لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 28, 2024
1 year ago
1,330 views
لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو

هغه لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو. 
(1 )  د تصفیه شوو اوبو خرڅلاو : 
اوس وخت کې نږدې د هر کور او هر کارځای اړتیا ده چې تصفیه شوې اوبه وپیري، نو ددې لپاره کولای شو چې حتا بیخي په کمو امکاناتو هم دغه ډول خدمات عرضه کړو که چیرته د اوبو د تصفیې، بسته بندۍ او نورو وړاندې کوونکو وسایلو کارولو سره هم کار پیل کړو نو لږې سرمایه ګذارۍ ته اړتیا لري چې تاسې به په ښارونو کې د تصفیه شوو اوبو وړاندې کوونکي او رسوونکي لیدلي وي چې په عادي کراچیو کې اوبه تر پلورنځیو، کورونو او کارځایونو پورې رسوي. 
( 2 ) د لبنیاتو خدمات :
 تاسې به د شیدو، مستو، پنیرو او نورو لبني موادو پلورونکي لیدلي وي، چې یوازې یوه وړه غرفه یې د ښارپه یوه څنډه کې ودرولي وي او خپل کار وبار به کوي پدې ډول موږ بیخي کمې سرمایې او عادي یوې کراچۍ، وړوکي میز  او غرفې ته ضرورت لرو ترڅو کار پرې را پېل کړو.
( 3 ) پلاستیکي محصولات : 
پلاستیکي محصولات کار وبار یو له هغو کاروبارونو څخه دی چې کمې سرمایې او کمو کارمندانو ته ضرورت لري، نو یې شروع کیدا اسانه او تقریبا د ډیرو خلکو د وسې کار دی په اوس وخت کې یې تقاضا هم زیاته ده د ماشومانو د لوبو له سامان را نیولې آن د کور د لومړنیو ضروري وسایلو پورې ټول پدې کټګورۍ کې راځي چې اوس وخت یې کارونه هم خورا زیاته ده. 
( 4 ) فلز کاري : 
کولای شو چې په ډیرو کمو امکاناتو د فلزکارۍ خدمات پیل کړو، فلز کاري هم د زیاتې تقاضا په ردیف کې راځي چې په ټولنه کې ورته زیاته اړتیا ده او تقریباً د هر کور اړتیا یې ګڼلی شو.
( 5 ) ژر تیار کیدونکي خواړه ( fast food ) 
فاسټ فوډ هم د کمو امکاناتو پر مټ کولای شو چې یې را پیل کړو،کافي شاپ، چایخانه، برګر، سوپ، چپس،چولې، شور نخود، سیخ کباب،شیریخ، ژاله، ایسکریم، شورمه،  پیکوړی، سمبوسې او داسې نور پکې شامل دي چې موږ او تاسې یې په خپل شاوخوا کې ډیرې بیلګې لرو. 
( 6 ) د  پاپړو، چپسو، خوږو، ژاولو، ګلشالي، څټوونکو ، او چڼه چوړ تولیدي یاهم خدماتي کار وبار
کله مو چې هم ماشومان په ژړا شي موږ ټول یې د غلي کولوکوشش کوو ټول کور پدې هڅه کې وي، چې څنګه د ماشوم د پخلاینې لپاره ورته یو څه وکړو او پدې هم پوهیږو چې ماشوم په ډیرو کمو شیانو هم غلی کیږي نو پورته ذکر شوي توکي د هر کور اړتیا ده کارو بار یې هم بیخي اسانه او کمې سرمایې او امکاناتو ته ضرورت لري. که یې تولید نه شو کولای نو یې په سترو او وړو پلورنځیو د وېش او خرڅلا خدمات خو یې بیخي اسانه او ارزانه طریقه ده البته د ماشوم صحت او د توکو کیفیت په نظر کې نیول لومړی او لازمي خبره ده. 
( 7 ) مشورتي خدمات :
مشورتي خدمات هم کولای شو په اسانۍ او کمو امکاناتو سره پیل کړو د کمپنیو لپاره د ستراتیژیو، پالیسیو او طرحو په برخه کې مشورتي او فکري خدمات ترسره کړو داهم بیخي کمو امکاناتو خو ډېرفکر، پوهې او لوړ ذهن ته ضرورت لري، نوره نړۍ کې ددې برخې کاروبارونو تله درنه او د ډیر عاید لرونکي کارو وبار دی.
پدې کې د اوس وخت لپاره چې زیاته اړتیا هم ده، آنلاین خدمات لکه د څیړنیزو پروژو ترسره کول،  د مونوګرافونو ترتیب او تصحیح ، د پروپوزل لیکل ، د مالیاتو بیلانس ترتیبول ، ماليې تصفیه، تفتیش او آډیټ ، د و آنلاین ویزو، الکترونیکي تذکرو، پاسپورټ او سکالرشیپونو لپاره ثبت نام او داسې نور خدمات هم ترسره کړو. 
( 8 ) رهنماي معاملات دفتر:
په رهنمایي معاملاتو کې هم موږ کولای شو د نورو خلکو له ځمکو، کورنو، وسایلو، امکاناتو او سرمایې څخه استفاده وکړو او خپل بزنس پرې مخته یوسو په دې کې د بارګینینګ او کمیشن کارۍ لپاره زمینه برابریږي چې لږ ویښتیا او بازار پیژندلو ته اړتیا لري. د اسلامي شریعت په رڼا کې د معاملاتو ترسره کول باید لومړیتوب وي. 
( 9 ) تازه ګلانو پلورل:
د تازه ګلانو خرڅلاو یو له هغو کاروبارونو څخه دی، چې کمې سرمایې او وړوکي ځای ته ضرورت لري. د خوشحالیو په ورځو کې د تازه ګلانو اړتیا لیدل کیږي همدارنګه د خوښیو په مراسمو، ډالیو او د مراسمو په ډیکوریشن کې هم په کار وړل کیږي.
په ننګرهار کې د تازه ګلانو هېڅ پلورنځی نشته، دا کار ساده او بیخي کمې سرمایې ته ضرورت لري اما د ګلانو پالوونکي او ګل پیژندونکی باید دا کار وکړي. 
( 10 ) د کور، کارځای او محافلو ډیکوریشن زده کړه:
موږ اړتیا لرو چې د کور او کار ځای ښه ډیکوریشن وکړو نو که یو څوک پدې برخه کې ښه وړتیا لري او یو څه اندازه وسایل ولري نو کولای شو چې لدې لارې خپله کورنۍ تمویل کړو. 
او په سلګونه نور واړه او متوسط کاروبارونه شته دی چې، زموږ د ټولنې اړتیا ته په کتو یې را پیلولی شو خو دا هر څه جرآت، حوصله او تر ټولو مهمه خبره داده چې د دولت له لورې ملاتړ لپاره باید ددې برخې لپاره ځانګړې بودیجه، ځای او حتا بې سوده قرضې زمینه برابره کړي. 
لنډه خبره داده، چې موږ چې څومره په ښار کې د کراچي وان، ریکشه وان، لاسي پلورونکي، میوه پلورونکي او نور واړه کاروباریان ګورو دوی د غوره او د ډیر عاید لرونکو دندو والاوو څخه غوره دي ځکه دوی د خپل ځان رئیسان دي او د خپل کاروبار او خپلې خوښې خاوندان دي.
اوسنی فکر داده، چې کوچني کاروبارونه کوچني نه پاتې کیږي هر چا له یوې کمې سرمایې او کاروبار څخه پیل کړیدی او اوس په نړۍ راج چلوي.
نشر مکرر 
#27thjune_msmeday_2024

Related Articles

Oct 25, 2021
3,849 views

څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

 ليکنه: شکېبا نادري، څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟ انسان یو ټولنیز موجود دی او نه شي کولای د ټولنې له وګړو او ټولنیزو اړيکو څخه پرته ژوند وکړي، دوی اړ دي چې له یو بل سره خبرې او تګ راتګ وکړي، دودونو وپالي، د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک شي، له همد...

Jul 29, 2020
7,519 views

د خرما (۱۰) حیرانونکې روغتیايي ګټې

په تاریخي ډول ، د ځمکې پرمخ خرما ترټولو پخوانۍ مېوه لرونکې ونه ده. د دغې مېوې تولید او مصرف په مینځني ختیځ ، افریقا او آسیا کې خورا ډير ښودل شوی دی. د خرما ونه په اصل کې له میسوپوټامیا او مصر څخه سرچینه اخستې ده. دا هغه سېمې دي چېرته چې د لومړي ځل لپ...

May 21, 2023
1,402 views

هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون

د هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړونلیکوال: خان محمد تکل موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسولیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...