حوض خاص یا اب خاص-لوګر کی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Sep 11, 2024
1 year ago
1,603 views
حوض خاص یا اب خاص-لوګر کی

‏"حوض خاص یا آب خاص"
دا جهیل/ډنډ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د جرمتو تنګي په اخرې د یو غره په سر کې واقع ده، د ازرې خلک ورته اودیخاص وایي.
په دې ډنډ کې اوړی او ژمی همداسې تکې شنې اوبه ولاړې وي، د اوبو د راتګ لاره یې نه معلومېږي نه پکې د چینې پشان راخوټېږي خو له همدې ډنډ څخه څلور طرفه ته ‏بیا په غټه اندازه اوبه ځي.

اول د ازرې ولسوالۍ طرف 
دوهم د پکتیا د ځاځیو طرف
دریم د ننګرهار د خوږیاڼیو طرف
څلورم د پښتونخوا د پاړاچنار طرف
د همدې جهیل اوبه هر طرف ته چې ځي لاندې د غرونو په لمنو کې راښکاره کېږي.
د ازرې له طرف نه چې ورخېژې دغه غر بیا همداسې شور کوي لکه لاندې چې یوه ژرنده اوبه ‏پکې روانې وي.

تر اوسه د دې جهیل ژوروالی چا نده معلوم کړی.
له دې نه پورته طرف چې کوم غر ښکاري، د هغه غره په سر یو ستر میدان ده او دغه میدان د تخت سلیمان په نوم مشهور ده خلکو کې مشهوره ده چې دلته به د سلیمان علیه سلام تخت کېناسته.
والله اعلم

دا ډنډ چې مونږ خپله اندازه کړی ‏په اوږدوالي 460 قدمه ده خو ژوروالی یې لا نده معلوم.
بله عجیبه دا ده چې یو طرف نه ورته ځیر شې د ماهي شکل غوره کوي او له بل طرف نه چې ورته وګورې د کوزې شکل غوره کوي.
" کوزه هغه خلک چې اوبه پکې اچوي"
په دې ساحه کې چې کله هره تیږه/کاڼی را واخلې او ورته ځیر شي نو یو قسم لیکنې پکې ‏شوې وي.
زمونږ تره دې خدای ج وبخښي هغه یوه تیږه ترې راوړې وه د الله ج نوم پکې ښه واضح لیکل شوی وو بیا چې کله هغه وفات شو، بیا مو د هغه رحمه الله په قبر کېښوده.
او بله دا چې دا ساحه دومره یخه ده چې په دې غرونو کې د یخې هو له امله بوټي نه شنه کېږي.
کوم کال چې واواره زیاته وشي ‏تر بلې واورې د تېر کال واوره په بعضې ځایونو کې پرته وي.
دا ساحه مقناطیس/هندروبا هم لري په تېر کې تقریباً دوه طیارې هم په دې سیمه کې را ولوېدې.
 
مطلب دا ډېر ستر تاریخي ځای ده که حکومت ورته پاملرنه وکړي او تاریخ یې را وسپړي په یو ستر سیاحتي مرکز به بدل شي.
نوټ: د خلکو په منځ کي ددي ډنډ باره کي ډیري عجبي کیسي موجودي دي.

روبرداشت

#Farmer #Afghanistan #کرنه #زراعت #کشاورزی

Related Articles

May 12, 2021
2,072 views

سه مسجد

سه مسجد مصطفی عمرزی با گسترش آیین اسلام، بیش از یکهزار سال می شود که مردم ما در زمینه ی آن، گام برمی دارند. در این آیین نیز با اهم شمردن معنویت، سعی شده انسان ها در یک نظام اخلاقی، زنده گی کنند.  با ظهور اسلام، مساجد از مهمترین مراکز تجمع مسلمانان...

Jan 30, 2021
3,046 views

خپلې موخې څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د امریکا د پخواني ولسمشر (بارک اوباما) مېرمنه مېشل اوباما وايي: "ستاسو د لاسته راوړنو لپاره وروستی حد د موخو ترلاسه کول دي." د نوموړې هدف دا دی، چې د موخو لپاره هېڅ خنډ نشته، کله چې خپله موخه ترلاسه کړئ خنډ ته ورسېدئ یعنې نور مخک...

Mar 30, 2021
4,928 views

د اسلام مبارک دين له نظره د اوبو ساتنه

اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره خورا ډیر اهمیت لري. یعنې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اوبو پورې تړلى دی. د سمندرونو تروشو اوبو (97%) او طبيعي يخچالونو (2%) سربيره خوږې اوبه چې د انسانانو د استفادې وړ ګرځې ډيرې کمې يعن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...