To start downloading books

Please sign in or create an account.

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي.
 په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو کې صورت نیسي. باید ووایو چې د ويښتانو سپينېدل د سر له دواړو اړخونو څخه پيل او بیا وروسته نورو برخه ته رسېږي.

 د جینټيکي عواملو له کبله د ويښتانو سپينېدل 
 په دې شرایطو کې سپين پوستي له شل کلنۍ وړاندې او د نورو نژادونو خلک بیا له دېرش کلنۍ وړاندې له دې ستونزې سره مخ کېږي. اکثره خلک فکر کوي دا سپينوالی د سټریس (فشار) له کبله دی، خو زموږ د ګومان خلاف ددې سپينوالي اصلي علت جينيټکي دی، چې له بده مرغه هېڅ درملنه هم نه لري. 

  •  د ويښتانو د سپينېدو علتونه


 ۱. طبیعي
 ـ د عمر ډېروالی
 ـ وراثت

 ۲. د ويښتانو غیر طبیعي سپينېدل
 - د جسمي قوت کموالی
 - دوامداره فشار
 - د خشکۍ ډېرښت
 - ناسم خواړه
 - د ويښتانو د ښه والي لپاره د بې کیفيته توکو کارول  
 ـ سیګرت څکل

 آيا د ويښتانو د سپينېدو مخه نيولی شو؟
 ددې کار شونتيا په علت پورې اړه لري. که سپين والی د عمر د زیاتوالي او جینيټکي عواملو له کبله وي، پرته له رنګ کولو نور هېڅ هم نه شو کولای. خو که نور فکټورنه دخېل وي علاج یې شونی دی.  
 له هر څه وړاندې کوښښ وکړئ منظم او مناسب غذايي رژيم ولرئ، داسې خواړه وخورئ چې ستاسو د بدن د اړتيا وړ توکي پوره کړي. ددې ترڅنګ که تاسو سیګرټ څکوئ باید ژر تر ژره یې پرېږدئ تر څو د بدن د نورو غړو د روغتيا ترڅنګ د ويښتانو د صحت تضمین مو هم وشي. 
 که تاسو له خپلو ويښتانو سره مینه لرئ او له هر ډول توکو ګټه اخلئ تر څو ويښتان مو لا ښايسته شي دا کار ډېر خطرناک دی. ځکه چې بازار له بې کيفیته توکو ډک دی، نو کوښښ وکړئ با کیفیته توکي وکاروئ. 
 همدارنګه د فشار د کمولو طریقې زده کړئ. هڅه وکړئ خپل فشار مدیریت کړئ او ذهني سکون ته لاره پيدا کړئ. همدارنګه ځينې نورې لارې هم شته، چې په لنډ ډول ورته اشاره کوو:

 پياز او د لیمو اوبه
 د پيازو په اوبو کې داسې انزایم شته، چې هايدروجن پروکسید بې اغېزې کوي، نو ځکه د ويښتانو د سپينېدو مخه نیسي. 
 ددې نسخې د چمتو کولو لپاره تاسو کولای شئ د یوه غوټه پيازو او لیمو څخه ګټه پورته کړئ. د دواړو اوبه سره ګډ کړئ او هره شپه پرې خپل ويښتان لانده کړئ. ډېر ژر به یې پایله ووينئ. 

 د بادامو تېل
 لومړی مو باید ويښتان په شامپو پرېمينځئ او بیا په بشپړ ډول وچ کړئ. له هغه وروسته د بادامو په تېل یې غوړ کړئ. کوښښ وکړئ تېل د سر ټولو برخو ته په مناسبه اندازه ورسېږي. همدارنګه تاسو باید دا کار په اونۍ کې درې يا څلور ځلې تکرار کړئ. په لنډ وخت کې به یې ښې پايلې ووينئ. 

Related Articles

ځینې وخت ځینې نظرونه یوازې، لفظونه او غږونه وګڼئ.

  لیکنه: وقار ابراهیمي الله تعالی انسان خپلواک او آزاد پیدا کړي دي، د طبیعت ډېرو ناکردو د انسانانو ژوند تریخ او محدود کړي دي.    په انسان به دا محدوديتونه په خپل ځای، او ځان  سره ‌ډېر لاملونه لري، خو یو لوي علت او لامل يې د کتاب څخه لرې والي، او د هغه کارونو په اړه معلومات نه لرل دي، چې موږ یې په خپل ژوند کې د انحصار کړې ته غورځولي یو.    د...

سقراط

  سقراط  د نړۍ لومړنی فیلسوف ګڼل کېده، کتاب یې نه دی لیکلی، ځکه په لیکلو نه پوهېده. سقراط ډېر بدرنګه وو او شاګرد يې له داسې مجسمې څخه بېلګه وړاندې کړه.  که څه هم ظاهري مسخره وه، مګر دننه بیا يوه عجيبه او بی مثاله انسان وو. وتی د سقراط مور یوه قابله وه او پلار یې مجسمه جوړوونکی و، سقراط هیڅکله د پیسو ګټلو کې جدي نه و، ځکه به یی ورسره میرمن تل جګړه...

پاسپورټ کله او څنګه رامنځته شو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ اجتماعي، امنيتي، اقتصادي، سیاسي او نورې اړیکې موجودې وي. ددې اړیکو د مدیریت او جریان لپاره انسانان اړ دي، چې له یوه هېواد نه بل ته سفر وکړي او خپلې چارې ترسره کړي. خو دا سفر دومره اسانه هم نه دی. ددې لپاره، چې تاسو له خپل هېواد څخه بل ته ننوځئ باید پاسپورټ او ويزه ولرئ. راځئ، نن پوه شو چې پاسپورټ څه ش...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...