د نوي کال ناکامې ژمنې

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 11, 2024
1 year ago
1,059 views
د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي.

نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزونه او ورزشي کلبونه له خلکو ډک وي. هر څوک هڅه کوي چې له نویو عادتونو سره نوی کال پیل کړي.

 

خو دا جذبه ډېری وخت دوام نه کوي. فقط څو ورځې یا څو اونۍ وروسته همدا خلک له خپلو ژمنو په شا کیږي، او ژوند یې بیرته خپل زوړ مسیر ته ورګرځي. ولې داسې کېږي؟ او څه وکړو چې دا بدلون دوام ومومي؟

 

د دوام ستونزه او د هغې حل

دا د بدلون د ژمنتیا نه دوام ځینې لاملونه لري، په څلورو یې دلته بحث کوو.

1.     له حده زیاتې ژمنې: ډېر خلک د نوي کال په لومړیو کې د ځان لپاره ډېر سخت یا غیر واقعي اهداف ټاکي. دوی غواړي هر څه یوځل بدل کړي، چې دا اکثر د ستړیا یا ناکامۍ لامل کېږي.

حل: لږ، خو واقعي اهداف وټاکئ او په تدریجي ډول پرمختګ وکړئ.

2.     د عادتونو نه جوړول: نوي پلانونه یوازې هغه وخت بریالي کېږي چې په ورځني عادت بدل شي. که بدلون په ورځني ژوند کې ځای ونه نیسي، ډېر ژر مو ذهنه ځي.

حل: خپل اهداف په کراره او په کوچنیو برخو دوام ورکړئ، تر څو دا ستاسو د ژوند یوه برخه شي.

3.     یوازې جذبه کافي نه ده، نظم ورکې شرط دی: یوازې جذبه د بدلون لپاره کافي نه ده؛ دا ژر ختمېږي. که نظم او تعقیب نه وي، نو د بدلون هڅې ناکامېږي.

حل: د جذبې تر څنګ د نظم او ډسپلین هم مراعت کړئ.

   4.له ځانه نارضایت: کله چې خلک په خپلو ژمنو کې پاتې راشي، ځان ډیر پړ بولي او مایوسه کېږي.

حل: که یوې ژمنې کې پاتې راغلئ، ځان ته وخت ورکړئ او بیا پیل وکړئ. بدلون د نه ستړي کېدو پروسه ده.

 

پایله

بدلون او نوي پیلونه یوازې د نوي کال لپاره نه دي؛ دا د ژوند یو دوامداره سفر دی. د نوي کال جذبه باید د نظم او عادت په مرسته د تل لپاره په ژوند کې ځای پیدا کړي. راځئ چې د نوي کال د پیل انرژي په دوامدار ځواک بدله کړو او خپل ژوند په مثبت ډول بدل کړو.

Related Articles

May 30, 2021
4,659 views

د دندې پيدا کولو هنر

  عمومأ کله چې په افغانستان کې کوم ځوان/ پېغله له پوهنتونه فارغ شي، توقعات یې ډېر لوړ وي؛ باید لوړ وي ځکه لیسانس کومه وړه خبره نه ده.   خو مشکل چېرې دی؟ موږ او تاسو په یوه داسې هېواد کې ژوند کوو چې له کلونو راهیسې د بدمرغې جګړې سیوری پرې پروت دی،...

Mar 28, 2021
5,369 views

د شنو چايو ګټې او زيانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د اوړي په را نږدې کېدو سره د انسان بدن په ډېره اندازه اوبه له لاسه ورکوي، چې له همدې امله خلک ډېر چای څښي. خو ډېری خلک نه پوهېږي، چې د شنو چایو ګټې او زیانونه کوم دې. په دې لنډه کې به پر همدې موضوع پوه شئ.   د شنو چايو روغتيايي...

Nov 05, 2023
1,344 views

پلسترکاری کې مهمې نقطې

په پلسترکاری کې مهمې نقطېليکنه: انجنير عبدالظهور الفت۱_  د پلستر کاری لپاره عمومي ډول۳۰۰ مارک مصالحه کارول کيږي چې نسبتونه يې ۱:۴ دي.۲_ هغه ريګ چې په پلستر کې کارول کيږي بايد په کافي اندازه ميده وي.۳_ د پلستر په ريګ کې بايد د خاورو سلنه له ۵ څخه کمه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,678 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,990 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...