ګرین کارټ لاټرۍ مصارف او معلومات

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Apr 23, 2024
1 year ago
1,748 views
ګرین کارټ لاټرۍ مصارف او معلومات

زیاتره کسان پوښتنه کوي چي ګرین کارټ لاټرۍ د ثبت نام څخه تر امریکا پوري څومره لګښت لري ؟

جواب: د ګرین کارټ لاټرۍ مصرف باید له دریو اړخونو وڅېړو لکه: د ثبت نام لګښت، تر کامیابۍ وروسته لګښت او د وېزې تر اخیستلو وروسته لګښت.

۱- د ثبت نام لګښت:

د امریکا وزارت خارجه ویب سایټ کي د ثبت نام لپاره هیڅ فیس نه اخیستل کیږي، یعني ګرین کارټ لاټرۍ ته ثبت نام په وړیا (مفت) ډول کولی سئ، چي ما یې د ثبت نام په اړه ښوونیزه ویډیو هم جوړه کړې ده کولی سئ هغه وګورئ 👇
https://youtu.be/ZCC5sPNabvE

پیاد ولرئ چي د ۲۰۲۶ کال لاټرۍ لپاره ثبت نام د روان ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کي شروع کیږي او یوه میاشت دوام کوي. 

۲- په لاټرۍ کي تر کامیابۍ وروسته لګښت:

په عمومي توګه د ګرین کارټ لاټرۍ مصارف د لاټرۍ تر ګټلو وروسته شروع کیږي.
هغه کسان چي دا لاټرۍ ګټي باید لاندي کارونه ترسره او لګښت یی پر غاړه واخلي:

* ګټونکی شخص سمدستي باید Ds260 فورم ډک کړي، چي ما یې مخکي په اړه لارښووني لیکلي دي👇
https://www.facebook.com/share/p/K5QSjuCckHgrhfQF/?mibextid=oFDknk

دا فورم وړیا (مفت) ډکولی سئ، خو د فورم ډکول ډېر دقت، فکر او خاص مهارت ته ضرورت لري، په نوموړي فورم کي یوه کوچنۍ غلطي هم ستاسو راتلونکي مرحلې د مشکل سره مخ کوي او کېدای سي بیخي د مرکې لپاره بلنه درنکړي. نو په کار داده چي په دې اړه په یوټیوب کي انګلیسي، دری او پښتو ژبه ښوونیزي ویډیوګاني پیدا کړئ او د لارښوونو څخه یې ګټه واخلئ. 

* خپل اسنادونه لکه: پاسپورټ، الکترونکي تذکره، تولد خط، نکاح خط، د مکتب شهادت نامه باید اماده او په وزارت خارجه کي ټاپه کړئ، همدارنګه کوم اسنادونه چي انګلیسي ترجمې ته ضرورت لري، هم باید وژباړل سي، چي دا ټول یوه اندازه مصرف ته ضرورت لري.

* دا چي اوس مهال په افغانستان کي د امریکا سفارت بند دی، نو د مرکې لپاره مجبور یاست چي پاکستان یا هم کوم بل هیواد ته مراجعه وکړئ، مثلا د مرکې لپاره پاکستان انتخابوئ، نو د هغه هیواد وېزه، سفر کول او هلته د لنډ مهال لپاره پاته کېدل هم یوه اندازه مصرف ته ضرورت لري.

* د امریکا سفارت ته  تر تګ مخکي باید صحي معاینات وکړئ، چي د هر شخص د معایناتو او واکسینونو مصرف شاید فرق وکړي، خو په عمومي توګه د هر نفر صحي معاینات د 270 څخه تر 300 ډالر پوري لګښت لري، چي په دې اړه به په راتلونکي کي پوسټ کي مکمل معلومات درته ولیکم ان شاء الله.

* امریکا سفارت ته د تګ پر وخت هر شخص مکلف دی چي د وېزې او مرکې په موخه 330 ډالر تحویل کړي.

۳- د وېزې تر اخیستلو وروسته لګښت:

د وېزې تر اخیستلو وروسته د طیارې ټکټ او امریکا ته تر تګ وروسته د کور کرایه، خوراک څښاک او د ژوند نور سهولتونه برابرول ټول د لاټرۍ ګټونکي پر غاړه دي چي په دې باره کي د امریکا حکومت د هیچ چا سره مالي کومک نه کوي، دا ځکه چي ګټونکي ته سمدستي ګرین کارټ او په امریکا کي د کار اجازه ورکول کیږي، ترڅو هلته کار وکړي او خپل ټول مصرفونه خپله پوره کړي. 

که په لنډ ډول ولیکم: هر ګټونکی شخص د اسنادونو له جوړېدو څخه د طیارې تر ټکټ پوري تقریباً 3 زره ډالر یا هم تر دې کم و زیات مصرف لري، ترڅو امریکا ته ورسیږي.

—————————————————————————
که د ګرین کارټ لاټرۍ اړوند کوم نظر او پوښتنه لرئ؛ په کمینټ کي یې راته ولیکئ👇
Muzamil irfan AFG

Related Articles

Jun 27, 2022
2,172 views

دیرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ

"دېرش خراب ټولنیز عادتونه چی د انسان د بیعزتی سبب ګرځی  کوشش کوی چی ځان تری وساتئ :.①- په خلکو پسې کتل②- په ډکه خوله خبرې کول③- د نورو خبرې غوڅول④- فضل فروشي (ځان تر نورو پوه او غوره ښودل)⑤- په جګ غږ خبرې کول⑥- د روغبړ پر مهال ټینګ یا مړ لاس وركول⑦-...

Dec 06, 2021
2,652 views

ځینې نارینه ولې له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي؟

لیکنه: شکېبا نادري، ځینې نارینه ولې له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي؟   ځینې وخت مېرمن او خاوند په ګډ ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو دوی کولای شي په ګډه سره دا ستونزې حل کړي او یو خوشحاله ژوند پیل کړي، خو داسې کسان هم شته چې کله له ستونزو سره م...

Mar 13, 2022
2,155 views

د ژوند د تېر فصل په لوستلو مۀ بوخت کېږي.

لیکنه: وقار ابراهیمي زموږ موضوع ته په اشارې لومړي د ژوند د بدلون او ترقۍ لپاره د پياوړي لیکوال او اروا پوه؛ برایان ټرېسي یوه پیاوړي اصطلاح چې له یو فوق العاده معنا څخه ډکه ده، راخلو؛ نوموړي د یو نوې انګېرنې او هدف لپاره لومړي کار او مسولیت څه ګڼي؟...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...