصیات لري .نظر خصوصیاتو ته موندل کیدای شي چې کوم یو د کوم ضرورت لپاره غوره دی .دلته یوه لنډه کتنه کوو  :
1)  ایروجل  ترټولو  قیمتي مګر په ورته وخت کې ترټولو ښه ډول دی.
2) د فیبر ښیښه ترټولو ارزانه دی مګر  سمبالول او لګول یې پوره احتیاط غواړي .
3) منرالي وړۍ  موثره ده مګر د اور مقاومت نشي کولی .
4) حجروي د اور ضد ،چاپیریال سره برابره او موثره ده خو  کارول یې سخت دی .
5) پولي یوریتان ښه  عایق تولید دی مګر ستونزه داده چې چاپیریال سره سمون نه خوري .
6) پولي ایسترین یومتنوع  عایق ماده خو ستونزه داده چې خوندیتوب یې ډاډمند نه دی .
د عایق موادو د تشریح وړ  خصوصیات: Desirable characteristics for insulation materials 
حرارتي  هدایت . Thermal conductivity
ښه عایق مواد هغه دي چې ترټولوټیټ  حرارتي  هدایت قابلیت ولري ،څو د تودوخې د لیږد ټول ضریب مقدار راکم کړي .داسې به لږو عایق موادو ته  ضرورت وي .وچ او متراکم  ګاز هم یو له عایقونو شمیرل کیږي .د عایق په موادو کې  د عایق خاصیت  په موادو کې دننه  ګاز او ګاز د پاکټونو په مالومولو  سره  پیداکیږي .څومره چې د موادو  د حجرو شمیر زیات او سایز یې کم  وي  هومره به د موادو حرارتي  هدایت (conductivity)کم وي .دا حجرې باید یوله بله سره نښتې نه وي ځکه په هغې حالت کې تودوخې لیږد(convection of heat) ته اجازه ورکوي .
لمدبل -تبخیر نفوذ قابلیت : Moisture-vapour permeability
ترټولو ښه عایق مواد باید  د لمدبل -تبخیر د نفوذ ټیټ قابلیت ولري .په دې سره به د اوبو جذب کم شي .د موادو تراکم او رژیدل به کم  شي .
مقاومت  / نصبول . Resistance/installation features
عایق مواد د اوبو،محلولونو او کیمیاوي موادو ضد وي .دا مواد باید دوامداره  وي او خپل د عایق والي خاصیت زر له لاسه ورنه کړي .عایق مواد باید په اسانه نصب شي ،کم وزن ولري او په اسانه سمبال شي .د عایق موادو د نصبولو لپاره باید عادي وسایل وکارول شي .عایق مواد باید نه  بوی ورکړي او نه هم بوی جذب کړي .
د  خوندیتوب  تګلاره : Safety features
عایق مواد باید نه  شغله ورکونکي  وي او نه هم  چادونکي وي .کله چې عایق مواد سوزي ،نو ترلاسه شوي محصول یې باید  زهري خواص ونه لري .
د تودوخې د لیږد شکلونه  : Heat transmission modes
دا مهمه ده چې پوه تودوخه  کوټې ته څنګه  دننه کیږي .تودوخه د هدایت  ،حرارتي لیږد  او تشعشع  له لاري او یاهم ددې واړو له یوځای کیدو انتقالیږي .همیش تودوخه له ګرم محیط څخه  سوړ محیط ته انتقالیږي .که د عایق دننه برخه  یا کوټه  سړه وي  نبست  دباندې محیط ته نو له کوټې څخه  سړه دباندې راوځي .څومره چې د کوټې دننه او دباندې د تودوخې توپیر زیات وي هومره به یې د لیږد جریان تیز وي .
هدایت :  Conduction
په دې شکل کې ،تودوخه  له جامد ،مایع او یا ګاز څخه  په موادو کې له یومالیکول څخه بل مالیکول ته تیریږي .د تودوخې د هدایت لپاره  دا ضرور ده چې د ذراتو ترمنځ  فزیکي تماس او د تودوخې توپیر وي .نو حرارتي هدایت د تودوخې د جریان د چټکتیا اندازه کول دي له  یوې ذرې نه بلې ذرې ته .
حرارتي انتقال : Convection
په دې شکل کې  تودوخه  هغه  وخت  انتقال کوي کله چې  ګرمه شوې د هوا /ګاز او یا مایع  له یوځای بل ځای ته حرکت کوي او تودوخه هم ځان سره لیږوي .د تودوخې د لیږد مقدار د حرکت کوونکو مایع ،ګاز په تودوخې او جریان مقدار پورې اړه لري ..
تشعشع : Radiation
تودوخه د رڼا  په شکل ،شعاع  او نورو برقي  څپو په بڼه  انتقالیږي ،دا انرژي له  ګرم وجود پیل کیږي او یوآځي له شفاف محیط څخه مکمل تیریدای  شي ،اتوموسفیر ،ښیښه او  راڼه مواد  په کافي اندازه تودوخه تیروي .
د تودوخې انرژې: Heat energy
یو کیلو کالوري    1 kcal   هغه مقدار تودوخه  یا انرژي ده چې  د یو کیلوګرام اوبو تودوخه  تر  یو سانتي ګرید پورې پورته کړي .په   SI  سیستم کې  د انرژۍ  واحد  ژول دی .یو کیلوکالوري تقریبا مساوي ده له  4.18 kJ  سره .یو بل واحد هم ورته کاریږي چې  Btu  بلل کیږي .
حرارتي هدایت : Thermal conductivity
که په ساده ډول یې تعریف کړو و د موادو هغه ظرفیت دی چې د هغې له کتلې څخه تودوخې ته هدایت ورکوي .ټول عایق مواد او نور مواد هدایت خپل خپل قیمتونه لري چې له مخې یې د عایق والي موثریت پیداکیوي .هغه مقدار انرژې یا تودوخه ده چې په واحد د وخت کې  د موادو د واحد پیړوالي په واحد مساحت کې انتقال شي کله چې  دتودوخې توپیر موجود وي .حرارتي  هدایت  په  kcal m-1 °C-1, Btu ft-1 °F-1   سره  او دواټ په سیستم  کې  (W) m-1 °C-1  سره ښودل کیږي .

Faridon Delsoz Niazai
Faridon Delsoz Niazai 2 weeks ago
Recommended Articles