To start downloading books

Please sign in or create an account.

سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟

سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟

د خپل سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟ 
#تيزاب #څه #شی #دی ؟ 
په lead batteries يا تيزابي بيټريانو کې استعماليدونکي electrolytes يا په عامه اصطلاح تيزاب عموما د ګوګوړو تيزابو ( H2SO4 sulfuric acid) او اوبو محلول وي چې 70% يې اوبه او پاتی 30% يې د ګوګوړو تيزاب وي .
#جدي #پاملرنه #او #احتياط 
دا تيزاب ډېر خطرناک دي بايد د انساني بدن ټول غړي په خاصه توګه لاسونه ، مخ او سترګی تری وساتل شي . 
په خاصه توګه د ماشومانو د لاس رسي نه بايد ليرې وساتل شي ، ځکه چې ډېر داسې واقعات شوي دي چې ماشومانو پری د اوبو فکر کړی او څکلي يې دي او مړه شوي دي .
همدا رنګه د جامو ، حيواناتو او نباتاتو لپاره هم ډېر مضر دي .
#تيزاب #په #بيټرۍ #کې #څه #دنده #او #فعاليت #لري ؟ 
اول به د بيټرۍ جوړښت باندی خبره وکړو :
په بيټرۍ کې دننه هره خانه cell کې دننه مثبت او منفي پليټونه په series کې لګيدلي وي ، چې مثبت پليټونه يې ژيړ بخن خړ رنګ لري او lead peroxide نه جوړ وي او منفي پليټونه يې تور رنګ لري او د pure lead نه جوړ وي .
په هره خانه کې د منفي پليټونه طاق وي او مثبت جفت .
مثلآ که مثب پليټونه څلور وي نو منفي به پنځه وي يعني يو منفي به زيات وي .
اوس راځو د electrolytes يا تيزاب کار ته : 
چې کله په يوه بيټرۍ کې تيزاب واچول شي نو‌ همغه ساعت ژوندۍ شي او کار شروع کړي ، منفي پليټونه يې د cathode او مثبت د anode په اصولو کار پيل کړي ، د بهر نه چې کله ions ( برقي الکټرونونه ) بيټرۍ ته داخليږي يا په ساده ژبه ( بيټرۍ چارج کيږي ) نو دغه برقي الکټړونونه د electrolytes يا تيزابو د محلول د ماليکيولونو کې جذب کيږي چې بيا همدغه electrolytes يا تيزاب منفي الکټرونونه cathode يا منفي پليټونو ته او مثبت اليکټرونونه anode يا مثبت پليټونو ته رسوي او پليټونو پوری نښلي او ذخیره کيږي . 
#بيټرۍ #ولی #وچيږي ؟ 
لکه مخکې مو چې يادونه وکړه چې د تيزابو ۷۰% برخه اوبه تشکيلوي نو که چېرته بيټري overcharge يا زياته اضافه چارج شي نو د بيټرۍ تيزابو ماليکيولونه يو بل پوری کلکیږي او د بيټرۍ gravity زياتيږي چې پدغه وخت کې تيزاب ټينګوالی پيدا کوي او بيټرۍ ګرميږي چې د زيات حرارت له کبله د تيزابو اوبه تبخير کيږي او تيزاب کميږي ، د ګرمۍ په موسم کې دا ستونزه زياته وي .
ددې ستونزې د حل لپاره بايد هميشه د چارج کنټرولر نه استفاده وشي او د بيټرۍ د تيزابو ليول بايد وخت په وخت چيک شي چې د کمېدو په صورت کې په اوړي کې ساده اوبه او په ژمي کې بايد تيزاب ور واچول شي او ليول يې بايد ټيټېدو ته پرېنښودل شي .
#تيزاب #ولی #اوبه #کيږي ؟ 
چې کله بيټرۍ تر ډېر وخت چارج شي او يا ډېره زياته discharge شي نو د تيزابو ماليکيولونه يې د يو بل نه فاصله پيدا کوي او د بيټرۍ gravity غورځيږي او تيزاب اوبه کيږي چې اکثرا په high voltage سره بيرته چارج کولو دا ستونزه حل کيږي خو کله کله بيټرۍ چارج نه اخلي او بيخي مړه کيږي چې پدغه حالت کې تيزاب بدلولو ته اړتيا پيدا کيږي .
ددې ستونزې د حل لپاره بايد هميشه د چارج کنټرولر نه استفاده وشي او بيټرۍ بايد د ډېر وخت لپاره بې استعماله پرېنښودل شي .
#د #پای #ټکي 
بې ددغه يو حالت نه چې ما پورته ذکر کړی دی نور هيڅکله هم د بيټرۍ تيزاب بدلولو ته ضرورت نشته . 
په ياد ولرئ چې بې ضرورته تيزاب بدلول د بيټرۍ د تباه کولو او وژلو په مانا ده .

https://www.facebook.com/share/p/2XLNKgtZ49LpHA35/?mibextid=WC7FNe

Related Articles

لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو

هغه لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو. (1 )  د تصفیه شوو اوبو خرڅلاو : اوس وخت کې نږدې د هر کور او هر کارځای اړتیا ده چې تصفیه شوې اوبه وپیري، نو ددې لپاره کولای شو چې حتا بیخي په کمو امکاناتو هم دغه ډول خدمات عرضه کړو که چیرته د اوبو د تصفیې، بسته بندۍ او نورو وړاندې کوونکو وسایلو کارولو سره هم کار پیل کړو نو لږې سرمایه ګذارۍ ت...

جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل

په جرمني کښې په شخصي او لږ مصرف تحصیل: لکه څرنګه چې د بورسونو تعداد کم دی او ځینې دوستان په اقتصادی لحاظ دا وړتیا لري چې په بهر کښې په شخصي مصرف لوړې زده کړي وکړي نو ومې پتیله چې د شخصي مصارفو له لارې د لوړو زده کړو ښه او ارزانه فرصتونه درسره شریک کړم. دا به تاسو سره مرسته وکړي چې په قانوني توګه اروپایي هیوادونو کښې زده کړې او تګ را تګ وکړئ. په ا...

ولې ځينې خلک په خوب کې ګرځي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي، چې "فلانی" په خوب کې ګرځي او یا هم داسې څوک به پېژنئ، چې کله ویده وي نو په خوب کې پاڅېږي او ګرځي. ځينو خلکو ته دا چاره هسې ټوکې ښکاري او په فاعل یې ملنډې وهی؛ مګر اصلا دا یوه روغتیایي ستونزه ده، چې په دې لیکنه کې يې په اړه هر اړخیز معلومات لوستلای شئ.   په خوب کې ګرځېدل ددې ستونزې کچه په وګړو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....