د ژمي په یخه هوا کې له دغه وایرس څخه ځان وژغورئ!

K
Khalid Razique
Author
Oct 11, 2024
1 year ago
976 views
د ژمي په یخه هوا کې له دغه وایرس څخه ځان وژغورئ!


  
   (جمعه، ۲۰ تله،  ۱۴۰۳ ل): نورووایرس (norovirus) یوه ډول ساري ناروغي ده چې د قۍ کولو او اسهال لامل کیږي، د هر عمر وګړي پر دغه ناروغۍ او ویروس اخته کېدلای شي او ډير په اسانه خپریږي.

هغه کسان چې پر نورووایرس اخته وي کولای شي په ملیونونو نور ذرات خپاره کړي او یوازې یو څو ذرې وایروس نور وګړي پر دغه ناروغۍ اخته کوي.

د الجزیرې راپور سره سم د جرمني مشهور پروفیسر «توماس زویفرلاین» وایي، د ژمي یخ موسم کې ګڼ شمېر وایروسونه خپریږي، ددې له جملې څخه یو د نورووایرس دی چې د انسان په هاضمې سیستم حمله کوي.

د جرمني د معدې معالج ډاکټر د نورو وایروس نښې په لاندې ډول څرګندې کړې دي:

قۍ کول
سخت اسهال
په خيټه کې دردونه
د زړه بدوالی
د بدن تودوخې درجه لوړیدل
په غړو کې دردونه
سر درد
په عامه توګه د ستړیا احساس کول
ډاکټر زویفرلاین څرګندوي چې په نورووایرس اخته کېدلو سره په بدن کې د مایعاتو لویه کچه ضایع کیږي، کوم چې په ځانګړي ډول په ماشومانو، امیندوارو میرمنو او لویانو کې د خطر وړ دی.

د یادې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره باید نظافت مراعات کړل شي، لکه د لاسونو په منظم ډول په صابون پریمنځل، د دروازو او کړکیو لاستي پاک ساتل او داسې نور هغه وسایل چې بېلا بېل لاسونه پرې کیښودل کیږي پاکول پکار دي.

ځکه چې د نورووایرس یوه ساري ناروغي ده چې ډير ژر انتقالیږي، دا د سپری له لارې، ککړ خواړه او پر دغه وایروس اخته ناروغانو سره د تماس له لارې انتقالیدلی شي.

د نورووایرس ضد درمل هم شتون نه لري، ددې لپاره په کار دي چې پورتني کارونه عملي شي، په دې سره ناروغي کمیږي، دغه راز بدن ته مناسب مایعات ورکول، لکه ډيرې اوبه څښل، شین چای څښل، یخني ښوروا چې غوړ کم یا ونلري وخوړل شي، د قۍ بندیدو څخه وروسته دې داسې سپک خوراک وکړل شي چې معده یې په اسانه هضمولی شي.

 

ليکوونکې : خالد راﺯق

Related Articles

Dec 01, 2025
1,121 views

سړک جوړولو لپاره د قیر محاسبات او مهم معلومات

👷  د سړک جوړولو لپاره د قیر محاسبات او مهم معلومات Eng Shahazadulhaq Ashna 1️⃣ په هر ټن اسفالټ کې ۵۰ کیلو ګرامه قیر استعمالېږي.2️⃣ په هر متر مکعب اسفالټ کې شاوخوا ۲۳۰۰ کیلوګرامه مواد وي، چې له دې څخه نږدې ۱۱۲ کیلو ګرامه قیر وي.3️⃣ یو متر مکعب اسفالټ...

May 06, 2022
2,252 views

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه...

Apr 24, 2022
2,203 views

ولې مطالعه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   نن (د اپرېل درې ویشتمه نېټه) د کتاب نړېواله ورځ ده. په ټولنيزو رسنیو کې ګڼو خلکو د مطالعې او کتاب لوستنې په اړه خپل نظرونه لیکلي وو. د ډېريو تأکيد دا و، چې خلک باید مطالعې ته مخې کړي؛ خو پوښتنه پيدا کېږي انسان باید ولې مطالعه و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,029 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,214 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,228 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...